فبروري 26, 2021

څیړنه: ۶۸ سلنه میرمنې او ۷۵ سلنه میړونه یو بل سره دوکه کوي

د ویلیم پارک لیکنه – ژباړه او سپړنه: یونس تسکین
د امریکا له مرستیال ولسمشر، مایک پينس نیولې، په یو شمیر چارواکو او عادي خلکو شک دی، چې له خپلې میرمنې سره صادق نه دي. بالعکس، په ځينو میرمنو هم شک دی، چې د خپلو میړونو سره دوکه او دروغ کوي.
د یوې تازه څيړنې پایلې، چې بي بي سي انګلیسي خپرې کړي، لیکي چې ۷۵ سلنه نارینه او ۶۸ سلنه ښځینه د خپل ژوند له شریک سره په یو ډول نه یو ډول دوکه کوي. بل پلو ځینې تحقیقونه دا هم وايي، چې د میرمن او خاوند د دوکه ورکولو فیصدي یو ډول ده.
بده يې لا ده، چې یواځې پينځه ۵ سلنه نارينه/ښځینه پوهیږي، چې شریک يې ورسره دوکه کړې او یا هم دوکه کوي. پاتې نور يې ان شک هم نشي کولای. دا نو د باور وروستی حد دی، چې ځینې خلک ترې ناوړه ګټه پورته کوي.
خو پوښتنه داده چې دوکه یا Cheating څه ته وايي؟!
د خپل ژوند له شریک سره چیټنیګ یا دوکه هر چا ته بیله معنا لري. د بېلګې په توګه، تقریبا هر کس ته دا دوکه او غداري ښکاري، چې میرمن/خاوند يې د کومې بلې جلۍ یا کوم بل هلک سره د یارانې تار ولري او ان خبره تر جنسي اړیکو ورسیږي؛ او دا د غدارۍ وروستۍ حد دی.
یو شمیر نور بیا وايي، چې که څه هم د مینې او جنسي اړیکو خبره نه وي، او یواځې د خولې ټوکې ټکالې وي، دا هم دوکه او چیټینګ دی. دوی وايي، د ژوند شریک يې باید له نورو نجونو/هلکانو سره ټوکې ټکالې ونکړي او که يې کوي او دوی پرې خبرې نه وي، نو دا درغلي او دوکه ده.
له ان لاین دوستانو او په ټولنیزو رسنیو کې د ملګرو سره ګپ شپ او مسیجونه هم ځينې خلک په اړیکه کې د دوکې په نوم معرفې کوي. یوه څیړنه خو دا هم وايي، چې تر ۲۵ سلنه خلک ځان ته یار/یاره له ان لاین طریقه پيدا کوي.
په کارځایونو او دفترونو کې د نارینو او ښځو له حده زیات صمیمي کیدل هم ځينې خلک چیټینګ یا په اړیکه کې دوکه بولي. دوی دا د هیجان دوکه یا Emotional Infidelity ګڼي.
ایا ښځه او خاوند یو بل سره د دوکه ورکولو په اړه غږیږي؟!
څیړنه لیکي، چې ۷۰ سلنه خلک په دې اړه نه غږیږي. دوی خو یا یو په بل ډیر باور لري او یا هم په دې اړه شک کول ورته د ستونزو د جوړیدو پيل ښکاري.
یاده څیړنه لیکي یواځې ۵ سلنه خلک یو په بل پوهیږي، چې ښځه یا خاوند يې ورسره دوکه کوي. پاتې نور يې په دې اړه په هیڅ هم نه پوهیږي.
څیړونکي وايي، چې میرمن او خاوند باید د چیټینګ یا دوکې ورکولو په اړه وغږیږي او حدود واضح کړي. دوی باید یو بل ته واضح کړي، چې تر کومه حده له یو بل کس سره مخ ته تلل، دوی نه خپه کوي.
که څوک خپلې ښځې یا میړه ته دوکه ورکړي، ایا ورته ووايي؟!
له (۹۰) سلنه ډیر خلک وايي، “هو”! دوی غواړي، چې پوه شي، ایا میړه/میرمن يې ورسره دوکه کړې یا نه. خو که ښځه یا خاوند اعتراف وکړي، چې درغلې يې کړې، نو د مقابل لورې غبرګون به څه وي؟!
غبرګون د مقابل لوري په شخصیت او ذهنیت پورې اړه لري. یو څه چې واضح دي، هغه دا ده، چې خپه به شي. خو پوښتنه داده، چې ایا معاف به يې کړي او یا هم به ترې طلاق واخلي؟
که څه هم په امریکا کې د طلاق اخیستو تر ټولو لوی علت د طرفینو همدا غداري بلل کیږي؛ خو تمه ده، که چیرې یو کس په خپله غلطۍ اعتراف وکړي او بښنه وغواړي، شاید معاف شي.
څیړونکي دا هم وايي، هغه میړونه او ښځې چې په ځان باوري او متقي وي، که د مقابل لوري په درغلۍ پوه شي، شاید اخطار ورکړي او د بیا ځلې تکرار په صورت کې سزا ورکړي. خو ځینې نور خلک، چې کم جرئته او د خلکو په خبرو پسې ګرځي، شاید دا مسایل له پامه وغورځوي او په زړه يې تیر کړي او یا هم شاید ژر خپله لاره جدا کړي.