رسنۍ ساینس او ټیکنالوژي

د واټس اپ نوی اپډیټ؛د موبایل حافظه نه ډکوي

لیکنه: مهر تاج
ژباړه: مهر تاج

واټس اپ غواړي په نوي اپډیټ کې ځینې ځانګړتیاوي راولي، چې کارونکي به خپل شته مواد، لکه اسناد او فایلونه په واټس اپ کې مدیریت کولا شي.

د “اپندپندیت” د خبر له مخې؛ واټس اپ غواړي د ‘اې فون’ او  ‘انډراید’ کاروونکو ته په خپل نوې اپډیت/ تازه ورژون  کې داسي نوښت وړاندې کړي، چې د واټس اپ له لارې راغلي مواد ستاسو د تیلفون پر حافظه نه بوج کېږي او نه به هم ستاسو د مبایل حافظه ډکوي.

دوی غواړي د کاروونکو  شخصي فایلونه خپلو هارډ ډسکونو (کمپیوټر حافظه)  کې د لوړو خدماتو  په نیت ذخیره کړي، او کاروونکو ته  وښیې چې څه اندازه لوی او واړه فایلونه دوی سره زیرمه (ذخیره) کې لري.

د دې ترڅنګ دوی غواړي ستاسو هغه مکالمې او چټونه په نوې بڼه کلک خوندي وساتي، چې تاسو نه غواړئ هر څوک دې هغه موضوعاتو ته لاس رسی ولري.

د وټسپ کمپۍ د ویاند په وینا؛ په دې پروګرامونو کار روان دی، تر اوسه لا د نوې اپډیټ نیټه نده څرګنده شوي، خو د واټس اپ د کمپنۍ ویاند د نوي اپډیټ د نیټې څرګندولو په هکله  خاموشې غوره کړله.

مارچ کې واټس اپ کمپنۍ د (ډارک سکرین) یا تیارې پاڼې په زیاتولو سره خپلو کاروونکو ته وښودله، چې د  واټس اپ کمپنۍ مشرانو سره د خپلو کاروونکو د صحت او سترګو فکر هم شته.

د واټس اپ لنډه تاریخچه:

واټس اپ په لمړی ځل په ٢٠١٣م کې د نویو  ځیرک مبایلونو په ډېرېدو سره په “اپ سټور”  او ”اپل سټور ” کې  راڅرګند شو، دا اپ په لنډ وخت کې د نړۍ تر ټولو زیاتو کاروونکو اپ وګرځید او نړۍ کې یې د sms ځای  ونیوه او په  ټوله نړۍ کې یې د انټرنټ په مټ د غږیز، انځوریز او ویډیویي مکالمو کور وګرځید.

د یادونې وړ ده چې د دغه اپلېکېشن  درلودل او کارول په بشپړ ډول وړیا دي.

د واټس اپ اپلېکېشن جوړونکي او اصلي مالکان د یاهو سافټویر کمپڼۍ دوه مخکني کارکوونکي “برین اکشن” او “جان کام ” نومېږي.

دوی په ٢٠١٤م  کې د ”واټس اپ” اپلېکېشن پر  فېسبوک کمپنۍ په ١٩ ملیارده ډالره خرڅ کړ.

د ژمنې له مخې ”جان کام”  او ” برین اکشن” څلور ملیارده ډالر په نغدي توګه سره ترلاسه کړل، او په پاتې پنځلس ملیارده ډالرو، په فیس بوک کمپنۍ کې شریکان شول.

د فېسبوک په پرمختګ سره دوی نور هم شتمن شول. او اوسمهال دا دوه ښاغلي د نړۍ د ملیاردرانو په قطار ځای لري یانې اوسمهال د وټس اپ کمپنۍ څښتن هم د فیسبوک کمپنۍ ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ