دروغ څنګه ویل کېږي، څو ډوله دي او پر وړاندې یې څه رقم مقاومت وښیو؟

ژباړه: حماد هلال

موږ ټول د دې په پوهېدو چې دروغ ویل غلط کار دی بیا هم دروغ وایو.

ولې خلک دروغ وایي؟

د دروغ ویلو په اړه یوه له مهمو سوالونو، د دروع ویلو انګیزه ده. دورغ ویل څو اړخیزه موضوع ده. اوس پوهانو موندلې چې ولې خلک دروع وايي.  نشنل جیوګرافي د خلکو دروغ ویلو په اړه معلومات راټول کړي او هغه یې په څلور برخو ویشلي.

۱- د ځان پرمختګ لپاره: ۴۴ سلنه دروغ فقط د ځاني او ډلې پرمختګ لپاره ویل کیږي. ۱۶ سلنه شخص کولی شي غیرې مالي ګټه لاسته راوړي. ۱۵ سلنه شخص کولی شي د ځان په اړه ښه نظریه خپره کړي. پنځه یا اته سلنه شخص دروغ  د دې لپاره وايي چې نورو ته خندان او ټوکي شخص په توګه معرفي شي.

۲- د ځان څخه د ساتنې لپاره: د دروغ ویلو بل اصلي لامل د ځان ساتنې لپاره دروغ ویل دي. په دې کټګورۍ له دروغو څخه دریمه برخه (۳۶٪) شامل دي. د خپلو غلطیو پټول لپاره(۲۲٪) او د هغو غلطیو څخه د مخنیوي لپاره چې خلک یې کوي(۱۴٪) دي.

۳- په نورو د اغېز اچولو لپاره:

په دې کټګورۍ چې د دروغو ترټول لږه اندازه پکې راځي، د نورو خلکو اغېزمن کولو لپاره ۱۱ سلنه نورو سره د مرسته کولو لپاره۵ سلنه نورته د زیان رسولو لپاره ۴ سلنه د دروغجن چلند یا ټولنیز وقار ساتلو لپاره ۲ سلنه دروغ ویل کېږي.

۴- نامعلوم

د روغ ویلو کوچنۍ برخه چې د نامعلومو دلایلو امله منځته راځي ۹ سلنه ده. هغه دروغ  چې دلایل یې شخص ته معلوم نه وي ۷ سلنه کېږي. ۲ سلنه دروغ ویل هم د ضرر پېژندلو په اساس دي.

د ارواپوهنې یو څېړنې ښودلې، چې دوامداره دروغ ویل مو په دروغجنو  واقیعتونو د بارو میزان لوړوي او په رښتیني واقعیاتو مو باور کموي. دورغ ویل کولی شي د انسان درک، پوه او په ځان باور کمزوری کړي.

د دروغو ډولونه

دروغ څه ډول رامنځته کېږي، لاندې به د دروغو مختلف ډولونه ولولو.

په ټوکو کې دروغ:

په ټوکې دروغ ویل ډېر ټولیز او بې شرمه  دروغ دي، هغه خلک چې دا ډول دروغ اوري، هغوی پوهېږي چې دا حقیقت نلري. دا دروغ دومره څرګند دي، چې ان ماشومان یې هم وايي.

تېر ایستوونکي دروغ:

تېر ایستوونکي دروغ په دقت و مهارت جوړ او ویل کېږي، مو خه یې دا وي چې اورېدونکی تېر باسي او وې غولوي ترڅو په  دروغو یې باور وکړي. دا دروغ ډېر حساس دي ځکه په سختۍ د تشخیص وړ دي.

رد یا انکار کول:

انکار هغه وخت کیږي چې کله څوک وغواړي د یوې معاملې حقیقت رد کړي.

په علطۍ یا سهوه کې:

ممکن دروغ په غلطۍ یا سهوې سره وویل شي. امکان لري یو شخص د کوم څه په اړه خبرې کوي او کېدای شي هغه دروغ وي، دا شخص دلته دروغ په غلطۍ سره وايي.

مبالغه: د یو موضوع په اړه  له حده پورته څرګندونې یا ادعاوي کول. د مثال په توګه: ممکن یوکس د داسې بریا په اړه خبرې وکړي، چې دا یې لاسته راوړی نشي یا یي نده راوړې. یا یو څوک داسې ژمنه کوي چې هغه پوره کولی نشي.

خیالي:

خیالي دروغ اکثره یوه کیسه بیانوي چې رښتیا کېدای نشي. دا دروغ په اسانۍ سره افشا کېږي او دا ده نا امیدۍ نښه ده.

کوچنۍ شمېرنه

د کوچنۍ شمېرنې دروغ دیو موضوع اندازه کموي، دا ډول دروغ عقل ته د منلو دي او خلک هغه وخت دا ډول دروغ وايي چې له حقیقیت په کامل ډول انکار نشي کولی. دا دروغ د مبالغې دروغو مخالف دي.

له مینځه وړل:

د مینځه وړلو دروغ، د حقیقتونو ځیني برخې له پامه غورځول دي. د ډېرو خلکو لپاره د نورو د روغو په پرتله د له مینځه وړلو دروغو ویل اسانه دي. ځکه چې د لمنځه وړلو دروغ نامعلوم دي او اړتیا نشته چې یوه کیسه جوړه کړئ.

که خلک چانس ولري چې د ځان په ګټه دروغ ووايي، په لومړیو کې کوچني دروغ وايي خو د وخت په تېریدو لوی دروغ  پیل کوي.

د دروغو په وړاندې څه ډول عکس العمل وښیو؟

د دې پېژندل چې څوک دروغ وايي اسانه کار ندی، خو ځیني نښاني شته چې د شخص بې ایماني په ګوته کوي. په ټایم مجلې کې د بدن ژبې کارپوهانو د یوې مقالې په وینا، که څوک د لاس ورغوي وګروي، ورخطا شي، په یوې مهمې شېبې کې یو ټکي ته ځير ګوري یا بل طرف ته مخ اړوي، ژبه یې بنده بنده شي، د شونډو خوځيدو حرکات یې تعییر او د څېرې رنګ یا غږ یې بدلون وکړي، نو احتمالاً دروغ وايي.

د کار په ځای کې چې کله له دروغو سره مخامخ کېږئ، د ځان ساتنې لپاره نشې کولی په دروغو سترګې پټې کړئ. هغه څه چې باید ترسره شي دادي: د دروغو په مقابل کې د عکس العمل ښکاره کول، هیڅ ډول علمي جواز نلري، داسې وکړئ، که نشئ کولی چې دروغ یې له پامه وغورځوئ، نو په ټوکو کې دې خپل عکس العمل وښایه، داسې سوالونه وپښته چې د حقیقت په راسپړولو کې مرسته کوي او دروغ ویونکي ته هم د جبران چانس ورکړه، که ونشو نو ډېر په حوصیله او ممکنه لاره ورته ووایه چې دروغ وايي.