مارچ 3, 2021

ولې د وېرې او اضطراب له امله سترګې پراخیږي؟

ژباړه: نسیمه محمدي
د ټورنټو پوهنتون پوهانو موندلې ده چې د وېرې او اضطراب له امله د سترګو غټېدل، د نورو کسانو سره هم مرسته کوي. پوهان مخکې تردې ډاډه نه وو چې ولې د وېرې او اضطراب په وخت کې سترګې لویېږي، خو اوس وایي چې دا عمل د دوه تاثیرونو کړنه ده. د سترګې مردمک د دغه غړي حیاتي او حساسه برخه ده چې د عنبیه په منځ کې ایساره شوې ده. د عنبیه په منځنۍ برخه کې یو سوری شتون لري چې د سترګې د مردمک په نوم یادېږي. د مردمک له لارې رڼا د سترګې داخلي برخې ته ځي، د رڼا د شدت سره د توافق لپاره، د سترګې مردمک کوچنې یا لویېږي. د سترګې د مردمک قطر د عنبیه د عضلو د خلاصېدو او تړل کېدو له لارې تغیر کوي.
وېره د سترګو د لویېدو لامل ګرځي
دا چاره د انسان سره مرسته کوي، ګواښونه د لید له نظره وپېژني او هغه څه چې دی یې ننداره کوي، نور ژر ترې خبر کړي. دا څېړنه چې د Psychological Science مجلې خپره کړې، ښیي چې د سترګو لویېدل د وېرې له امله، هم له خپله کس او هم له لیدونکو سره مرسته کوي. موندنې ښیي چې د سترګو لویېدل پراخ لید لوری جوړوي او له شخص سره د احتمالي ګواښونو د ځای په پیدا کولو کې مرسته کوي. همدارنګه دا حالت کولای شي یو ټکي ته د خیره کېدو او « هلته وګوره! » خبر سره مرسته وکړي تر څو هغوی هم د ورته ګواښونو په پېژندلو کې وړتیا ترلاسه کړي.
د سترګو له لویېدو یا غټيدو سره، انسان کولای شي د سترګې سپين یا صلبیه زیاته برخه وویني. څېړونکي پر دې باور وو چې دا کړنه کولای شي د عنبیې سره تضاد  زیاد، او ټاکلې ځای ښه واضح کړي. سر بېره پر دې، د سترګې مردمک د استرس او ذهني فشارونو سره هم غبرګون ښیي. کله چې ذهني فشار ډېرېږي د سترګې مردمک ځان راټول او کوچنی کوي تر څو استرس کم کړي. همدارنګه کله چې یو کس ته څيز څو دانې ښکاري د سترګو مردمک ځان راټولوي. دلته پوه شوو چې ولې وېره د سترګو د پراخېدو او لویېدو سبب ګرځي.
سرچینه: آسان طب