د کرکېټ مشهورې وېب پاڼې کرېک بز ویلي، نیوزیلنډي لوبغاړي او د حېدراباد کپټان کېن ویلیمسن افغان لوبډله په ۲۰۱۹ م کال کې بریالۍ لوبډله یاده کړې او کولای شي، چې ښې لوبډلې وننګوي.
ویلیمسن ویلي افغان لوبډله کولای شي، چې ډېرې لوبډلې ماتې کړي.
ده ویلي د نړۍ غوره لوبغاړي لکه محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران له دې لوبډلې سره ملتیا کوي او نړۍ کې یې ستر لیګونه لوبولي دي.
کېن ویلیمسن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا افغان لوبډله به ماته کړئ؟ ویلي:
«افغان لوبډلې ته باید مونږ په عادي نظر ونه ګورو، مونږ باید له افغان لوبډلې سره په پوره تدبیر ولوبېږو او باید له احساساتو ډکه لوبه وکړو.»
کین ویلیمسن د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو ته اشاره کړې او هلته د افغان لوبډلې مثال لکه د غر یاد کړی.
د نیوزیلېنډ لوبډلمشر زیاتوي په اسیا جام کې بنګله دېش او سریلانکا ته ماتې ورکول، له هندوستان سره لوبه مساوي کول او له پاکستان څخه په ډېر کم توپیر ماته خوړل د افغان لوبډلې د بریا نښې دي.
نوموړی وایي زه د خپل لید لوري پر بنسټ وایم، چې افغان لوبډله نړیوال بالېنګ لاین لري او توپ وهنه یې هم خورا ښه شوې ده.
کېن ویلیمسن داسې نظر لري، یو وخت به وي چې افغان لوبډله د نړیوال جام اتلولي جنګ ځپلي افغانستان ته وړي.
کېن ویلیمسن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ایئن مورګن د نړیوال جام اتلولۍ لپاره خپله انګلستانۍ لوبډله، د هند او پاکستان لوبډلې ګټونکې اعلان کړې وې، خو اسټرالیا چپېل بیا اسټرالیا، انګلستان، هند، نیوزیلېنډ او سهیلي افریقا بریالۍ لوبډلې بللې وې.
دوی دواړو د افغانستان هیڅ یادونه نه وه کړې؛ خو کین ویلیمسن بیا له افغان لوبډلې وېره ښکاره کړې او هغه یې مناسبه لوبډله بللې.
که څه هم افغان کرکټ بورډ تر اوسه نړیوال جام لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې؛ خو کېن ویلیمسن سر له اوسه د افغان لوبډلې ستاینه کړې او د هغوی شتون یې په نړیوال جام کې مثبت ارزولی دی.
تر دې وړاندې د افغانستان غوره الراونډر محمدنبي عیسی خېل هم ویلي ول، چې افغان لوبډله کولای شي نړیوال جام کې لوبډلې مغلوبې کړي.
افغانستان او نیوزیلېنډ د جون په اتمه نېټه د نړیوال جام ۱۳ مه لوبه کوي.
کېن ویلیمسن د کرېک بز له وتلي کمېنټېټر هارشا بوګلی سره مرکه کړې، چې دا مرکه په هندي ژبه کرکټ فور اسیا په نامه یوټیوب چېنل هم راخېستې ده.