ويسټ انډيز د سريلانکا څخه وروستۍ يو ورځنۍ لوبه هم وګټله

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ويسټ انډيز او سريلانکا کريکټ لوبډلو ترمنځ درېمه يو ورځنۍ لوبه تېره شپه ترسره سوه.

د ۳ يو ورځنيو لوبو د لړۍ درې سره لوبې ويسټ انډيز وګټلې او ميلمه لوبډلې په خالي لاس لړۍ پايته ورسوله.

د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او سريلانکا کريکټ لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سريلانکايانو د ۶ ويکټو په زيان سره ۲۷۴ منډي وکړې.

ډيسلوا ۸۰، اشين بنډرا ۵۵، ګوناتيلکا ۳۶ او کرونارتني ۳۱ منډي وکړې.

د ويسټ انډيز لپاره اکيل حسين ۳ ،همدارنګه الزاري جوزپ او جيسن محمد يوه يوه ويکټه واخيسته.

ويسټ انډيزيانو د ۵ ويکټو په زيان سره د ۲۷۵ منډو هدف ته ځان ورسوی.

ډرن براوو ۱۰۲،شی هوپ ۶۴ او کيرن پولارد ۵۳ منډي وکړې.

د سريلانکا لپاره سرنګا لکمل ۳،همدارنګه ډيسلوا،ټيسارا پريرا او ګوناتيلکا يوه يوه ويکټه واخيسته.

ويسټ انډېزۍ لوبډلې وکولای سوه چې په ۴۹م اوور کې په ۵ ويکټو سريلانکا ته ماته ورکړي.

د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه ډرن براوو ته ورکړل سوه او د سېريز د غوره لوبغاړې جائزه شی هوپ وګټله.

د سريلانکا او ويسټ انډيز ترمنځ د ۲ ټیسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه شپږ ورځې وروسته د مارچ په ۲۱مه پيلېږي.