د پنجاب لوبډلمشر کی اېل راهول ولې ‌آی‌پي‌اېل پرېښود

 

تر دې دمه د آی‌پي‌اېل ۲۹ لوبې شوي دي، دېرشمه لوبه د دوشنبې په ورځ د کلکتې او بنګلور ترمنځ  ترسره نشوه او نن هم د حیدراباد او ممبيي ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

لوکېش راهول چې د پنجاب لوبډلمشر لوبډلمشر دی، د آی پي اېل په ۲۹ مه لوبه کې د ډیلي خلاف نه و.

د هغه پر ځای میانک اګروال لوبډلمشري وکړه، چې ۹۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او ډیلي ته یې ۱۶۸ منډې هدف ورکړی و.

ډیلي یاد هدف پوره کړ.

ډېری کرکټ مینوال اوس پوښتنې کوي، چې کی اېل راهول ولې لوبه کې نه و او د پنجاب راتلونکو لوبو کې به وي او کنه؟

د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر ځکه لوبې کې نشته، چې د اپنډېکس عملیات یې کړی دی.

هغه به له قرنتین وروسته بېرته له پنجاب لوبډلې سره مل شي.

کېدای شي هغه د راتلونکې اونۍ په اوږدو کې د پنجاب لوبډلمشري بېرته واخلي او لوبو ته ورښکته شي.

کی اېل راهول په سږ کال آی‌پي‌اېل کې تر ۲۹ مې لوبې پورې لومړی منډې جوړوونکی و او د زیاتو منډو خولۍ یې پر سره وه؛ خو دا چې د ډیلي خلاف لوبه کې نه و، نو دا خولۍ ترې شېکر دوان واخیسته او منډو کې ترې شېکردوان مخکې شو.

راهول له ۲۹ مې لوبې وړاندې د اپېنډېکس عملیات وکړ او لوبډلې یې ویلي چې هغه له یوې اونۍ استراحت او کرتین وروسته بېرته لوبو ته ورستون شي.

شېکردوان په روان آی‌پي‌اېل کې په اته لوبو کې ۳۸۰ منډې کړي، چې لوړې یې ۹۲ دي او اوسمهال یې د زیاتو منډو خولۍ پرسر ده.

دویم ځای له کی اېل راهول سره دی، هغه ۳۳۱ منډې جوړې کړي، چې ۹۱ ناسوځېدلې یې زیاتې منډې دي.

درېیم ځای فاف ډوپلیسي نیولی، هغه ۳۲۰ منډې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۹۵ ناسوځېدلې دي.

څلورم پرېتوي شاو دی، ۳۰۸ منډې یې جوړې کړي، پنځم سنجو سمسن دی، هغه ۲۷۷ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۱۱۹ لوړې منډې دي.

شپږم میانک اګروال دی، ۲۶۰ منډې یې کړي دي، یوه لوبه کې یې ۹۹ ناسوځېدلې لوړې منډې دي.

ورپسې بټلر دی، ۲۵۴ منډې، روهېټ شرما ۲۵۰ منډې، جاني بېرسټو ۲۴۸ منډې او ګلېن مکسوېل ۲۲۳ منډې کړي دي.

ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ