سپورټ کرکټ

د شارجې ویشتن ځای د توپ اچوونکو لپاره جوړ شوی

د شارجې ویشتن ځای د توپ اچوونکو لپاره جوړ شوی

په آی پي اېل کې د راجستان لوبډلمشر سټېف سمېت وایي، د شارجې کرکټ لوبغالی د بالرانو لپاره جوړ شوی.

هغه وایي:

وېکټ څوکه یا سلو ده، زموږ تېرې دوې لوبې هیڅ ښې نه وې، ویشتن ځای د سپېن یا څوکه توپ اچوونکو لپاره ښه  دی او د چټکو توپ اچوونکو لپاره په لومړیو کې پېچ ښه مساعد وي او وېکټې اخلي.”

راجستان کرکټ لوبډلې په ۶ لوبو کې دوې ګټلې او د نومرو په جدول کې اووم ځای لري.

د آی پي اېل ۲۳ مه لوبه او د راجستان شکست

ډیلي کرکټ لوبډلې لپاره که څه هم هیڅ لوبغاړی د نیمه سلیزې په وهلو بریالی نشو؛ خو ویسټ انډیزي کیڼ لاسي توپوهونکي شېمرن هېټمېئر د ټارګېټ په لوړولو کې لوی لاس درلود.

هغه په شپږم نمبر توپوهنې ته راښکته شو، چې ۲۴ توپونو یې د ۵ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۴۵ منډې وکړې.

ډیلي، راجستان ته ۱۸۵ منډې هدف ورکړ.

د جوفرا ارچر لخوا درې وېکټې واخېستل شوې.

د سمېت اند، پر کوم بنسټ؟

سمېت ځکه د بالر لپاره د لوبغالي مساعدوالي په ګوته کوي، چې د دوی ټولې وېکټې د شلم اوور په څلورم توپ ولوېدې او په ۱۳۲ منډو کې یې د لوبې لړۍ ته د رباډا په توپ د پای ټکی کېښودل شو.

رباډا درې، اشوېن او سټاینېس دوه، دوه وېکټې واخېستې.

سمېت ځکه دا خبره کوي، چې د دوی لوبغاړو په وېکټو د پاتې کېدو توان له لاسه ورکړ او بالران غالب شول، چې دوی د شل اورونو له پای ته رسېدو مخکې له لوبغالي رخصت کړي.

راجستان لوبډلې په ۴۶ منډو ماته وخوړه.

اشوېن د لوبې غوره لوبغاړی شو او ډیلي د ته نومرو په لرلو سره د جدول لومړی ځای یو ځل بیا له ممبيي لوبډلې ونیو.

نن ماسپښین دوې نیمې بجې پنجاب د کلکتې پر وړاندې ۲۴ لوبه او د ماښام شپږ نیمې بجې چینای د بنګلور پر وړاندې ۲۵ مه لوبه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ