سیاست کلتور او هنر مخکښان نړۍ

د وینسټون چرچېل په اړه لنډ معلومات

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري

بشپړ نوم یې (وینستون لیونارډو سپنسر چرچېل) و. په ۱۸۷۴ز کې زېږېدلی او په ۱۹۶۵ز کې ومړ. زېږد ځای یې د انګلستان (بلنهام پالاس آکسفوردشر) او د مړینې ځای یې د لندن (هایډرېک ګېټ) دی. ملیت یې بریټانیا او د محافظه‌کاره ګوند غړی و. مېرمن یې کلمیټن چرچېل وه. اولادونه یې دایانا، رانډلف، سارا، ماریګوېډ، مري سوماس وو.

چرچېل د انګلستان په آکسفوردشر کې سینټ مارټين کلیسا سره اوسېده. آره دنده یې (لیکوالي او سیاست) وو. دین یې (انګلیکان) و.

په (۱۹۴۰ز – ۱۹۴۵) دویمه نړیواله جګړه او (۱۹۵۱ز – ۱۹۵۵) کې د بریټانیا لومړی وزیر و. د بریټانیا د پوځ سرتېری و او د ۱۹۵۳ز د ادبیاتو نوبل جایزه یې هم ګټلې وه.

هغه د چرچېل کورنۍ تر ټولو اړینه او د سیاسي ډیپلوماسۍ تر ټولو نامتو څېره وه.

چرچېل کورنۍ درې نامتو څېرې درلودې:

۱-جان چرچېل (۱۶۵۰ز – ۱۷۲۲)

د چرچېل نیکه تر کرومول انقلاب وروسته بېرته خپل ځای ته ستون او سلطنت یې جوړ کړ. یوه اړینه سیاسي- نظامي څېره شوه، د اروپا په فیوډالي جګړو کې یې د خلکو ترمنځ د (دوک) لقب وګاټه. «دوک فرانسوي کلمه ده، اصیل او نجیب مانا ورکوي/ ژباړنه»

۲- رانډولف چرچېل (۱۸۴۹ز- ۱۸۹۵)

د جان چرچېل او سرفرانسیس ډریک لمسی چې د لومړۍ الیزابېټ د وخت سمندري غل و. رانډولف د نامتو چرچېل پلار و.

۳- وینسټون چرچېل (۱۸۷۴ز- ۱۸۹۵)

د رانډولف چرچېل زوی و کله چې دی وزېږېد، پلار یې د انګرېزو د مجلس یا جرګې غړی و. مور یې (جروم) د امریکايي ملیارډر لور وه.

اووه کلن و چې خصوصي ښوونځي کې یې نوملیکنه وشوه او زده‌کړې یې پیل کړې. بیا یې سنډ هرسټ پوهنتون ته  دوه ځلې ازموینه ورکړه، خو ناکام شو.

درېیم ځل ازموینه کې بریالی او نظامي برخه یې پیل کړه. د ښوونځي له دورانه یې سورلۍ او لامبو خوښېده. په نظامي زده‌کړو کې یې هم سواره نظاميتوب وټاکه.

پلار یې د ده له فارغېدا سره سم ومړ. چرچېل هیله درلوده چې په ښکیلاکګرو جګړو کې یو مهم رول ولري او امتیاز لاسته راوړي، خو کوبا جګړه پیل او ده د (ډیلي ګرافیک) د خبریال په توګه ونډه پکې واخیسته.  په کیوبا کې د اسپانیايي دود مطابق د پاڼې سګرټ واهه او پر سګرټ روږدی شو. بیا یې د هندوستان او سوډان په جګړو کې برخه واخیسته.

په ۱۸۹۹ز کې یې د افریقایانو په بویر جګړو کې ګډون وکړ، خو هلته یرغمل او ونیول شو. چرچېل وکړی شول د دې خلکو له قیده وتښتي. بویریانو د ده د مړي/ ژوندي پر سر ۲۵ لیرې انعام کېښود. پرله‌پسې ماتو، تېښتې چرچېل مشهور کړ. ده هم له وخته ګټه پورته کړه، د محافظه‌کار ګوند په ټاکنو کې یې ځان پارلمان ته نوماند کړ او بریالی هم شو. وروسته بیا له دې ګونده جلا او له لېبرال سره یو ځای شو.

۱۹۰۸ز کې یې کلمنټین سره واده وکړ. چرچېل کې د آلمان ضد روحیه خورا پیاوړې وه. ۱۹۱۴ز کې یې پر ګالیپولي شبه جزېرې د برید امر وکړ. دا عملیات یې د دولت بې اجازې او ناخبره وکړل چې په یوه ناورین واووښتل. د همدې لپاره له دندې ګوښه شو.

چرچېل له حکومته وغوښتل چې دی د فرانسې خونړۍ جګړې ته واستوي. ۱۹۱۴ز کې بېرته انګلستان ته ورستون شو او د جګړې وزیر په توګه وګومارل شو چې د شوروي ضد جګړې د امر ورکولو واک هم د ده شو. له بلشوویکیانو یې خورا ژوره کرکه کوله.

۱۹۲۴ز کې د انګرېزیانو د مالیې وزیر شو. ۱۹۲۷ز کې ایټالیا ته ولاړ او موسولیني سره یې وکتل. د موسولیني او فاشیزم ډېره ستاینه یې وکړه. ۱۹۳۳ز کې یې د راتلونکې سختې جګړې وړاندوینه وکړه چې آلمان به پکې مسلح و. دې وخت کې یې د بریټانیا له استخباراتو سره اړیکې ټينګې کړې چې د آلمان د وسله‌وال کېدو اړوند دقیق او کره مالومات یې ورکول.

پر لهستان(پولنډ) د آلمان تر برید وروسته د چمبرلین د اوبو (سیند ساتنې) وزیر شو. پر اروپا د آلمان له برید سره سم دولت د کابینې جوړولو مسوولیت چرچېل ته ورکړ.

ده ډېر چټک د هېواد د وسله‌وال کېدو امر وکړ او په فرانسه کې ښه ولوبېد. سره له دې چې فرانسه خورا ډېره د آلمان له کلکو ضربو زیانمنه شوې وه، له انګلستان څخه یې په ډېر ټينګار د هوايي ځواک غوښتنه وکړه او چرچېل دلته هم د آلمان پر وړاندې سخت مقاومت وکړ.

داسې حال کې چې د بریټانیا هوايي ځواک تر خپل رقیب یا سیال ډېر وروسته پاتې و، خو چرچېل له خپلو کمو امکاناتو سره بیا هم د منظم او سم کنټرول له وجهې د آلمان د هوايي ځواکونو قوماندان (مارشال ګورینګ) شاتګ ته اړ وېست. د ۱۹۴۰ز په پای کې چمبرلین ومړ او چرچېل د محافظه‌کار ګوند په مشرۍ وټاکل شو.

د ۱۹۴۱ز په پسرلي کې یې پر آلمان د شوروي د برید په هکله خبر خپور کړ چې امریکایانو تر آلمانه ورساوه، په پای کې یې آلمان پر شوروي برید ته وهڅېد، خو بلاخره دا خبر د انګلستان له خوا جعلي ثابت شو.

ده به ویل که هټلر وغواړي پر دوزخ برید وکړي، موږ ته بویه چې له شیطان سره یو لاس او متحد شو. پر روسیې د آلمان تر برید وروسته ده د بي بي سي په یوه راډیويي خپرونه کې له روسیي ملاتړ اعلان کړ او له دې سربېره یې امریکا هم د روسیې ملاتړي ته هڅوله. د جګړې په بهیر کې یې تقریباً ۱۲۰ ورځې له روزولټ سره لیدنه کوله چې ریکارډ ورته ویلی شو.

په ۱۹۴۲ز کې کله چې په اسټالین ګراډ کې د مارشال پاولوس په قوماندانۍ د آلمان شپږم پوځ مات شو، پر کاروانونو د آلماني تحت البحري پوځ د برید په پلمه، آلمانیانو ته یې د جنګي وسلو پر استولو (صادراتو) بندیز ولګاوه. ده د دې په‌پار چې وکولی شي د آلمان-شوروي جګړه وڅاري، امر یې وکړ چې په ختیځه او اسټالین ګراډ جبهه کې د افریقا په شمالي څنډو کې د جګړې تر بري وروسته د کلیساوو زنګونه د بریا د اعلان په موخه ووهل شي.

کله چې شوروي وغوښتل اروپا کې خپل ښکېلاک پیل کړي او د لویديځ پر لور یې پرمختګ شروع کړ، چرچېل د شوروي د مخنیوي په موخه د دویمې جبهې جوړولو ته سخت لېوال شو. ده خورا لېوالتیا لرله چې د اروپا په ازادو شویو سیمو کې ارتجاعي حکومتونه پر خلکو وتپي.

په همدغه موخه او تفکر یې د ۱۹۴۴ز په پای کې، ۶۰ زره سرتېري د جنرال اسکوبي په رهبرۍ یونان ته واستول او داسې یې ورته وویل:

“هغو سیمو کې چې بلوا (پاڅون/ بغاوت) اوج ته ورسېد، خلکو سره یې داسې کړه وړه راواخلئ، لکه زموږ تر ښېکلاک لاندې چې وي.”

د دې حکم په پلي کولو سره سرتېرو د نازیانو په څېر، خلک په سرو وینو کې ولمبول. ده غوښتل چې د آلمان تر تسلیمېدا وروسته د دې هېواد خلک بېرته تسلیح کړي، د شوروي پر وړاندې جګړې ته یې واستوي، نو انګرېز جنرال مونټ ته یې حکم وکړ چې په خورا غور سره د آلمانیانو وسلې راټولې کړي، داسې چې بیا بېرته وکولی شي هغه پرې ووېشي. دا کړنه یې د دوښمن پر وړاندې د ده خورا دوه‌مخیتوب او مکرجنتوب څرګندوي، خو ظاهراً بیا د شوروي او انګرېزیانو اړیکې سمې وې.

ده داسې یوه لوبه سنجولې وه چې د هغې په مرسته یې د آلمان د زور او قدرت په کارولو غوښتل شوروي ماته کړي. کله چې په ۸/۵/۱۹۴۵ز کې آلمان تسلیم او خلک د جشن په موخه پر سړکونو راتويې شول، ده وویل: “زما په اند د شوروي ګواښونو د نازي آلمان ځای ونیو.

کله چې د پوتسدام په غونډه کې اټومي بَم ته د امریکا په لاسرسي خبر شو، لومړنۍ هغه خبره یې چې په ذهن کې وګرځېده دا وه چې کولی شي دا بم د شوروي پر ضد وکاروي، خو د مې په ۲۳ مه یانې د آلمان تر تسلیمېدا یوازې ۱۵ ورځې وروسته چرچېل اړ شو چې استعفا ورکړي.

د دې استعفا لامل یې دا و چې خلکو نه غوښتل داسې کس ته رایه ورکړي چې هغه د سولې نه، د جنګ خبرې کوي. همدا و چې ناکام هم شو. وروسته یې د میسوري ایالت په ویسټ مېنسټر پوهنتون کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل چې جګړه پای ته نه ده رسېدلې، ځکه سوړ جنګ پیل شوی دی. د د یوې بلې جکړې وړاندوینه هم وکړه چې وروسته وروسته یې پيلوونکی شو.

د ده په دې وینا کې د وسپنیزې پردې (موخه یې د شوروي  ظالمانه حکومت او استبدادي چلن و) یادونه وکړه. ډېری کسان ګومان کوي چې دا پخپله چرچېل رامنځته کړی و. د ۱۹۵۱ز د اکتوبر په ۲۵ درېیم او اخري ځل لومړی وزیر شو.

دا وخت ۷۷ کلن و. ۱۹۵۲ز کې امریکا ته لاړ. په کنګره کې یې په سختو ټکو د شمالي کرې پر ضد د جګړې ملاتړ وکړ. په دغه وخت کې له جسمي پلوه خورا کمزوری شو. په ۱۹۵۳ کې د اسټالین پر مړینه هېڅ خپه نه شو او په ۱۹۵۲ کې د آلمان صدراعظم له انګرېزو سره دوه تړونه لاسلیک کړل. همدغو کړنو یې ثابته کړه چې دی په رښتیا هم خورا دوه مخی انسان و.

په ۱۹۵۵ز کې دویمه الیزابټ له خپل خاوند سره د چرچېل مېلمستیا ته ورغله او چرچېل پر همدې ورځ خپله استعفا ورته وړاندې کړه او هغې هم ومنله. هغه په داسې حال کې چې د پاڼې سګرټ یې څکه، دوې ګوتې یې د بریا په نښه خلکو ته ښورولې له ښاره بهر د خپل کور پر لور وخوځېد او نور یې له سیاست سره مخه ښه وکړه.

۸۷ کلنۍ کې پر ځمکه ولوېد او د ورانه هډوکی یې مات شو. د ۱۹۶۴ز په پای ورځو کې یې ۹۰ مه کلیزه وه چې ویې نه نمانځله. د ۱۹۶۵ز په لومړیو کې والګي ونیو، بستر شو. د جون په ۱۵ مه مغزي سکته (مغزي خونریزې) وکړه، کوما ته ولاړ او د جون په ۲۴ مه یې د مړینې اعلان خپور شو. جنازه یې د پلار و مور په هدیره کې چې د دې زېږدځای بلنهام کې وه، په ډېر شان او شوکت خاورو ته وسپارل شوه. هغه پر دې اند و چې ډیموکراسي تر ټولو بده حکومتولي ده.

ویسنټون چرچېل کله چې له خپلې مېرمنې سره په ۱۹۴۷ز کې اروپا ته، ته، نو یو سګرټ یې نیم څکولی او نیم یې مړ کړی، بیا یې په الوتکه کې پرېښی و. د الوتکې پیلوټ (چلوونکي) دا سګرټ د یادیزې په توګه ساتلی و چې ۱۲ زره پونډه وپلورل شو. یو بل سګرټ یې هم چې په ۲۰۱۵ز کې وموندل شو، ۲ زره پونډه خرڅ شوی دی.

ایټالیایي خبریالې اوریانا فالاچي له چرچېل سره مرکه کړې وه:

د چرچېل ځواب دې پوښتنې ته:

ایرلینډ ولې مستعمره نه شو؟

ښاغلیه لومړي وزیره! تاسو ولې د یو استعمار شوي دولت جوړولو ته د هند بحیرې هاخوا ځئ، چې شرقي هند جوړ کړئ؟ نه کېږي همدلته تر سترګو لاندې ایرلینډ کې یې جوړ کړئ چې کلونه تاسو سره پر جګړه بوخت دی!؟

وینسټون چرچېل تر لږ غور وروسته ځواب ورکړ:

د دې کار کولو لپاره دوو اړینو توکو ته اړتیا ده چې هغه دواړه په ایرلینډ کې نشته!

خبریالې په حیرانۍ پوښتنه وکړه: کوم دوه توکي؟

چرچېل ځواب ورکړ: (ډېر ناپوهان او لږ خاینان).

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ