کله چې خاوند حساس شي څه وکړو؟

د خاوند حساسیت، غوصه کېدل، ژر ژر قهر او تاوتریخوالی ګڼ شمېر لاملونه لري.

کۀ یوازې پۀ حساسیت خبرې وکړو نو څو شیان ښایي ددې مسئلې لامل شي، یاني دا ستونزه خپل لاملونه لري چې کۀ یې لاملونه وسپړو او تر کنټرول لاندې یې راولو نو مسئله به هم حل شي.

لومړی لامل یې ښایي لۀ کورنۍ سره ستاسو حساسیت وي، یاني مېرمن به لۀ خواښې، خسر، لېورونو او نورو خپلوانو سره حساسیت لري همدا پۀ خاوند بده اغېزه کوي، د نارینه دا نۀ خوښیږي چې مېرمن یې د کورنۍ پۀ اړوند بدې خبرې ورته وکړي؛ ښایي خسر یا خواښې مو پر تاسو ډېره ګرمه وي یا د کورنۍ نور غړي ښۀ ونۀ اوسي، خو د خاوند لپاره د هغۀ مور، پلار، خور او ورور دي، وینه یې ورسره ګډه ده او ورته مهم دي.

کله چې تاسې وخت ناوخت ددۀ د مور، پلار، ورور یا خور بد وایاست، شکایت یې کوئ، او یا برعکس راځئ د نورو نارینه وو ستاینه کوئ همدا ستاینې او د تمې خلاف چلند ستاسو د خاوند حساسیت ۱۸۰ درجو ته پورته کوي پۀ داسې حال کې چې تاسو نۀ پوهېږئ چې خاوند مو پۀ کومه مسئله دومره حساس شوی دی.

بله خبره بې نظمي ده! د ماشومانو په روزنه ، پخلي، پاکۍ، جامو او ژوند کې بې نظمي هغه څۀ دي چې د خاوند حساسیتونه را پارولای شي، ځکه خاوند بې نظمي نۀ خوښوي او کله چې بې نظمي ګوري احساس کوي چې یو ښۀ خاوند نۀ دی. کۀ یو ښۀ خاوند وای نو مېرمنه به یې منظمه او مدیریت کړې وای. خاوند له اروایي اړخه همداسې یو حس کوي او تاسې پر همدې ډول یوۀ حس ناارمه کېږئ، لۀ ځان سره فکر کوئ چې  هغه ولې داسې شوی او همدا مو اندېښمن کوي.

درېیمه مسئله هم چوپتیا ده چې خاوند او مېرمنه نۀ پرې پوهیږي، کله چې مېرمن چوپه وي یا ډېرې خبرې کوي او یا هم بړوسه وي نو خاوند په دې کار خواشینی کیږي، ځکه بیا هم داسې فکر کوي چې زه ښه خاوند نه یم، کۀ زۀ پۀ ریښتیا یو تکړه نارینه وای نو، مېرمن به مې داسې نۀ وه، هر څۀ به زما پۀ واک او اختیار کې وو او هر څۀ به ډېر منظم وو.
نارینه تل غواړي چې حاکم او واکدار اوسي، پر مقابل لوري امر وکړي امر یې وچلیږي او هر څۀ ددۀ پۀ کنټرول کې وي، هرکله چې خپل واک پۀ خطر کې ویني، نو اندېښمن کیږي او همدا اندېښنې حساسیتونه راپاروي چې تر ډېره پۀ شخړو او او کورنیو ستونزو اوړي.

https://youtu.be/XSfcyZdDu3U

دا اکاډمیک مسایل دي او باید ټول ورباندې پوه شي، ځکه نارینه لۀ مدیریت او صلاحیته ډک انسانان دي، چې کۀ موږ هڅه وکړو تر څو د هغوی فکر وننګوو نور سمدلاسه حساسیت مینځته راځي او شخړې پیدا کیږي.

همدا څو کوچنۍ مسئلې د حساسیت لامل کیږي چې کۀ یې پیدا کړو  او لۀ مینځه یې یوسو نو حساسیت ورسره پخپله لۀ مينځه ځي.

د استاد عظیمي ویډیو درس

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

وروستي مطالب