ټولنیز ژوند طبیعت

ولې اوړی ګرم او ژمی سوړ وي؟

ژباړه: نسیمه محمدي

تاسې هریو دې پوښتنې ته ځواب لرئ او کېدای شي یو شمېر پر خپل ځواب ډېر ډاډه هم وي په هغه صورت کې چې د کار پوهانو په نظر هم پوه شئ، نو ډاډ او ځواب موندلو لپاره مطلب تر پایه ولولئ.

دا چې پوه شو د کال څلور فصلونه د ځمکې په بېلابېلو قطبونو کې څنګه کار کوي زمونږ سره مرسته کوي چې هغه پټو پوښتنو ته چې زمونږ په ذهن کې دي ځواب ورکړو، ډېری خلک غلط فکر کوي چې ځمکه په ژمي کې له لمر څخه لرې کېږي او له همدې امله سړه ده، مګر دا استدلال سم نه دی.

که وغواړو تودوالی او سوړوالی یواځې د لري والي او نېږدېوالي له مخې وسنجوو، نو شمالي او جنوبي قطب باید یو ډول د تودوخې درجه ولري، دا ټول یواځې د ځمکې د محور پر کوږوالي څرخي.

ډېری خلک پر دې باور دي د تودوخې درجې بدلون په اوړي کې لمر ته د ځمکې نېږدې والی او په ژمي کې د لمر څخه لرې والی دی، په حقیقت کې د اسد په میاشت کې، ځمکه لمر سره تر ټولو نېږدې واټن او د جدي په میاشت کې تر ټولو لرې واټن لري.

د اوړي په اوږدو کې، د لمر د وړانګو لږېدلو زاویه ډېره مستقیمه او تُنده وي، د لمر وړانګې په اوړي کې ډېرې نه خپرېږي، نو په یو ټکي د وړانګو راټولېدل، هغه چاپېریال زیات تودوي، همدارنګه د اوړي اوږدې ورځې ځمکې ته د ګرمېدو کافي وخت ورکوي.

د ژمي په لنډو ورځو کې، د لمر وړانګو تاثیر کم وي، دا وړانګې له بل هر وخت ډېرې خپرېږي، چې دا د دې لامل ګرځي تر څو په یوې نقطې د تودوخې تمرکز او انرژي کمه شي، همدارنګه اوږدې شپې او لنډې ورځې د ځمکې له تودوالي مخنیوی کوي، له همدې امله ده چې په ژمي هوا سړه وي.

لامل

لومړی څه چې باید د کال د فصلونو په اړه پرې پوه شو دا چې د جنوب قطب( جنوبي نیمه کره) په بشپړه د شمالي قطب( شمالي نیمه کرې) سره مخالف دي. هغوی سوړ او یخ فصل ته ژمی او ګرمو فصلونو ته اوړی وایي. په آمریکا کې کې ځینې برخې هم شته چې د یخ وهلو څخه ځان ساتي په داسې حال چې استرالیا کې دقیقا د اوړي موسم وي.

همدا چې پوه شو فصلونه د ځمکې په قطبونو کې څه ډول کار کوي، زمونږ سره مرسته کوي ابهاماتو ته ځواب ووایو.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.