بریا او پرمختګ کرونا

د روغتیا نړیوال سازمان: د کورونا وایروس به د زیات وخت لپاره شتون ولري!

ژباړه: نسیمه محمدي

د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ ناستې او د کورونا وایروس د کړکېچ د ارزولو وروسته، خبر ورکړ چې د کووید- ۱۹ ناروغۍ به د اوږدمهال لپاره وي.

دې سازمان د تېرې جمعې په ورځ، د دې وایروس د خپرېدلو پوره شپږ میاشتې وروسته، اعلان وکړ، چې دا وایروس په لوړه کچه او نړیوال روغتیایي خدمتونو ته په اړ حالت کې دی، په جینیوا کې ترسره شو.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل:”د روغتیا نړیوال سازمان لږ څه دا انګېرنه کوي، چې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ګواښ ډېر لوړ دی.”

“بېړنۍ کمېټې د وړاندوینو پر بنسټ، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر ځنډېدو ټینګار وکړ او د نړیوالو ثابتو، سیمه‌ییزو، ملي او محلي ځوابونو ته د ټینګار اشاره وکړه.”

د جان هاپکنز پوهنتون د څېړونو د شمېرنو پر بنسټ، دې وایروس تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د ۶۸۰ زره او ۵۰۰ سوه تنو د مرګ سبب شوی او لږ تر لږه ۱۷ میلوینه او ۶۰۰ سوه زره خلک پرې اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا اونۍ ګواښ وکړ، چې د کورونا وایروس نړیوال خپراوی لا هم چټک او په وروستیو شپږو اونیو(یوه نیمه میاشت)کې د ناروغانو شمېره دوه برابره شوې ده.

تدروس آدانوم د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس، د جمعې ورځې په غونډه کې، بېړنۍ کمېټې ته وویل:”دېته فکر کول، چې شپږ میاشتې وړاندې تاسې غوښتنه وکړه، چې نړیوال بېړنی حالت اعلان کړم، د چين هېواد څخه بهر ټول سل کسه د دې وایروس له امله نه وو مړه، واقعا نه باور کوونکی حالت ده.”

نوموړي زیاته کړه:”دا وبا یو کړکېچ دی، چې هره پېړۍ یو ځل پېښېږي او اغېزې به یې راتلوونکو لسيزو ته هم پاتې کېږي.”

بېړنۍ کمېټې د روغتیا نړیوال سازمان ته سپارښتنه وکړه، چې دقیقې سپارښتنې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د معیاري ځوابونو سره مناسب، د ټولنیزو او اقتصادي فشارونو په برخه کې د ځوابونو د رژېدل کېدلو ګواښونو کمولو لپاره وړاندې کړي.

دې کمېټې همدارنګه د دې وایروس د”ناپېژندل شویو ټکو په اړه” لکه د ناروغۍ حیواني سرچینې، او پر روغو شویو کسانو کې د اوږدمهاله اغېزو د پاتې کېدلو په اړه د زیاتو څېړنو غوښتونه وکړه.

تمه ده دا کمېټه درې میاشتې وروسته بیا ځلي غونډه جوړه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ