د میړه په سمارټ ټیلیفون نه ورکولو، مېرمنې ځان سوځولی دی

د سمارټ ټیلیفونو استعمالولو عادت، ډېری خلک غلطو کړنو ته اړ کړل، چې اوس د سمارټ فون په هکله یوۀ افسوسناکه پېښه رامنځته شوې ده.
د هندي رسنیو په حواله، په ډهلي کې ۲۹ کلنې “جیوتي ” خپل میړه ته د سمارټ موبایل اخیستلو ویلي و، تر څو د دې اولادونه هم د ښوونځي له انلاین زده کړو برخمن شي، خو میړه یې ورته له اخیستلو انکار کړی.
ښځې هم خپل ځان ته اور ورته کړی، چې پولیس د اطلاع سره سم زر د پېښې ځای ته رسېدلي او نوموړې مېرمن یې نږدې روغتون ته رسولې.
روغتون ته د رسیدو وروسته ډاکټران پولیسو ته وایې، چې د ۲۹ کلنې جیوتي بدن د ۹۰ سلنه سوځېدو مړه شوه.
میړه یې پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي، چې د جیوتي سره یې د واده ۷ کاله کېږي، دوه اولادونه لري او جیوتي راباندې د سمارټ فون اخیستلو فشار راوړلو، چې حتمن به راته سمارټ فون اخلي.
د میړه په وینا یې؛ ما جیوتي ته ویل چې اوس خو قرنطین دی، وروسته له قرنطین ختمېدلو به یې درته واخلم.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.