ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

ولي د خاوند او میرمنې ترمنځ عاطفي اړیکي سړېږي؟ لاملونه او حللارې یې ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

ولي ډېری وختونه د مېړه او ماینې ترمنځ اړیکي سړېږي؟ حتمن به تاسي هم په خپله شاوخوا کي داسي جوړې لیدلي وي چي له واده څخه د څو کلونو په تېرېدو سره ئې نور هغه پخوانی خوند پاته نه وي او ترمنځ ئې عاطفي اړیکي سړې سوي وي. دا هغه موضوع ده چي زموږ او ستاسو په ټولنه کي بېخي ډېری کسان ورته اندېښمن دي. زموږ په دغه لیکنه کي د دغي موضوع پر لاملونو او حللارو درسره ږغېږو. زموږ سره ملتیا وکړئ:

د اولادونو خاوندان کېدل

څوندي چي په یوه ژوند کي د اولاد پیداکېدو ته والدین خوشحاله وي، په دې خاطر چي د دوئ د یوځای اوسېدو امکان ډېروي، هغوندي د مور او پلار د بې پروايۍ په خاصه بیا د مور د بې پروايۍ په نتیجه کي د اولاد پیداکېدل خپله یو د بل هېرولو او د مقابل طرف د پیکه کېدو له پاره یو علت و اوسي.

ستونزي سر پر سر کوټه کول

یوه ماینه او یو مېړه که هر څوندي هم یو خوږ ژوند ولري خو بالاخره داسي وختونه راځي چي ترمنځ ئې اختلافات پیداکېږي او د دغو اختلافاتو په وجه کېدای سي ځیني وختونه داسي خبري سره تا و بالا کړي چي دوئ هیڅکله باید نه وای ویلي. ځیني جوړې عُقدې او غوټي نه ختموي، په اړه ئې یو له بل سره خبري نه کوي او په دغه رقم له یوې کوچنۍ ستونزي څخه یوه غټه هغه جوړه کړي چي بیا نه په آسانۍ سره ختمېږي بل لا سبب کېږي چي کله د خپل ګډ ژوند په اړه فکر کوي، نو د پخوا تېري ترخې خاطرې ئې ور په یادېږي.

د ماینې او مېړه ترمنځ د جاذبې ختمېدل

ډېری جوړې د اولادونو تر پیداکېدو او څو کلونو تېرېدو وروسته داسي احساسوي چي نور نو د دوئ ژوند تر همدې پوري و! د خدای ج حلال ئې پر ځانو حرام کړي وي او د مېړه/ماینې پر وړاندي د هر ډول میني او مُحبت اظهارولو څخه پرهېز کوي، دا په داسي حال کي دي چي اړتیاوي او غوښتني پر خپل ځای پاته دي او همدغه له طبیعي غوښتنو او اړتیاوو څخه صرفنظر او چشم پوشي کول د طرفینو د بدخلقۍ او بهانه ګیرۍ سبب کېږي.

د تعلیم پوره کول او د کسب او کار علاقمندي

په ګډ ژوند کي له طرفینو څخه د هر یوه سره کېدای سي د تعلیم د پوره کولو فکر ور پیداسي یا و غواړي چي په خپل کسب و کار کي پرمختګ وکړي او خپل ډېر وخت او ډېره انرژي ورباندي ولګوي یا حتی کله چي په خپلو کارونو کي له بحران سره مخامخ سوي وي، هم له کوره دباندي خپل ډېر وخت تېروي او له روحي اړخه تر فشار او سټریس لاندي وي. که له دغو لاملونو څخه هر یو ئې په ښه ډول مدیریت نه کړل سي، کېدای سي چي د مېړه او ماینې ترمنځ اړیکو ته زیان ورسوي.

د وخت په تېرېدو سره تغیرېدل

د هغو دوو کسانو ترمنځ چي یو له بل سره د واده کولو پرېکړه کوي ډېر ګډ او مشترک ټکي سته، خو دا چي انسان د وخت په تېرېدو سره تغیر کوي له جوړو څخه هم هر یو (مېړه یا ماینه) د وخت په تېرېدو سره تغیرېږي، او دا تغیر داسي هم نه وي چي دواړه په یوه لوري تغیر کوي. ځکه خو نو تر لسو کلونو وروسته دواړو یو له بله د پیل له نقطې څخه په بېلابېلو جهتونو کي په کیلومترونو فاصله پیداکړې وي.

یو د بل د راجذبولو له پاره کار نه کول

نجلۍ او هلک چي یو د بل سره د یوځای کېدو له پاره هره هڅه کوله او یو د بل له پاره ئې له ښکلیو کلماتو استفاده کوله، اوس همغه څه نه کوي او یو او بل ته نور (کورنۍ، همکاران، همسایګان او…) د خپل ژوند تر شریک مهم تر سوي دي.

د یوې سمي اړیکي له پاره مهم اصول

د ژوند له ملګري سره مو د خپلو احساساتو او عواطفو په باره کي رښتیني اوسئ: هرکله چي د خپلو دنننیو عواطفو او احساساتو په مورد رښتینولي او صداقت ونه لرو، اړیکي مو د روحي او اخلاقي بدبختیو ښکار ګرځي. فلم کتل، تظاهر کول، پټ پټهاری او حتی درواغ ویل په یوه ګډ ژوند کي د صداقت او رښتینولۍ د نشتون په معنی نه دي.

له عاطفي – احساسي اړخه سخاوتمند اوسئ او هیڅکله خسیس او شریر مه جوړېږئ: احساسي او عاطفي سخاوت په دغه معنا دئ چي تاسي له کوم قید او شرط پرته د خپل ژوند له شریک سره آزادانه مینه او محبت وکړئ او له هغه/ې څخه خپله قدرداني او تشکري ښکاره کړئ. البته دا په دې معنا نه چي تاسي په هرو پنځو دقیقو کي ورته جار و قربان ووایاست، بلکي باید سنجیده او مناسب خپل سخاوت او پاک نیت ښکاره کړئ.

د ژوند له ملګري سره مو روحي – قلبي تعهد ولرئ، البته دغه تعهد باید دوه طرفه وي: مې هېروئ چي له جم و جوشه یو ډک واده، د الماسو ګوتمۍ، د واده په زړه پوري کالي او نور… هیڅ یو هم ستاسي سره د یوه بریالي او خوښ واده په درلودلو کي مرسته نه کوي او یوازي عاطفي او احساسي تعهد او ژمنتیا ده چي د عمر تر پایه ستاسي د ګډ ژوند ضمانت کوي.

د ژوند ملګری/ې مو د خپل تفکر او ذهنیت مینه وال/ه جوړ/ه کړئ: د نارینه وو او ښځینه وو د وجود تر ټولو په زړه پوري بخش د دوئ تفکر او ذهنیت دئ. نو کوښښ وکړئ چي د ژوند ملګری/ې مو پر خپل تفکر او ذهنیت باندي مئین/ه کړئ او هیڅکله له خپل ظاهر او اندام څخه د هغه/ې د متاثره کولو له پاره کار مه اخلئ؛ دا ځکه چي دغه کار ژر هېرېدونکی او تېرېدونکی دئ او د وخت په تېرېدو او د عمر په زیاتېدو سره ستاسي جذابیت او ښکلا کمېږي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي