د مېرمنې او خاوند ترمنځ له لانجې وروسته، باید دا کارونه ترسره نه شي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د مېرمنې او خاوند ترمنځ له لانجې وروسته، د هغوی له خوا ځینې ناسم کارونه ترسره کېږي، چې د جوړو ترمنځ خواشیني اوږدوي. ښایي ورته پام مو نه وي شوی، هغه څیزونه، چې له لانجې وروسته یې په ژبه راوړئ، کولای شي، د ژوند په شریک باندې مو ډېره زیاته بده اغېزه وکړي، داسې چې هېڅکله یې هېر نه کړي.
په دې لیکنه کې په هغو کارونو باندې رڼا اچوو، چې د مېرمنې او خاوند ترمنځ له لانجې وروسته یې باید جوړې پرېږدي او نور یې تکرار نه کړي. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ سوړ چلند مه کوئ
تر ټولو سترې تېروتنې، چې افراد یې له لانجې وروسته کوي، دا دي، چې د خپل ژوند شریک نالیدلی نیسي او له هغه سره خبرې نه کوي، دا کار د دې سبب ګرځي، چې هغه فکر وکړي، دا خبرې نه کول، یو ګواښ دی او بل ځل له تاسو سره خپل احساس شریک نه کړي، نو هېڅکله له لانجې وروسته دا کار مه ترسره کوئ، بلکې د خپل ژوند له شریک څخه لږ فرصت او وخت وغواړئ، ترڅو وکولای شئ، خپله غوسه او اندېښنه له منځه یوسئ.
۲ ـــ خبرې یې په خپلو ماغزو کې مه ساتئ
که د لانجې په لړ کې د ژوند شریک مو تاسو ته کوم څه وویل، چې له امله یې خواشيني شوئ، نو په همغه وخت کې ورته ووایئ او په زړه کې یې مه ساتئ. که له لانجې وروسته هم د خپل ژوند له شریک څخه خواشیني او خپه یاست، نو خپل ځانته لږ وخت ورکړئ او ډېر ژر هغه ته مه نږدې کېږئ.
۳ ـــ که اوس هم خواشینې ده، په یوه (خواشینی یم) باندې بسنه مه کوئ
کله چې د لانجې پرمهال مو د خپل ژوند شریک ته داسې خبرې کړې دي، چې خپه کړی مو دی، نو په یوې ساده بښنې غوښتلو سره بسنه مه کوئ او غوره ده، چې د خپلې بښنې غوښتلو په باب توضیحات ورکړئ او هغې ته ووایئ، چې څنګه هغه تېروتنه بیا نه تکراروئ.
۴ ـــ د لانجې کولو لپاره بهانې مه لټوئ
که بده ورځ مو لرله، غوسه او خپه یاست، کور ته د تګ پرمهال، خپلې ټولې اندېښنې له خپلې مېرمنې سره شریکې کړئ، هغې ته یې ووایئ، ترڅو هغه تاسو لا زیات درک کړي او په دې باندې پوهه شي، چې تاسو د نورو ورځو په پرتله نن ډېره بده ورځ تېره کړې ده.
دا تګلاره د دې سبب ګرځي، چې تاسو خپله لانجه د ورځنیو پېښو لکه: بده کاري ورځ مو لرله، سر خوږی مو درلوده، د شپې له خوا سم نه یاست ویده شوي او نورو په غاړه ور وانه چوئ، ځکه دا کار ستاسو او د مېرمنې په حق کې مو سم او عادلانه نه دی.
۵ ـــ که بیا مو لانجمنه موضوع را منځته کړه، نو بې پروا مه اوسئ
که له لانجې وروسته د ژوند شریک مو وغوښتل، چې لانجمنه موضوع بیا رامنځته کړي، هغه ته بې پامي مه کوئ، نالیدلی یې مه نیسئ او هغه ته ووایئ، وروسته له دې یې چې ښه فکر وکړ، هره پوښتنه یا خبره چې لري، نو اورئ یې.
باید په دې باندې پوه شئ، په دې وخت کې د خپل ژوند شریک ته بې پامي، له چیغو وهلو څخه بد دي، نو که دا کار مو ترسره کړی وي، نو له هغه څخه بښنه وغواړئ او خبرو ته یې غوږ ونیسئ.
۶ ـــ کنایه ویلو ته دوام مه ورکوئ
د ژوند له شریک سره تر لانجې وروسته، له هغه سره د کنایې او دغه راز په نېښ لرونکې ژبه خبرې مه کوئ او هېڅکله هغه ته سپکاوی مه کوئ، ځکه د سپکاویو هېرول ډېر سخت او ستونزمن کار دی، نو هرومرو آرامه واوسئ او خپل د ژوند شریک ته په ډېرې آرامتیا سره توضیحات ورکړئ، چې ولې له لاسه یې غوسه یاست.
۷ ـــ په دې باندې تمرکز مه کوئ، چې څه څیزونه د لانجې سبب شوي دي
پرځای د دې، چې په ذهن کې مو په لانجې باندې مرور وکړئ، د خپلو ستونزو د حل لپاره لارې چارې پیدا کړئ او پرې تمرکز وکړئ.
۸ ـــ مه وایئ، چې کومه موخه مې نه درلوده
دا چې تل په هغو څیزونو باندې، چې ویلي مو دي او یا مو هم نه دي ویلي مرور وکړئ، وګورئ، چې موخه مو لرله او یا مو هم نه لرله، د دې سبب ګرځي، چې ټول تمرکز مو په تېر باندې وي، تر دې چې وکولای شئ، د هغه وضعیت لپاره د حل لاره پیدا کړئ، نو هېڅکله د خپل ژوند شریک ته مه وایئ، چې موخه مو نه لرله، ځکه د دې خبرې کول، اوضاع لا پسې خرابولی شي.
۹ ـــ د دې لپاره، چې لانجه مو کړې ده، ځان مه ځوروئ
که د جوړې اړیکه ارزښت ولري، نو دواړه لوري په خپلې اړیکه باندې کار کوي او په هر حال د نظر د اختلاف په خاطر بحث او لانجې هم رامنځته کېږي، دا ډېر مثبت کار دی.
هغه اړیکې، چې په جدایي او خیانت سره پای ته ورسېږي، په هغو کې جوړې له یو بل سره ډېر کم بحث او لانجه کوي، نو که د خپل ژوند له شریک سره بحث او لانجې لرئ، اندېښنه مه کوئ، باید په دې باندې پوه شئ، چې ډېری وخت دا بحثونه مثبت اړخ لري.
د لانجې پرمهال بدني ژبه
کله چې له یو بل سره لانجه او مخالفت کوئ، په دې لانجه کې مو بدن د هغو کلمو په پرتله ډېر ګډون کوي، کومې چې بیانوئ یې. موږ د لانجې پرمهال ډېری خبرې نه کوو، خو سترګې یا د لاسونو حرکتونه او د غږ رېږدېدا مو ډېر څیزونه ښکاره کوي.
د سترګو ګردول
د لانجې پرمهال د سترګو ګردول او د مخ په حرکتونو کې بدلون راوستل، د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو د خپل ژوند د شریک خبرو ته پام نه کوئ او فکر کوئ، چې تاسو په حقه یاست او هغه ناسمې خبرې کوي، چې خبرو ته یې ارزښت نه ورکوئ.
لاسونه مو د خپلې سینې شاوخوا تړئ
دا حرکت د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو د بې دفاعۍ احساس کوئ او د خپلې سینې شاوخوا ته د لاسونو په تړلو سره، په دفاعي حالت کې مېشت شوي یاست او یا وېرېدلي یاست.
د خپل ژوند د شریک په لور د ګوتې پورته کول
دا کار د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو هغه د شخړې او لانجې سرچینه ګڼئ او هغه لانجې او شخړې، چې ستاسو ترمنځ پېښې شوي دي. سبب یې هغه دی.
د خپل ژوند له شریک څخه مخ ګرځول
کله چې تاسو د خپل ژوند له شریک څخه مخ وګرځوئ، یانې دا چې نه مو خوښېږي بحث دوام پیدا کړي او له دې وضعیت څخه خپه او اندېښمن یاست.
په خپل خاوند پسې خبرې کوئ
د دا ډول کار ترسره کول، د دې ښکارندویي کوي، چې ډېر زیات غوسه یاست او په هغه پسې په خبرو کولو سره، د چلند په اړه یې خپله غوسه څرګندوئ.