واټسپ تر درېيو راتلونکو مياشتو خپله نوې تګلاره وځنډوله

راپور: نسيمه محمدي

د واټسپ د نوې تګلارې اعلان وروسته ټلګرام او سېګنال ته د کاروونکو بې ساري تللو، د دغه اپ د شاتګ سبب شو او دغه کانال اعلان کړه چې خپله تګلاره تر درېيو مياشتو ځنډوي.
واټسپ تېره اونۍ د خپل سياستونو له تغيير خبر ورکړ، چې د کاروونکو له پراخ غبرګون سره مخ شو.
سره له دې چې دغه اپ هڅه وکړه، خپله نوې تګلاره روښانه کړي، خو دا موضوع سېګنال او ټلګرام ته، د کاروونکو د کوچېدلو مخه ونه نيوله.
لومړيو کې واټسپ وغوښتل خپل نوى سياست یا پالیسي د ٢٠٢١م د فبرورۍ له اتمې نېټې پلى کړي، خو اوس دا نېټه د ٢٠٢١م د مۍ مياشتې ١٥مې ته وځنډېدله.
واټسپ په پاپ آپ پيغام کې خپلو کاروونکو ته خبر ورکړى وو، چې بايد د ٢٠٢١م د فبرورۍ تر اتمې د نوي قانون پر بنسټ، فېسبوک سره د معلوماتو په شريکولو سلا وکړي يا هم نور دغه اپ ونه کاروي. اوس نږدې يوه اونۍ وروسته دا اداره له خپل سياست د درېيو مياشتو لپاره لاس اخلي.
د واټسپ د پالیسي له بدلولو وروسته، د فېسبوک، انسټاګرام او واټسپ کمپنيو مديرانو په ټوېټر کې هڅه وکړه، کاروونکي له ګنګسۍ او دوه زړه توب لرې کړي، چې په ښکاره يې بريا هم تر لاسه کړه.
دغه اپ غواړي له درېيو مياشتو د روڼتيا او کاروونکو سره د اړيکو د ښه والي لپاره کار واخلي. په اصل کې واټسپ خپل سياست نه بدلوي او يواځې درې مياشتې وروسته دا قانون پلى کوي، خو اوس هڅه کوي د کاروونکو له تللو مخنيوى وکړي.
له بل پلو، د واټسپ د سياست بدلېدلو او سېګنال ته د ايلان ماسک په هڅونه، کاروونکي سېګنال ته مخه کړه. ورسره ټلګرام هم د ډېرى خلکو د پام وړ وګرځېد او د کاروونکو شمېر يې له ٥٠٠ ميليونه کسانو واوخت.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




قیس احمد د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالیو ته واخیستل شو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

قیس احمد د انګلستان په کورني لیګ «Vitality Blast» سیالیو کې ګډنوالې لوبډلې کینټ واخیست او ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې به افغان لوبغاړی قیس احمد د یادې لوبډلې سره ولوبیږي. کینټ لوبډلې پر ... نور ولولئ