هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

له فوايد عامې تر ټولو ډېرې پیسې د واورو د توږلو په نوم غلا کېږي

یوه ژوندۍ نمونه د میدان وردګو ولایت د دایمیردادو د سړک د واورو پاکولو د قرارداد پروسیجر دی، د ولایت د مقام د مالي اداري ریاست سرپرست چې د بیډینګ د کمېټې مشري هم کوي، قرارداد کې ناست وو، خو دوه وروڼه یې د قراردادیانو په توګه راغلي وو، د قرارداد اصلي قیمت شل لکه افغانۍ و، دوی اووه دېرش لکه نرخ ورکړ او پروژه یې د همدې ریيس په مرسته وګټله.

په کمېټه کې ناستو ريیسانو هم په دې برخه کې هیڅ اعتراض و نه کړ او له ريیس سره د کاري شناخت او ملګرۍ په اساس یې د قرارداد اصلي ګټونکي د ريیس وروڼه اعلان کړل.

وروسته د قرارداد د ارزیابي غونډه د ولایت په مقام کې تر سره کېده، د ولایت مقام د فواید عامې ريیس ته احوال ورکړ چې دوی سره ګډون وکړي، خو ریيس حاضر نه‌شو او ویې غوښتل، که قرارداد د دې ریاست مربوط وي، نو د ولایت د مقام پر ځای باید په فواید عامه ریاست کې ارزیابي شي.

دا د څو ولایتونو له منځه د یوه ولایت بېلګه ده. د اشخاصو په توګه دا قراردادیان هیڅ وسایل نه لري، بیا هم اړ دي چې دوی له یوه شرکت سره قرارداد وکړي، نو ولې دا قرارداد راساً له شرکت سره و نه شو؟

*******

*******

د افغانستان په سړو سیمو کې د ژمي د واورو تورولو په پلمه له فوايد عامې وزارت څخه تر ټولو ډېرې پیسې غلا کېږي. اکثره ولایتي ریيسان له دې درکه ډېر شتمن شول او د قرادادونو پروسه هم هیڅ شفافیت نه لري.

د سږني کال د واورو پاکولو قرادادونه د جدې میاشتې په اخېرو کې په ولایتونو کې تر سره شول، په ډاګه نه ده چې دا پیسې له وزارت څخه څه وخت وتلې دي، خو ځینو ولایتي ریاستونو د جدې میاشتې په وروستیو کې توزیع کړې.

د اصولو له مخې، د واورو پاکولو قرادادونه باید د څلور میاشتې او درې نیمو میاشتو ژمي له‌پاره ورکړل شي، خو په اکثرو ولایتونو کې دا قراردادونه د ژمي په منځ کې ورکړل شول.
له یوې خوا دا یوازېني قراردادونه دي چې د شرکتونو په عوض له اشخاصو سره کېږي او له بلې خوا دا پیسې ټولې حدر لاړې.

په اکثرو سیمو کې تر دې وخته واورې و نه‌ شوې او هغه سړکونه چې په قرارداد ورکول کېږي، باید د همدې وخت یانې یوې نیمې میاشتې له‌پاره په قرارداد ورکړل شي او له بلې خوا هغه قرادادونه چې شوي، باید د واورې د اورښت محاسبه په‌کې دقیقه وي. دا قراردادونه باید تخمیني نه وي.

دغه راز بل اړخ ته داسې ولایتونه شته چې سختې واورې په‌کې وشوې، د ولسوالیو لارې یې بندې شوې، خو دا قراردادیان له یوې خوا د قرارداد د ځنډ له وجې د لارو پاکولو ته حاضر نه‌شول او له بلې خوا دوی د شرکتونو په شان پوره د واورو پاکولو وسایل نه درلودل، ځکه چې اشخاص نه‌شي کولای، ټول هغه ماشیني امکانات برابر کړي چې د یوې ولسوالۍ یا ولایت سړکونه له وارو پاکولای شي.

دواړه مسلې د لوی فساد سبب شوې دي، یوه ژوندۍ نمونه د میدان وردګو ولایت د دایمیردادو د سړک د واورو پاکولو د قرارداد پروسیجر دی، د ولایت د مقام د مالي اداري ریاست سرپرست چې د بیډینګ د کمېټې مشري هم کوي، قرارداد کې ناست وو، خو دوه وروڼه یې د قراردادیانو په توګه راغلي وو، د قرارداد اصلي قیمت شل لکه افغانۍ و، دوی اووه دېرش لکه نرخ ورکړ او پروژه یې د همدې ریيس په مرسته وګټله.

په کمېټه کې ناستو ريیسانو هم په دې برخه کې هیڅ اعتراض و نه کړ او له ريیس سره د کاري شناخت او ملګرۍ په اساس یې د قرارداد اصلي ګټونکي د ريیس وروڼه اعلان کړل.

وروسته د قرارداد د ارزیابي غونډه د ولایت په مقام کې تر سره کېده، د ولایت مقام د فواید عامې ريیس ته احوال ورکړ چې دوی سره ګډون وکړي، خو ریيس حاضر نه‌شو او ویې غوښتل، که قرارداد د دې ریاست مربوط وي، نو د ولایت د مقام پر ځای باید په فواید عامه ریاست کې ارزیابي شي.

دا د څو ولایتونو له منځه د یوه ولایت بېلګه ده. د اشخاصو په توګه دا قراردادیان هیڅ وسایل نه لري، بیا هم اړ دي چې دوی له یوه شرکت سره قرارداد وکړي، نو ولې دا قرارداد راساً له شرکت سره و نه شو؟

له بلې خوا دا ډېرې زیاتې پیسې دي چې د واورو د پاکولو په نوم ولایتي ریاستونو ته ځي، خو له تېرو څو کلونو راهیسې ضایع کېږي، دا پیسې شخصي جېبو ته ځي، داسې سیمې هم د برفي سیمو په توګه نیول شوې چې اصلاً واوره په‌کې دا څو کاله نه ده شوې، اما داسې سیمې هم شته چې قرارداد یې شوی، خو د واورو پاکوونکيو اشخاصو سر هم نه دی ورښکاره کړی.

ولایتي ادارې اکثره همدې بې‌حسابه بې‌کتابه سیسټم فاسدې کړې، له مرکز څخه پیسې لاړې شي، ریيسان ځانونه ورباندې ماړه کړي، څو مامورین ګوتې سره وجنګوي، خو خلک هماغسې چې تر واورو لاندې دي، تر واورو لاندې پاتې دي.

که د فواید عامې وزارت په خپل دې ناسنجشه او غیرمنظم معمول باندې له سره کتنه وکړي، باور دی چې اکثره ولایتي ریيسان او مامورین به په دې فساد کې د کلونو له‌پاره زندان ته ولوېږي.

په ولایتونو کې یو فاسد مافیايي سیسټم یا حلقې تشکیل شوې دي، دوی له یوې خوا د قرارداد ورکوونکيو او مالکانو په رول کې دي او له بلې خوا خپل خپلوان او شرکتونه د قراردادیانو په رول کې داوطلبیو ته راغواړي، نرخونه ورکوي، لارې چارې ورښيي، کمېټې تر خپل کنټرول لاندې ساتي او قراردادونه ګټي.

په اصل کې همدا خلک هم دولت دی هم خصوصي سکټور. هم فساد ته لاره جوړوي هم فساد کوي، هم سرکار دی هم رعیت.

دا ډول فاسده سلسله د افغانستان خلک مایوسه کوي او د دولت د ملي اعتبار زیانمنولو ترڅنګ، لویه ملي سرمایه له منځه ځي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */