افغانستان سیاست

لویه ولسي جرګه او واړه استازي

لیکنه: ياران

لیکنه: حبیبه اشنا

د ولسي جرګې د ریاست په اړه خو به ټولو اورېدلي وي. مګر یو څه چې نورو ندي اورېدلي هغه د ولسي جرګې دننه د ډیري پښتنو استازو بې اتفاقي او ټیټ خرڅېدل دي. د ولسي جرګې ریاست ته څلور وکیلان نوماندان ول، میررحمان رحماني، د پروان استازی؛ کمال ناصر اصولي، د خوست استازی؛ میرویس یاسیني د ننګرهار استازی؛ او نصیر مجددي د هرات استازی.

په خبرونو کې راغلي و چې د ولسي جرګې ریاست ته نوماندانو نورو وکیلانو ته د رایو په بدل کې ذره یي موټرې او ځمکې او زرګونه ډالر منلي او ورکړي دي. خو حقیقت دا ندی.

کله چې د ولسي جرګې د لومړي ریاست خبرې پېل شوې نو نوماندانو هر یو پیسې ویشل پېل کړل. په دې کې میرویس یاسیني، چې د ننګرهار استازی دی، او میررحمان رحماني، د پروان استازي، وکیلانو ته تر ټولو ډېرې پیسې ورکړې وې. د یو شاهد په وینا، نوماندانو کې، یاسیني لس ذره ډالره وکیلانو ته ورکړي دي ؛ اما له وکیلانو یې کوم ډول ثبوت د رای ورکولو په مهال نه و غوښتی. خو میرلرحمان رحماني وکیلانو ته لس ذره ډالره مخکې له رایې او نورې پیسې بعد له رایو هغه وخت منلي وې کله چې ورته یو عکس د ثبوت په ډول وښايي. یعنې د رایه ورکولو وخت کې د خپلې رایې عکس واخلي او میررحمن رحماني ته وښايي چې فلان وکیل واقعا ده ته رایه ورکړې ده.

کله چې د رایه اچولو پروسه پېل شوه نو وکیلانو یو او بل ته غږونه پېل کړل. چا عکسونه اخیستل شروع کړل؛ چا زنګونه وهل ؛ او چا میسجونه. بالاخره خبره دې ته ورسېده چې میررحمان رحمانی ۷۵ رای، کمال ناصر اصولی ۶۹ رای، میرویس یاسینی ۵۹ رای ا و نصیر مجددی، د هرات استازي اوه رای اخیستې وې. یعنې هیڅ نوماند

۵۰+۱ پوره نکړه او د ریاست خبره دوهم پړاو ته ولاړه. ټاکنې د کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني ترمنځ دوهم پړاو ته ولاړل.

له رایه اچولو مخکې ولسي جرګې عطا محمد دهقانپور ( چې د غور استازی دی) د عمر او د مشرۍ له وجهې موقت رئیس ټاکلې و. دهقانپور صیب چې د لومړي نتایجو اعلان څخه وروسته حالات ولیدل نو خلک یې ژر د ماسپښین لمانځه ته وبلل او ویې ویل چې د دوهم پړاو د ټاګنو په هکله به د لمانځه وروسته بحث وشي. په اصلیت کې باید د ریاست انتخاب په یوې ورځ کې شوی وای. یعنې د دوهم پړاو ټاکنې هم باید هماغه ورځ شوي وای. خو دا هغه وخت امکان درولود چې د لویې جرګې استازي په تالار کې موجود وای. همدا و چې وکیلانو بیا غوا لنګه ولېده او زنګونه یې پېل کړل ترڅو له تالاره ووځي او ددوهم پړاو ټاکنې په هغه ورځ ونشي. بالاخره کله چې ټول له لمانځه وروسته راټولېدل نو په تالار کې له ۲۴۲ استازو څخه یوازې اویا که شپیته استازي ناست و. نور ټول له تالاره وتلي و.

کوم استازي چې له تالاره وتلي و د هغوی لوی دلیل د پيسو د نرخ پورته کول و. له دې مخکې هغه آوازې چې ګنې په شل زره او یا اویا زره ډالرې مصرف شوي دي، کاملاً درواغ دي.

ځکه ځینو پښتنو وکیلانو دومره وخت نه و ورکړی چې قیمت دومره پورته شي. یوې وکیلې د خپلې رایه په بدل کې حتا درې ذره ډالره اخیستې وې . یعنې زموږه دا توقع له ځینو پښتنو استازو بیخي غلطه ده چې هغوی ته ملت ارزښت لري. هغو ته ملت د درې زره او څلور زره ډالرو ارزښت لري.

او اوس لګیا دي کوښښ کوي چې د ملت په راتلونکي چنې ووهي. شاید د ریاست ټاکنې دریم پړاو ته هم ولاړې شي. ځکه څومره چې د ریاست خبره اوږدېږي، هومره پیسې ډېرې مصرفېږي او د وکیلانو خیټې پرې ډکېږي.

افغانانو نوی پارلمان غوښت.

نوې څهرې یې غوښتې.

نوي استازي غوښتل ترڅو د ملت غم وخوري. نه دا چې په ملت چنې ووهي او هغوی خرڅ کړي. چې د نوي پارلمان پېل داسې وي نو راتلونکي به یې څنګه وي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران