خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه طبیعت

وبایي ناروغۍ انسان ته زیان، خو طبیعت ته ګټه لري

ژباړه: نسیمه محمدي

څېړونکو د جلغوزیو د ونو د ودې د څېړلو سره، د ۱۶- ۱۷ پېړۍ د طاعون ناوړه پایلو ته لاسرسی پيدا کړ.

څېړونکو د ۱۰۰۰ څخه د زیاتو لرغونو ونو تر څېړلو وروسته وکولای شول، په ۱۶- ۱۷ پېړیو کې، د اروپا په سویل کې د انسان اوږدمهاله کم فعالیت وپېژني، چې د وبایي طاعون او د سیاسي – ټولنیزو او ناپایدارۍ ویاندويي کوي.

د آلپ د غرونو د جلغوزیو ونې چې له ۱۰۰ کلونو زیات عمر کوي، د مودو راهیسې څېړونکي ترې د اقلیم د مخینې په اړه ګټه اخلي او باید ووایو، چې د ونو وده د تودوخې د درجې په نسبت حساسه ده او اقلیمي تغییرات یې د کلنۍ حلقو سره وڅېړو.

اوس د څو اروپايي پوهنتونونو څېړونکو د دې ونو په مرسته پرېکړه کړې، چې د ۱۴مې پېړۍ په نیمايي کې وبا (طاعون) په اروپا کې څه اغېزې پرې ایښي دي.

څېړونکو د سویلي اروپا د (۱۴۱۴) ونو تر تجزیې او تحلیل وروسته وموندله، چې د طاعون وبا څخه وروسته او ورپسې د سیاسي او ټولنیزو ناپایداریو دوره کې، د ځنګلونو وده پیل او د څړځایونو څخه کار اخیستل درېدلي دي. د دې ودې اوج د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو او د شپاړسمې پېړۍ په پیل کې وشول، چې د اوږدمهاله تعلیق/ د فعالیتونو بشپړ قطع کېدل دي، څو لسیزې یې دوام وکړ.

n00200730-b.jpg

د کونړ ځنګلونه

د داعشو مالي سرچینې دي، د دې سربېره، څرنګه چې څېړونکو ثابته کړې، د طاعون له امله، د ونو وده پیل شوه چې پنځوس کاله یې دوام وکړ، موږ د ځنګلونو بیارغونې ته اړتیا لرو.

څېړونکو ټینګار کړی، ۱۶۰۰م پورې، په سویلي اروپا کې اقتصادي فعالیتونه نه دي لیدل شوي او دا ټول د دې وبايي ناروغیو د جدي پایلو په اړه وايي، که څه هم په ۱۶مه پېړۍ کې په ځینو سیمو مثلاً په آلپ او مرکزي فرانسه کې، د انسان د دې ټولو فعالیتونو سربېره، په پخوانۍ کچې ښه شوي دي.

په پای کې ویلای شو، چې وبايي ناروغۍ انسان ته مضرې، خو څرنګه چې معلومه شوه، طبیعت ته ګټه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ