ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

میرمنې دې په ګډ ژوند کې له دغو کارونو لاس واخلي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

اوس دا مسئله بېخي واضح سوې ده چي نارینه او ښځینه له بلها روحي، خلقي او جسمي تفاوتونو درلودونکي دي، خو د دغو تفاوتونو له بیانولو څخه چاره هم نسته څو توانېدلي يوو چي مېړه مو شاهزاده او ماینه مو شهزاده ګۍ او ملیکه جوړه کړې وي. تر هغو چي د ټولني وګړو دغه توپيرونه پېژندلي نه وي په ژوند کي بې تفاهم نه وي او له ژونده به ناراضه او ناخوښه وي.

دا جمله هم درسره په یاد لرئ چي: د مېړه په مقابل کي مو هیڅکله همدردي مه کوئ. د نارینه وو همدردي نه خوښېږي او ستاسي د همدردۍ په وړاندي به خپل نارینه يي غبرګونونه ښکاره کوي لکه:

  • ته نه پوهېږې چي زه څه وایم!
  • ولي مي دا هرڅه تا ته وویل؟!
  • تر دې چي بیده سوی وای ښه به و نه دا چي هرڅه مي تاته وویل او کومه فایده ئې و نه کړه.
  • ولي زما خبرو ته لکۍ ورکوې؟!

دغه جملې او یا دغو ته ورته هغوی چي ستاسي د همدردۍ په جواب کي تاسي ته ویل کېږي، په هیڅ وجه د ښځینه وو د روحیاتو سره مطابقي او خوشحالوونکي نه دي. نو څه به کېږي؟ دوه متفاوت کسان یو له بله په دوو بېلابېلو جوړښتونو سره باید زده کړي چي څنګه یو له بل سره د نظریاتو تبادله وکړي.

مېړه چي همدا اوس کور ته را رسېدلی دئ

له شک پرته ستاسي ښځینه وو احساسات او عواطف داسي دي چي کله کور ته ننوزئ او مېړه مو ووینئ، زړه مو غواړي چي د خپل پلي تګ په باره کي چي په پارک یا چمن کي مو کړی دئ – لااقل پنځلس دقیقې خپل مېړه ته خبري وکړئ او هرڅه نقطه په نقطه ورته ووایاست خو نارينه داسي نه دي.

په ژوند کي کله چي ستاسي مېړه له کاره کور ته راځي، د نوموړي له پاره خوشحالوونکی حس سکوت او چوپتیا ده چي تاسې ورته برابروئ؛ البته د پرله پسې جملو په ویلو سره لکه سلام او ستړې مه سې او همدارنګه یو ګیلاس چای یا جوس.

کله چي ستاسي مېړه کور ته راځي، لږ ګړی هوساینه ورکړئ باور وکړئ چي په نیم ساعت کې ټوله خستګي رفعه کېږي او بیا نو ورڅخه له سهاره تر ماښامه چې څه لیدلي یا کړي دي – وپوښتئ. نارینه دغه نیم ساعته سکون او آرامش ته اړتیا لري.

ښه او بد خبرونه مه وروسته کوئ

دا چي خپل مېړه ته نیم ساعته استراحت ورکوئ، اصلاً دغه معنا نه لري چي که ښه خبر وي یا خدای مه کړه بد خبر مو اورېدلی وي – خپل مېړه ته بې نه وایاست؛ بلکي وې وایاست. که مو یو ښه خبر اورېدلی وي او غواړئ چي خپل مېړه ته ئې ووایاست حتمي مو باید خوشحالي له څېرې څخه معلومه سي. په مازدیګر کي له یوه ګیلاس زعفراني چایو سره مېړه ته ښه خبر ویل به حتمن جذاب وي او د مېړه نیم ساعته خستګي به مو ډېره ژر ختمه سي.

او که مو غوښتل چي مېړه مو له یوه بد خبره خبر کړئ، کوښښ وکړئ چي څېره مو ناراحته او اندېښمنه معلومه نه سي. موضوع لږ لږ او له مقدمې سره چي مېړه مو له روحي اړخه د موضوع یا خبر اورېدو ته چمتو کړي، بیان کړئ.

په یو وار د ناخوښه یا بد خبر ویل کېدای سي چي تاسي یوه آرامه شپه او استراحت و نه لرئ. په هر حال، بد خبر کېدای سي چي له ورځني کاره د خسته کېدو هغه وي. بس نو نارينه همداسي دي.

یوازي غوږ ونیسئ

کېدای سي تاسي ورسره مخامخ سوي یاست چي کله مو مېړه کور ته له کاره راځي له هغه وغواړئ چي د خپلي کاري ورځي په اړه تاسي ته خبر یا معلومات درکړي. ډېر کم نارینه کېدای سي خپله د ارواپوهنيزو کتابونو مطالعې ته په پام سره چي لوستلې دي، پوه سي چي ستاسي خوښېږي چي دوئ درته د خپلي کاري ورځي په اړه لنډ معلومات درکړي.

خو د ډېری نارینه وو په جوړښت کي د ورځنیو پېښو او کارونو بیانول نه دي برنامه ریزی سوي. نو که تاسي له دغسي نارینه وو څخه وغواړئ چي د خپلي تېري کړي ورځي په اړه درته ووايي، باید پوه سئ چي فقط غوږ نیوونکي اوسئ پرته له دې چي همدردي ورسره وکړئ.

کېدای سي ستاسي همدردي ډېر ژر هغوی پر خروښ راولي. داسي نه چي ستاسي همدردي ښه کار نه دئ. نه داسي نه ده. بلکي د نارینه وجودي جوړښت دغسي دئ چي ستاسي همدردي د خپل ځان ضعف او کمزوري ګڼي او له دغه احساسه تښته کوي.

کله چي ستاسي مېړه خبري کوي فقط آرام غوږ ورته ونیسئ او ورسره د همدردۍ یا حللاري ورکولو په فکر کي مه اوسئ. بس چي دوندي مو وکړل چي وکولای سئ د خپلي ورځي په اړه ورسره خبري وکړئ ډېر غوره او عالی دي. مطمئین اوسئ چي په راتلونکو ګامونو کي به لا ډېر بريالي یاست.

د راتلو له پاره ئې آماده اوسئ

د نارینه وو خوښېږي چي وویني ستاسي په ژوند کي قدر او اهمیت لري. هغوی دغه اهمیت ستاسي په ظاهر او کور ته په راتګ کي ستاسي په آمادګۍ کي ویني. موږ نه وایو چي همېشه دي تاسي د کور د کارونو کولو په حال کي اوسئ خو کوښښ وکړئ چي وښیاست چي تاسې د زحمتونو په قدر پوهېږئ او د هغه له پاره د امن او خوندیتوب یو محیط جوړوئ. تر یوې خسته او ستړي ورځي تېرولو وروسته بل هیڅ شی دوندي ستاسي د مېړه خستګي نه سي لېري کولای لکه ستاسي خندانه څېره چې لېري کولای سي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي