د BBC د یوه راپور له مخې؛ د روغتيا نړیوال سازمان د بېوزله هېوادونو لپاره دوه ملیارده د کورونا ضد واکسین چمتو کول غواړي.
د روغتیا نړيوال سازمان په ورستۍ خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی د دوه ملیارده واکسین، د عادلانه ویش په چمتو کولو بوخت دي.
د ٢٠٢م په لومړیو دریو میاشتو کې به دغه پروسه پلي کړي، چې د غریبو هېوادونو وګړو ته به ياد شمېر واکسین په وړیا توګه ورسوي.
د روغتيا نړيوال سازمان دې نوې لړۍ ته د “کواکس” نوم ورکړی دی.
د “کواکس” د پروګرام نه مقصد، په ټوله نړۍ کې د کورونا واکسین عادلانه ویش دی.
“کواکس” هغه نړیواله طرحه ده، چې د نړۍ ٧٦ شتمن هېوادونه سره په کې یو موټی شوي دي، او د کورونا څخه د خلاصون په موخه د دغې طرحې ټول مصارف پرې کوي.
دا پروسه د روغتیا نړيوال سازمان تر مشرۍ لاندې پر مخ وړل کېږي.
د “کواکس” يوازنۍ موخه د کورونا وبا څخه د نړۍ خلاصون دی.
د رواني اونۍ په پیل کې د روغتیا نړيوال سازمان وویل، چې دوی ٢٨ ملیارده ډالرو ته اړتیا لري؛ ترڅو بېوزله هېوادونو ته واکسین ورسوي او دا د نوموړو هېوادونو لپاره ناشوني ده، چې خپله دې وکړغی شي، چې دومره لوی رقم پیسې تیاري کړي.
مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي
Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي