ټولنیز ژوند کورنی ژوند

ددغو دلایلو له امله هم باید واده وکړئ

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری کسان له واده څخه تېښته کوي، اقتصادي او نورو ستونزو ته په نه پاملرنې سره، واده ته زړه نه ښه کوي. په دې لیکنه کې د واده په ټولو منطقي دلایلو باندې رڼا اچوو، ترڅو د واده په مهمو ګټو باندې پوه شئ:

له یو بل سره د دوو کسانو ژوند کول، لږ لګښت لري
دا چې وغواړئ د خپل ژوند لپاره، یو ځای ولري، نو ډېر غوره دی، خو د ژوند او کور د ټولو لګښتونو ورکړه، ډېره په زړه پورې نه تر سترګو کېږي، دغه راز نباید د اوبو، ګازو او برېښنا د پیسو له ورکړې څخه ناخبره واوسو. کله چې تاسو په یوازې توګه ژوند کوئ، د واده لرونکو افرادو په پرتله د ژوند او کور لپاره د ډېرو لګښتونو ورکړې ته اړتیا لرئ.

متاهل افراد پیسې پس انداز کوي
ښایي تاسو هم د نورو مجردو افرادو په څېر، خپل ځانګړي پروګرامونه ولرئ، لکه: د ښه کار او دندې پیدا کول او دغه راز واده کول، تاسو چې هره موخه ولرئ، هغې ته د رسېدو لپاره، باید په کار پوه افرادو سره مشوره وکړئ او پیسې ورکړئ.
د واده یو له منطقي دلایلو څخه دا دی، چې متاهل افراد، په وړیا توګه د یو بل له همکاریو او لارښوونو څخه برخمن دي.

په خوړو کې سپما
مجرد کسان په خوړو باندې ډېرې زیاتې پیسې لګوي. هغوی د دې لپاره، چې اړ دي، په ورځ کې ډېر خواړه واخلي او وې خوري. مجردان د متاهلو افرادو په پرتله ډېرې پیسې مصرفوي.
د دوو کسانو لپاره د خرید کنټرول او د خوړو لپاره لګښت ډېر آسانه او لږ دی.

د ماشوم لرلو خوږه نړۍ
د ماشوم لرلو په اړه زموږ د بحث موخه له واده څخه بهر نه ده، خو که چېرې له اقتصادي پلوه د واده منطقي دلیلونه وارزو، غوره داده، هغه ښځې او نارینه، چې غواړي ماشوم ولري، باید له یو بل سره یې واده کړی وي.

واده له زړونو څخه ساتنه کوي
پوهانو په خپلو وروستیو څېړنو کې موندلي، چې متاهل افراد، ډېر کم د زړه په ناروغۍ اخته کېږي. دغه راز څېړنو ثابته کړې، چې واده له روغتیا او سلامتیا سره مستقیمه اړیکه لري.
د واده د منطقي دلیلونو پربنسټ، کله چې تاسو واده کوئ، نو داسې یو څوک لرئ، چې په غم او خوشالۍ کې مو شریک دی او پر تاسو باندې پام کوي او په پایله کې بشپړه روغتیا مو تضمینېږي.

د بدو عادتونو د پرېښودو لپاره مناسبه لار
بد عادتونه، لکه: د سګرټو، دخانیاتو کارول او داسې نور، کولای شئ د واده په کولو سره یې پرېږدئ. ځکه په منځنۍ کچه متاهل افراد ډېر کم د خپلو همزولو په پرتله سګرټ څکوي او شراب خوري.

متاهل کسان ډېرې پیسې لاسته راوړي
ښایي دا یو د واده له غوره منطقي دلیلونو څخه وي، خو رښتینی او واقعي دلیل یې مشخص نه دی، خو په منځنۍ کچه متاهل نارینه د مجردانو په پرتله، په ساعت کې ۱۱ سلنه ډېرې پیسې لاسته راوړي ـــ حتا د خپلو همزولو نارینه و په پرتله، چې یوشان تجربه او زده کړې لري، خو له بده مرغه ښځې دا ډول نه دي.

پیاوړې جوړې تل د درنښت وړ دي
زموږ ټولو دا خوښېږي، چې داسې جوړې واوسو، چې نه یوازې د خپلو پیسو په واسطه، بلکې د درنښت، اغېز او ځواک په خاطر هم مشهور واوسو.
څه مو خوښ شي او څه مو خوښ نه شي، د اړیکو څرنګوالی مو ډېر مهم دی. وروستیو ارزونو څرګنده کړې ده، چې متاهل افراد د مجردانو په پرتله ډېر ژر ترفیع کوي او لوړې رتبې ته رسېږي. هغه څه چې ډېری ځواکمنې ښځې یې لري، دا دی، چې واده یې کړی دی.

واده کولای شي، د دندې لپاره مو هم ګټور وي
که چېرې تاسو په خپله تصمیم نیونه باندې ډېر ډاډه نه یاست او یا دا چې په سمه توګه تصمیم نه شئ نیولای، واده کول، کولای شي، ستاسو د ډېرې هوښیارۍ او احتیاط سبب شي.
د واده د منطقي دلیلونو په اړه، څېړنو څرګنده کړې ده، چې مجرد افراد ښایي، ډېر غوسه شي، وېرونکي او خطرناک تصمیمونه ونیسي او دا کولای شي، په کارو بار کې یې ستونزه را منځته کړي.

په واده کولو سره ډېرې پیسې پس انداز کوئ
د واده یو له غوره منطقي دلیلونو څخه دا دی، کله چې تاسو واده کوئ، نو په حقیقت کې د دوو کسانو مهارتونه مو یو په بل کې مدغم کړي دي، دا کار په اتومات ډول د لګښتونو کچه را کموي.
دا په دې پورې تړاو لري، چې له دودیز پلوه تاسو رولونه څنګه سره وېشئ، ښځه ښایي نوره اړتیا ونه لري، چې د هر کار لپاره، له نورو څخه مرسته وغواړي او نارینه هم د کور د کارونو د ترسره کولو لپاره، بل چا ته اړتیا نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل