سپورټ کرکټ مخکښان

په آی پي اېل کې د ویرات کولي سلیزې

ویرات کولي چې د هندوستان نامتو ون ډاون توپوهونکی او اوسنی لوبډلمشر دی، د نړیوالو لوبو ترڅنګ په آی پي اېل کې هم ښه لوبېږي او تر دې دمه غوره سلیزې وهلي دي.

نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د آی پي اېل لوبې پیل کړې او اوسمهال د بنګلور لوبډلې لوبډلمشر دی.

په آی پي اېل کې یې ۱۸۷ لوبې کړي، چې په دې لوبو کې یې ۵ زره ۷۷۷ منډې کړي دي.

یاد لیګ کې یې ۵ سلیزې او ۳۸ پنځوسیزې وهلي دي.

د کولي غوره سلیزې

ویرات کولي خپله لومړۍ سلیزه په ۲۰۱۶ کې د ګوجرات لاینز پر وړاندې ووهله، هغه سل ناسوځېدلې منډې وکړې او ۶۳ توپونه یې ولوبول.

دویمه سلیزه یې ۲۰۱۶ کې د پونه سوپرجاینټس پر وړاندې ووهله، ده ۵۸ توپونه ولوبول او ۱۰۸ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

درېیمه غوره سلیزه یې هم په ۲۰۱۶ کال کې د ګوجرات لاینز پر وړاندې ووهله او ۵۵ توپونو یې ۱۰۹ منډې وکړې.

۲۰۱۶ کې یې څلورمه سلیزه د کېنګز ایلیون پنجاب پر وړاندې ووهله، په ۵۰ توپونو یې ۱۱۳ منډې وکړې.

پنځمه سلیزه یې ۲۰۱۹ کې د کلکتې پر وړاندې ووهله او په ۵۸ توپونو یې ۱۰۰ منډې وکړې.

کولي په یو کال کې ۴ سلیزې وهلي، چې د آی پي اېل په تاریخ کې غوره توپوهنه  ده.

بنګلور لوبډله او سږ کال یې فوم

بنګلور لوبډله سږ کال آی پي اېل کې ښه روانه ده، اوس مهال د نومرو په جدول کې درېیم ځای لري.

دې لوبډلې ۷ لوبې ګټلي او ۳ یې بایللي دي.

دا لوبډله درې ځلې نیمه پایلوبو پایلوبو ته رسېدلې؛ خو د اتلولۍ په ګټلو نه ده بریالۍ شوې.

سږ کال ډېر اطلاق دا هم کېږي، چې ښایي دا لوبډله اتلولي وګټي.

د لوبډلو د اتلولۍ اطلاق دلیل دا دی، چې د دې لوبډلې ویرات کولي او ای بي ډیویلیرس دواړه فوم کې دي او د لوبډلې لپاره په توپوهنه کې د ملا تیر رول لوبوي.

په توپ اچونه کې ورسره کرېس مورېس د افریقا چټک بالر شتون لري او هر ځل ورته په پاور پلی کې غوره توپ اچونه کوي.

ورسره ناف ديپ سیني هم ښه اټېک کوي.

محمد سراج هغه بالر دی، چې تېره لوبه کې یې د کلکتې خلاف درې وېکټې واخېستې او د کلکتې لوبډله یې تر ۸۴ منډو محدوده کړه.

نو د بنګلور د بالېنګ او توپوهنې انډول ښه برابر دی.

په توپ وهنه کې ورسره ځوان لوبغاړی پاډیکل ښه اوپننګ مخته وړي او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کوي.

بل پلو تېره شپه ممبيي لوبډلې، چینای سوپر کېنګزته په ۴۱ مه لوبه کې په لس وېکټو ماته ورکړه او ممبيي یو ځل بیا د جدول سر ونیو.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ