لیکنه: خپلواک دریځ
کرېکټ افغانستان کې اوس د خلکو په تلپاتې مينه بدله شوې لوبه ده، دې لوبې سره اکثريت هيوادوال يوډول نه يو ډول نېغه اړيکه لري څوک خپله لوبغاړي دي، څوک يې سرسخته مينه وال دي، څوک افغانستان لپاره باید دا لوبه وګوري او څوک بيا راشد خان، ويرات کوهلي، اي بي ډيويليرز، ډيويډ وارنر، کريس ګېل او يو نه يو لوبغاړي سره د بې کچې مينې له مخې بايد کرېکټ وڅاري، نو د دوی دا مينه بايد تلپاتې وساتل شي.
کرېکټ د سولې نوم دی چې ډیری هيوادونه يو له بل سره د دوستۍ ټينګولو برخه کې ورڅخه کار اخلي، لنډ مثال يې د پاکستان او هند اړيکې دي چې کله هم ترينګلي شوي، نو د کرېکټ په واسطه يې بيرته نورمال حالت ته راګرځولي دي او افغانستان کې پر سوله د کرېکټ له اغېزو سترګې نشي پټېدای.
کرېکټ د اقتصادي ودې يواځينۍ غوره لاره ده، له کورنيو ليګونو نيولې، تر نړيوالو لوبو، بهرنیو سوداګريزو سياليو او کرېکټ نړيوالې ټولنې، له ټولو ميليونونه پيسې د دولتونو خزانو ته ورځي ځکه هر دولت دې ادارې ته لا ډېره پاملرنه کوي خو بدبختانه افغان حکومت کله هم دې مهمې ادارې ته د يو مهم ارګان په سترګه ونه کتل يا خو زموږ دولت لا هم ددې لوبې او ادارې په ارزښت نه پوهیږي او يا هم دې ادارې ته هر شخص د ډالرو په مقابل کې وړاندې کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشرۍ ته ددې بورډ په کابو ۱۵ کلن دوران کې هيڅ يو مشر د پوهې، وړتيا او مسلک له مخې نه دی راغلی، هر يو په جمهوري ریاست کې د اړيکو او یا هم پيسو په زور تر دې څوکۍ رسېدلی چې وروسته يې ددې لويې ادارې او لوبې څخه په لويه کچه هرډول سوئي استفاده کړې، چا ورور، وراره، خاله زوی، ماما زوی او نور په لوبډلو کې چخلي، چا د پيسو په زور، چا د زورواکو په زور ملي لوبډلو کې ډول ډول اشخاص ځای کړي، چا په ليګونو او لوبو کې په پراخه کچه فسادونه کړي او د افغانستان پر نوم يې تور داغ پرې ايښی، چا د ملي لوبډلې بهرنيو سفرونو او کمپونو کې ميليونونه ډالر په بډه ووهل يانې هر يوه تر خپلې وسې افغانستان، د افغانستان کرېکټ او دې ادارې ته زيان اړولی.
حال دا چې دې څوکۍ ته بايد هغه څوک راشي چې خپله لوبغاړی تېر شوی وي، دې اداره کې يې لږ تر لږه لس کاله کار کړی وي، لوستی او په پوهه سمبال وي تر څو په دغه اداره کې د پرمختګ او ستونزو له منځه وړلو په هره لاره چاره پوه واوسي.
د کرېکټ بورډ مشر بايد په دې وپوهېږي چې څنګه د هلمند، کندز، هرات، کنړ او نورو ليري پرتو سيمو له کونجونو واقعي استعدادونه راپيدا کړي او ملي لوبډلو ته يې څنګه و روزي؟ کرېکټ مشر بايد و پوهيږي هغه پيسې چې بهرنيو ملکونو کې پر تمريناتو لګوي څنګه په کور دننه د تمريناتو زمینه برابره کړي او د کومو سيمو او ولايتونو موسمونه په کومو وختونو کې د کرېکټ لپاره جوړ دي؟ کومو ولايتونو کې بايد پر نړيوال معيار برابر لوبغالي او اکاډمۍ جوړي شي؟ دا او دې ته ورته ډېر نور مهارتونه يوازې مسلکي شخص لري چې کلونه کلونه له توپ او بېټ سره په لوبغالو کې له لوبغاړو سره پاته شوی وي.
که راسو نورو هېوادونو ته د اسټراليا کرېکټ بورډ اوسنی مشر ايرل ايډينګز ددې هيواد لومړی درجه توپ وهونکی تېر شوی او وروسته يې د نورو کلبونو مشري کړې، د انګلستان کرېکټ بورډ مشر کولين جيمز ګراو د يارکشاير کرېکټ کلب مشر او دغه راز د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې غړی تېر شوی. د سويلي افريقا کرېکټ بورډ اوسنی ډايرکټر ګريم سميټ ددې هيواد د ملي لوبډلې يو نه هېرېدونکی کرېکټر تېر شوی، د هندوستان د کرېکټ ادارې بي سي سي ای اوسني مشر سورا ګنګولي د هند لپاره کلونه کلونه کرېکټ کړی دی او دغسې د نورو هيوادونو د کرېکټ بورډونو مشران درواخلئ.
که افغان دولت د کرېکټ لوبې او دې ادارې په ارزښت پوه وي او په رښتيا غواړي ددې ملي لوبې د پرمختګ او لاسته راوړنو لپاره کار وشي، دننه اداره کې شته فساد لمنځه ولاړ شي، د ملي لوبغاړو ټاکنه د وړتیا له مخې وشي، ملي لوبغاړي په ملي روحيه سمبال شي نو يواځينی وړ شخص ددې ادارې لپاره رئيس احمدزی دی.
خو ولي رئيس احمدزی؟
رئيس احمدزی په ۲۰۰۲ز کال کې له ملي لوبډلې سره يوځای شوی او د افغانستان لپاره يې ټولې ډيويژن لوبې کړي دي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره يې لومړنۍ سيالۍ د هانګ کانګ پر وړاندې کړې او پکې د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی، دوه کاله د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پاته شوی، دده په مشرۍ کې افغان ملي لوبډلې ايم سي سي لوبډله ماته کړې او له ۲۰۱۰ز شل اوريزه نړيوال جام لوبولو وروسته يې کرېکټ سره مخه ښه کړېده، نوموړي ۵ نړيوالې يو ورځنی، ۸ نړيوالې شل اوریزه، ۳ فرسټ کلاس او ۱۶ ليسټ اې لوبې کړي دي.
رئيس همدا راز پوره لس کاله د افغانستان کرېکټ بورډ کې بېلابیلې دندې ترسره کړي، چې له جملې يې د غوراوي کمېټې مشر، تخنيکي مدير او ډېر وخت د غوراوي کمېټې غړي په حيث کار کړی دی.
د افغانستان د ۱۷کلنو، ۱۹کلنو، ۲۳کلنو، الف او ملي لوبډلې روزونکی تېر شوی.
په شپږیزه کرېکټ ليګ کې يې د بندامیر، ميس عينک او سپين غر لوبډلو د روزونکي په توګه کار کړی دی.
ښاغلی احمدزی د افغانستان کرېکټ کې کابو شل کلنه تجربه لري او په دې لوبه او اداره کې ډېرې لوړي و ژوري ور مالومي دي، د افغانستان د هرې سيمې له کرېکټ استعدادونو او ستونزو خبر دی.
که نوموړی د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شي نو دا به د افغانستان کرېکټ په تاريخ کې لومړنی مسلکي او په کار پوه مشر وي چې دې لويې ادارې ته راځي مګر که بيا ولسمشرۍ ماڼۍ د اړيکو او یا هم پيسو په واسطه کوم شخص د کرېکټ بورډ د مشر په توګه ټاکې نو نه يوازې چې تاوان به يې دې ادارې او لوبې ته نه جبرانېدونکی وي بلکې کال به پوره نه وي چې بيا به ورته د خلکو او لوبغاړو نيوکو له امله د کوم بل مشر په لټه کې وي او افغانستان به په بيا بيا نړۍ او کرېکټ نړيوالې شورا ته شرمنده وي.