مارچ 4, 2021

ولې کله ناکله بې سببه د زړه تنګۍ او خفګان احساس کوو!؟

داسې هېڅ زړه تنګون یا خفګان وجود نه لري چې علت او سبب ونه لري؛ دا انسان دی چې د اظهارولو/ ښکاره کولو جرات یې نه لري.
کله چې د درد څپه پرې زور شي بیا ووایي، هسې بې مورده مې زړه خفه دی، هېڅ بې هېڅه مې زړه تنګ دی.
ـ نه، دوی هسې وايي، بې مورده زړه تنګي نه پېښيږي.
دا یو روحي یا رواني تکلیف دی، چې مونږ ټول ورسره مخ کیږو او پرې اخته کیږو.
هغه کوم لاملونه دي چې انسان په یاده ناروغی اخته کېږي!؟
احساس دی:
ـ احساس لکه د هوا څپه داسې ده، چې درباندې راغله باید هماغه وخت یې تنفس، تیر او بیرته خارج کړې، که ګوګل کې پریښودل شي اظهار و څرګند نه شي، له اړوند شخص سره شریک نه شي کړای، د زړه تنګۍ او ډیپریشن(ژور خفګان) سبب ګرځي.
ځیرک اشخاص د خپل زړه تنګون یا خفګان په علت ښه پوهېږي او ځینې چې قصدي نه غواړي ځان پوه کړي یا هم هیرجن وي. وجه یې دا ده:
مثلاً، یو څوک له یو داسې څه نه رنځېږي، چې له وسې یې پورته وي، ورته ځورېږي.
یو څوک له چا/څه کرکه/ نفرت لري، خو ښکاره کولای یې نه شي، څومره چې پرې وخت تېریږي هماغومره زیاتېږي.
یو څوک له چا / څه سره مینه/ هيله لري؛ لاسته یې راوړلی یې نه شي، احساسات یې ورځ تر بلې لوړېږي او ذهن یې ګډ وډېږي. روحاً یو ځای او فکراً بل ځای وي یا په بل عبارت، جسماً دلته او فکراً بل ځای وي..
دغه شان نور ټول هغه عوامل چې د انسان عواطفو او احساساتو پورې تړلې وي؛ که په خپل ځای، وخت او زمان، اړوند شخص ته اظهار نه شي په ذهن مې ایساریږي، او د وخت په تېریدو د درون دنیا پرې تنګه شي د بهر وتلو لارې پلټي. که انسان پرې حاکم او لارې یې بندي کړای شي، د وخت په تېریدو یې انسان هېري کړي خو دا چې زړه کې په زوره دفن شوي وي؛ناڅاپي او بې خبره چادونه کوي. دا چاودنه یا د خفګان وریځ په انسان خوره شي او یا هم د زړه تنګون څپه یې یې ذهن او فکر لاندې کړي او پر ظاهر یې اثرات څرګند شي، چې علت او سبب یې بیا ځنې هېر وي.
همداراز ځینې اشخاص بیا یاد تکلیف برعکس لري، بې علته او بې سببه یې زړه خوشاله وي، غواړي په زوره زوره وخاندي، له ژوند و طبیعت خوند واخلي، ټوکي وکړي، شوخې وکړي یا…
دوی هغه احساسات چې په خپل درون کې دفن کړي وي او کله ناڅاپه ورته ورسیږي، هېلي یې پوره شي بیا له یاد حالت سره مخ کېږي او مست وي.
له عنوانه به سره لېري نه ځو، د زړه تنګون و خفګان د مخنوي علاج :
مه د خپلې ژړا مخه نیسئ، مه د خندا. که زړه مو ډک و، ماتې سره مخ شوي وئ، درد درته رسیدلی وي، ګیلې لرئ، نو داسې ارام و تنها ځای ته لاړ شئ چې هلته راحت خپلې د زړه خبرې په زوره زوره وکړلی شئ، په چیغو چیغو وژړلئ شئ.
که د چا کرکه،کېنه، نفرت یا ګیلې لرئ، ولې یې لرئ؟
له ځانه یو سوال وکړئ “ولې؟ ” د همدې ولې د ځواب لپاره یاد شخص ته ورشئ، ورسره کښېنئ او خبرې وکړئ، په خبرو کې ورته د زړه خبره وکړئ، د یو ساعت خبرو وروسته به د ولې جواب پیدا او د یاد شخص په هکله به مو فکر تغیر شي، دا ځکه مونږ تل زړه ته هغه څه اچوو چې په شکوکو بنا وي، زمونږ ګمان وي، شکوک او ګمان په خبرو او یو ځای کښېناستلو سره له منځه ځي.
که د کوم چا سره مینه لرئ د اظهار له پایلو ویریږئ چې پایله به یې د جدي برخورد یا جدي عکس العمل، منفي ځواب سره مخ شئ، له دغې ویرې ځور په غاړه ګرځوئ، نو د همدې “ځور امېل ” نه د خلاصون لپاره ورسره مخامخ شئ، هر څه ورته ووایست، پایله یې چې هر څه وي، حداقل د درون عذابه او ځور نه ځان ازاده وئ!
د “ای کاش ” له سندرې ویلو خلاصېږئ، چې کاش یو ځل مې خپل چانس/ بخت ازمایلی وای، کاش چوپ شوی نه وې، کاش.. کاش…
دغه کاش پخپله د ډیپریش لوی علت دی، له دې ازادي واخلئ!
دغه راز، که په کارو بار کې مو تاوان کړئ وي، چاته مو زیان / ضرر رسولای وي، ناکامه شوي وئ، ظلم مو کړئ وي، د وجدان عذاب وي،د عاطفي زور وي؛ نو ضروري او حتمي ده چې داسې دوست، همراز او باوري شخص ولرئ چې هغه درته غوږ کېږدي/ وخت درکولي شي او تاسو ورسره د درون ټولې کیسې و احساسات بې تکلفه شریک کړئ!
څومره چې زیات ورسره وغږیږئ هماغومره به مو د زړه بوج، خفګان کمېږي او زړه تنګون به مو له منځه ځي.
وروسته له خبرو کولو به مو زړه؛ هسې خوشاله وي، ټوکي ټکالي،مسکا، په کړس کړس خندا به مو زړه غواړي. (هغه چې زړه له خلاصه او په زوره زوره خاندي د دوی دا هنر زده وي، چې څرنګه د درون غم پرې کم او خارج کړي)
« ژوند به درته ښکلی وي»
مه هېروئ چې د ډیپریس یا ژور خفګان و زړه تنګون ښه درملنه د احساساتو څرګندول او له باوري شخص سره پرې خبرې کول دي!! !
نوټ: ځینې خبرې په لوستلو هسې افسانې او ناشونې بریښي، خو په عمل کې یې لویي تجربې وي!!