زیاته مطالعه د بیلتون تر کرښې ورسېده

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: واحد امیري 
یوې ښځې له خپل میړه څخه د ډېرې مطالعې له کبله طلاق غوښتی!
یوې ځوانې ښځې محکمه کې له خپل میړه څخه د طلاق اخیستوعریضه وکړه. دغې ښځې په دې کار سره خپل ګاونډیان حیران کړل، ددغې ځوانې ښځې د طلاق غوښتنه له خپل خاوند څخه د زیاتې مطالعې له کبله وه.
یو له په زړه پورې او تر ټولو لویه پېښه چې امکان لري د وخت په لړ کې زمونږ د هر یوه په ژوند کې رامنځته شي، په خپله خوښه واده کول دي، که دغه کار زمونږ په خوښه وشي، کولی شي زمونږ ژوند ته تغیر ورکړي او زمونږ ژوند د کامیابۍ لور ته روان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه هندۍ ښځه چې تر اوسه یې نوم نه دی روښانه شوی، د هندوستان په بوپال ښار کې په یوه کورنۍ محکمه کې له خپل میړه څخه شکایت کړی او له هغه څخه یې د جلا کېدو غوښتنه کړې.
دغې بې نومه ښځې په محکمه کې ادعا کړې، چې میړه یې هره ورځ د هندوستان UPSC ازموینې لپاره مطالعه کوي، له همدې کبله هغه هیڅکله له دې سره د قدم وهلو لپاره له کوره بهر نه وځي او ورسره خبرې هم نه کوي، په ورته مهال دغې ښځې ادعا وکړه چې میړه یې حتی د خپلوانو د لېدو لپاره هم نه ورځي.
نوموړې ښځې ویلي له دغو سختو حالاتو وروسته یې فیصله کړې چې، له خپل میړه څخه طلاق واخلي، میړه بیا په خپلو خبرو کې ویلې چې دی په ماشومتوب کې په دغه ازموینه کې د بریالي کېدو هیله په فکر کې لري او اوس کوښښ کوي، چې په ازموینه کې بریالی شي؛ نو ځکه یې خپل ټول وخت په مطالعه کې تېروي. د محکمې قاضي د دواړو له خبرو اورېدولو وروسته له ښځې څخه غوښتنه کړې، چې په خپله پرېکړه دې بیا فکر وکړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې، دغه دواړه میړه او ښځه به سره جلا شي او کنه؟

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.