ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

وجود منظم خوب ته اړتیا لري

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

په ژوند کې یوازې د ورځې د لومړیو ساعتونو مدیریت اړین نه دی، بلکې باید د ورځې اخري ساعتونه هم د یوه استثنایي ژوند د درلودو لپاره مدیریت کړو.

ډېری کسان پوره خوب نه کوي او ډېری وخت صحیح فکر نشي کولای او د ستومانۍ احساس لري. موږ او تاسې په یوه داسې عصر کې ژوند کوو چې زیاتره کسان د خوب له ستونزو سره مخامخ دي، نیمه شپه له خوب څخه پاڅېږي، یانې منظم خوب نه لري.

انترنت او ټولنیزې شبکې یې اصلي لاملونه دي. څېړنو جوته کړې چې د ټکنالوژي وسایلو شین رنګ زموږ په وجود کې ملاتونین کموي. ملاتونین شیمیایي ماده ده چې وجود ته وایي، خوب ته اړتیا لرې.

هېڅ د شک ځای نشته چې د مبایل او نورو ټکنالوژیکو وسایلو چک کول د ورځې په اوږدو کې تاسو ته ضرر رسوي، او پوره جوته ده کله چې مخکې له خوب څخه مدام له تکنالوژي وسایلو ګټه پورته کوئ، هېڅ کله به ښه خوب نه لرئ.

د دې وسایلو نور هغه نور اخیسوتونکي ګانګلیوني سلولونه، چې د نور په مقابل کې حساس دي، فعالوي چې د ملاتونین تولید محدودوي او زموږ د شپي او ورځې په سلوک باندې منفي اغېز لري او خوب مو بې نظمه کوي.

باید له خوبه مخکې مو عادتونو ته بدلون ورکړو، چې وکولای شو سهار مخکې له دې چې سپېدې ښکاره شي، را ویښ شو او ډېره انرژي ولرو. کله چې پوره خوب ونه لرو، نه یوازې له خوب څخه پاڅېدل راته سختېږي، بلکې کړه وړه، روغتیا او ښادي مو په بېساري او منفي توګه کمېدلو خوا ته بیایي.

کله چې ویده کېږي او مهمه مسئله پر دې ځای کې یوازې ستاسو د خوب کمیت نه، بلکې د خوب کیفیت ده او نخاعي مغزي مایع ستاسو مغز مینځي. لنفاوي سیستم چې مخکې فکر کېدلو چې یوازې په وجود کې ده، جوته شوې چې په مغز کې هم موقعیت لري.

او دا یانې موږ د انسان په توګه داسې یو سیستم لرو چې زموږ مغز مینځي چې وکولای شي. په ځینو شرایطو کې ښه کار وکړي، او دا د پاکولو مرحله هغه وخت منځته راځي چې موږ د خوب په حالت کې یو.

ګټوره خبره دا ده، چې د رشد هورمون د هیپوفیز په غده کې منځته راځي او د یوه اوږد عمر لپاره مهم دی. د دې هورمون لوړه سطحه ستاسو انرژي او شناخت ډېر او ښه کوي.

اړینه نکته دا ده چې دا هورمون د ورزش پر وخت مصرف کېږي او د خوب په وخت کې ترشح کېږي. د دې لپاره چې د هورمون ترشح او د مغز د مینځلو مرحله لوړې درجې ته ورسوئ او خلاقیت، انرژي، ښایست او اوږد عمر ولرئ، علم دا موضوع تائید کړې چې باید هر شپه ۷ نیم ساعته ویده شئ، همدارنګه څېړنو جوته کړې چې یوازې د خوب کمښت نه، بلکې ډېر خوب یانې ۹ ساعته ویده کېدل ژوند لنډوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ