هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه روغه سټه

بادام؛ ګټور، صحي او قوي خواړه

لیکواله: ډاکټر پالوي جاسال
ژباړه: شمیم اتل

له مشرانو به مو اوریدلي وي چې بادام د ذهن پیاوړتیا ته ښه دي. دا خبره یې پخه ده، بادام نه یوازې د مغز حجرو ته ښه دي بلکې ډیرې نورې روغتیايي ګټې هم لري.

طبیعي او داسې بادام چې مالګه ورسره نه وي ګډه شوي ډیر غوره غذايي مواد دي چې ګڼې روغتیايي ګټې لري. بادام له مینرالونو ډک دي او د ونو څخه په ترلاسه کیدونکو وچو میوو کې تر ټولو غوره وچه میوه بلل کیږي.

د ورځې یو موټی بادام ستاسو د زړه سلامتي یقیني کوي، د زیات وزن اخیستو مخه نیسي، او د شکرې او الزایمر په څیر د مزمنو ناروغیو څخه مو ساتي.

د ورځې د څو دانو بادامو خوړل ستاسو په ورځني غذايي ریژیم کې ځینې حیاتي مغذي مواد ورزیاتولی شي. بادام د ویټامین E، کلسیم، مګنیزم او پوتاشیم له پلوه بډای دي. پر دې سربیره بادام د پام وړ پروتین او فایبر هم لري او په طبیعي توګه یې خواږه کمه ده.

په ۲۰ دانې بادامو کې له ۱۲۰- ۱۳۰ پورې کالوري ده. سره له دې چې ډیره دا کالوري له غوړو څخه ده خو دا لومړی درجه صحي غیرې مشبوع غوړي دي او غیرې صحي نه دي.

بادام د زړه د سلامتۍ لپاره بهترین خواړه دي.

د بادامو په خوړولو ستاسو د زړه د ناروغیو خطر کمیږي. په بادامو کې غذايي مواد د زړه د سلامتۍ سره مرسته کوي. بادام په زیاته اندازه مګنیزم لري چې د زړه د حملو او وینې د فشار په کنټرول کې مهم رول لري.

څو څیړنو ښودلې چې بادام د ښه کلسترولو په تولید او د بدو کلسترولو په کمولو کې مهم رول لوبوي. کلسترول د زړه د حملو او وینې د فشار مهم سبب دی .

که وزن مو زیات وي بادام د وزن په کمولو او د سالم وزن په ساتلو کې مرسته کوي.

په بادامو کې شته فایبر، پروتین او صحي غوړ ددې سبب کیږي چې د یو موټي بادامو په خوړولو د مړښت احساس وکړئ او د ډیرخورۍ مخه نیسي. بادامو کې شته مګنیزم ستاسو د وینې شکر منظم کوي چې دا کار په خوړو پسې زړه سولیدل کموي.

بادام همدارنګه په وجود کې د کالوري د جذبیدو مخه نیسي چې له دې سره د اضافي وزن د کمولو لپاره غوره ناشته ده. دا چې بادام ډیره کالوري لري دا مهمه ده چې په اندازه وخوړل شي. د تغذیې متخصصان د ورځې د یو موټې بادامو د خوړولو سپارښتنه کوي.

د بادامو نورې روغتیايي ګټې

بادام د هاضمي سیستم په روغ ساتلو کې مرسته کوي او ان د شکر ناروغۍ پر ضد مبارزه کې هم مرستندویه خواړه دي. په بادام کې شته فایبر د هاضمې سیستم سره مرسته کوي چې خواړه په ښه توګه هضم او پروسس کړي.

اوس  پوښتنه داده چې بادام څنګه وخوړل شي؟

بادام اوس په بیلابیلو بڼو موندل کیږي. خام ، سره شوي، له مالګې سره ګډ شوي، او په اوبو کې لامده شوي.

هغه بادام چې مالګه وررسره نه وي ګډه شوي او سره شوي نه وي یعنې خام بادام تر نور ډیر صحي او ګټور دي.

په یاران کې نورې  تازه مطالب

سپینږي ټرمپ ته رایه ورکړه؛ بوډۍ هم ترې طلاق واخیست

بارک اوباما خلک ټرمپ ته پرېښودل خو خپله اوس چیرې دی؟

که ږیره مو خارښت کوي

متمرکز او غیرې متمرکز نظامونه؛ افغانستان کې کوم یو ښه دی؟

موبایل ټیلفون او ورسره ځینې ملې ستونزې او دردونه

سعودي پولیسو د هغه سړي مخه ونیوله چې کعبې ته نژدې یې ځان سوزوه

 

 

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */