خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه طبیعت

د ویټامین ډي کموالی او د خېټې لویېدل

لیکنه: مهر تاج
ژباړه: مهر تاج

د ویټامین ډي D کموالۍ د انسان د وجود په ټولو غړو باندې ډېر بد سیوری درلودی شي.

ورستیو څېړنو ښودلې ده، چې د انسان د ناموزون اندام سبب هم جوړېدای شي، لکه د خېټې لویېدل یا غټېدل.

د «امریکا جرنل آف کلینیکل نیوټرشن» لیکي: “طبي متخصیصین د ځینو څېړنو وروسته دې پایلو ته رسېدلي، چې د ویټامین ډي کموالۍ نه تنها د هډوکو د کمزورتیا سبب کېږي، بلکې په اندام هم مسقیم تاثیر پرېباسي.

هغه کسان، چې د «ویټامین ډي» کموالی لري، نا متوازن یا نامنظم اندام لرونکي وي، لکه وتلې خېټه او داسې نور…

IMG-20200831-WA0002.jpg

د دوی په وینا ویټامین ډي د وجود په دفاعي سیستم هم مستقیم تاثیر لري.

یعنې هغه کسان چې د ویټامین ډي کمۍ ولري، زر په مختلفو ناروغیو اخته کېدای شي.

د مخصیصینو په وینا په مشخصه اندازه د ویټامین ډي شتون د ښځو په بدن کې حتمي دی.

د ویټامین ډي کمۍ زموږ په ګران هېواد کې اکثریت په ښځو کې ډېر لیدل کېږي.

لمر نه اخیستل (د افغانستان اکثریت وګړي استثنا دي، ځکه لمر ته کار و کسب کوي) او نامنظم خوراک کول د ویټامینو د کمي سبب کېږي.

متخصیصینو زیاته کړې، چې د کورونا وایرس په ناروغانو کې هم د ویټامین ډي کمي لرونکي کسان په لمړي خط کې راځي.

ځکه چې د دغه ګروپ خلکو دفاعي سیستم ضعیفه وي او وایرس پر دوی ډېر زر حمله کولای شي.

څنګه کولي شو د خیټې اضافي وازدي یا چربي له منځه یوسو ؟

ـ باید یو منظم پلان ولرو، چې په اوږده موده کې مو بدن خپل د ضرورت وړ ویټامین ډي واخلي، د بدن غړي مو متوازن يا برابر شي او خپله ښکلا بېرته ترلاسه کړو. د بدن فاعي سیستم مو قوي شي او د هډوکو درد او کسالت ونه لرو.

ـ هره ورځ له پنځلسو ۱۵ دقیقو څخه تر نیم ساعت د ګرمۍ په موسم کې د سهار له لسو ۱۰ بجو نه مخکې یا د مازدیګر څلورو ۴ بجو نه وروسته ځانونو ته د جامو پرته لمر ورکړو، د ژمي په اوږدو کې لمر تل نعمت دی.

IMG-20200901-WA0002.jpg

ـ خپلو خوړو ته پوره پاملرنه وکړو؛ هغه خوراکي توکي ډېر وخورو، چې پرېمانه ویټامین ډي لري. لکه ټوله ترکاري، شیدې، هګۍ، د کبانو غوښه، ماسته، پنیر، تازه پالک او داسې نور طبیعي خواړه.

ـ په بازار کې د ویټامین ډي ګولۍ هم ترلاسه کولی شو، چې مختلف نومونه او د ویټامین ډي مقدار لري.

د یادونې وړ ده چې د ډاکټر په مشوره د یادو ګولیو ګټه پورته کولي یا کارولي شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ