خواړه روغه سټه

ولې مو ویښتان سپینیږي؟

لیکنه: الما افغان

ژباړه: آلماء افغان

کدای شي موږ ټولو سره همدا یو ډول فکر وي چې ولې مو ویښتان ژر سپینیږي؟ هڅه کوو بیلابیل لامبونه يې پیدا کړو خو؛ پرې برلاسې کیږي نه. دا یوه طبیعې خبره ده چې د ویښتانو طبیعې رنګ د انسان په ښکلا کې ډیر رول لري نو؛ څه ښه ده چې په ویښتانو داسې پام وکړو چې ژر سپین نشي.

د ویښتانو ساتنه د لمر د وړانګو څخه،همدارنګه د ملانوسیت په نوم سلولونه شته چې د تل لپاره د ملانین ترکیب تولیدوي چې، همدا ملانین د ویښتانو د تور رنګ ساتلو کې رغنده رول لوبوي.

د ویښتانو سپینیدل په بدن کې د موجود ملانین سره هیڅ ارتباط نلري. رنګه سلولونه د ملانین په جوړولو کې خاصو انزایمونو ته اړتیا لري او د ګډون کوونکو انزایمونو د توپیر پر اساس ، د ملانین خاص ډول تولیدوي. که ویښتان سره وي، ژیړ وي او یا هم تور وي دا په بدن کې د ملانین پورې هیڅ تړاو نلري.

دا پيښه هر وخت رامنځته کيږي په نارینه وو کې تر ډیره د ۳۰ کلنۍ او په ښځینه وو کې په ۳۵ کلنۍ کې د ویښتانو سپینیدل رامنځته کیږي.ملانوسیت په هرو لسو کلونو کې د ۱۰ تر ۲۰ فیسد پورې د رنګ د تولید ظرفیت له لاسه ورکوي.که څه هم ددې رنګونو د لاسه ورکولو مشخص علت ندی معلوم شوی  بلکې؛ پوهیږو چې د ویښتانو رنګ چې کله ایرو ته ورته کیږي نو؛ په دې وخت کې ملانوسیت غیر فعال وي. کله چې ملانوسیت په پوره توګه پیګمینټونه یا رنګونه ونه لري ویښتان سپینیږياو که چیرته د ملانین شمیر د یو ویښته څخه په عادې حالت کې لږ شي هغه ویښتان ایره ډوله یا سپین کیږي.

د ویښتانو تورو,نکې غذاګانې:

تجربو ښودلې په بدن کې د فلزاتو کمبود لکه؛ مګنیزم،تیتانیوم، اوسپنه او مس د ویښتانو د سپینیدو اصلې لامل بلل کیږي. د متخصصانو په آند هغه وګړي چې د ویښتانو د سپینیدو سره مخ کیږي باید میوې لکه؛ مڼه، ګلاس او په ټوله کې هغه میوې چې بیلابیل فلزات او مګنیزم لري همدارنګه د سبزیجاتو زیات استعمال لکه؛ هوږه، پیاز او نور هغه سبزیجات چې مګنیزم لري په خپل غذايې رژیم کې اضافه کړي. د مګنیزم او فلز لرونکو موادو ورځنی مصرف مو د ویښتانو د ژر سپینیدو څخه مخنیوی کوي.همدارنګه تجربو ښودلې د ورځې یوه قاشوغه مربا خوړل، د غنمو سبوس خوړل وریجې او نبات خوړل مو هم د ویښتانو د سپیندو څخه مخنیوی کوي او هم مو ویښتانو ته وده ورکوي.

مس هم بل عناصر دی چې کولای شي ستاسو پر ویښتانو ړښه اغیزه وکړي او د ویښتانو د سپینیدو څخه مخنیوی وکړي.همدارنګه: الوبالو، مڼه،لوبیا،کېله او دې ته ورته نورې غذاګانې چې مس لرونکې دې د ویښتانو د سپینیدو څخه مخنیوی کوي او نه پریږدي چې ویښتان مو ژر سپین شي.

یواځې زړښت ویښتان نه سپینوي:

باید وویل شي چې د ویښتانو سپینیدل د زړښت یوه علامه ده بلکې؛ تل د ویښتانو سپينیدل د زړښت په معنا نده. بلکې؛ د ویټامین بې۱۲ کمښت، د تیروئید ناروغې، د دفاعې سیستم ناروغې، سیګرټ څکول( په سیګرټ څښونکې کې د ویښتانو د سپینیدو لامل په هغه افرادو کې چې سیګرت نه څکوي څلور برابره ده). د وینې کمښت، اوږده او سخت غذايې رژیم ، ارثي عوامل او په ټوله کې د وینې سپین کرویاتو د ناروغۍ زیات والی د ویښتانو د سپینیدو لامل ګرځي.

د ویښتانو د سپینیدو په تعریف کې راغلې هغه وګړي چې سپین پوستکی لري د شل کلنۍ وړاندې يې ویښتان سپینیږي او هغه وګړي چې تور پوستکې دي د دیرش کلنۍ وروسته يې ویښتان سپینیږي. البته د تغذیوي عواملو، جنیتکې عواملو پر بنسټ دغه ذکر شوی سن تغیر کوي، د ډیرو وګړو ویښتان په ارثي ډول سپینیږي چې دا عوامل ورته له والدینو په میراث کې پاتې وي او داسې هم کیدای شي چې د سر ځینې برخې د شدیدې زربې او ژر عصبي کیدو له وجې ویښتان سپین شي خو؛ ډیری ډاکتران دا مسله نه تايئدوي.

تر ویښتانو اساسې پیژنده:

د سپینو ویښتانو سکول د تورور ویښتانو د سپينیدو لامل نه کیږي بلکې؛ پرځای يې بیرته سپین ویښته پیدا کیږي او باقي ویښتان خپله ځانګړې شرایط لري.

۱ د ټول بدن ویښتان اول ایره شکله او بیا سپينیږي.

۲ لومړی ویښتان د شقیقې په برخه کې او بیا د سر په نورو برخو کې سپینیږي.

۳ ټول ویښتان په پوره جوړیدنې د رنګ د بدلون سره تغیر نه کوي بلکې سپین ویښتان لږ غوړ او وچ خاصیت لري.

۴ هغه ښځې چې د ۳۵ کلنۍ وړاندې يې ویښتان سپينیږي هډوکې يې ړنسبت هغو ښځو ته ډیر ضعیف دی چې ویښتان يې د معمول سره سم سپينیږي.

۵ هغه ویښتان چې ایرې ته ورته شکل غوره کوي باورې شئ چې تاسو ته يې د سپينیدو زیری درکوي.

یادونه: د ویښتانو د ژر سپینیدو د مخنیوي لپاره باید هڅه وشي چې د هر ډول بدلې شامپو څخه مخنیوی وشي او همدارنګه د خپل صحت او غذايې موادو ځانګړې پاملرنه باید وشي ترڅو د قوي او تورو ویښتانو درلودونکې اوسو.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده