اپریل 20, 2021

انټرنېټ او ویب سایټ څه شی دی او کله رامنځته شول؟

انټرنېټ څه شی دی؟

ـ انټرنېټ له هغه نړېوال جال عبارت دی، چې نږدې د نړۍ هر پوهنتون او حکومت ورسره وصل او منځپانګه یا ځولۍ یې له سلو ملینو زیاتو ویب پاڼو ډکه ده.

له دغه نړېوال برېښنایي جال سره د نړۍ په ملیونونه کمپیوټرونه / سمارټ مبایلونه تړلي او د معلوماتو له دغه سمندره هره شېبه په ملیونونو خلک استفاده کوي.

په انټرنېټ کې له سلو څخه زیات هېوادونه ډول، ډول معلومات، خبرونه او علمي څېړنې خپروي او په دې برېښنایي جال سره ټوله نړۍ د یو کلي بڼه او شکل غوره کړی.

د انټزنېټ رامنځته کېدل، وده او تکامل یې:

په ۱۹۶۲ کال کې د امرېکا د هوایي ځواک له خوا Rand Paul Baran په دې کار وګومار شو، چې داسې سېستم جوړ کړي، تر څو پر امریکا د برید مخه ونیسي او له بله پلوه خپل ځواک له دغو خطرونو خوندي وساتي. رنډ پاول بران له اوږده زیار وروسته د یوې داسې شبکې د جوړولو مشوره ورکړه، چې ډېر کمپیوټرونه ورسره تړلي او مهم معلومات له یوه ځایه بل ځای ته انتقالولی شي.

دغه مفکوره په ۱۹۶۹ کال کې پلې شوه، هغه مهال یوه شبکه رامنځته شوه، چې یوازې څلور کمپیوټرونه یې سره تړلي وو.

په ۱۹۷۲ کال کې د BBN په نوم ادارې یو تن کارکوونکي د Ray Tomlinson لومړی اېمېل پروګرام جوړ کړ.

تر دې دمخه یې انټرنېټ ته د ARPA(Advanced Research Project Agency) نوم اخېست، له یاد شوي پرمختګ وروسته یې ورته د DARPA یا د The Defense Advanced Research Project Agency نوم خپل کړ.

په ۱۹۷۳ کال کې د DARPA کارکوونکې ډله چې مشري یې Vinton Cerf ته تر غاړې وه، په دې بریالی شوه، چې یو شمېر بېلا بېلې شبکې سره وصل او ګټې اخېستنې ته چمتو کړي.

په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل لپاره د دغې ډلې له خوا دغې شبکې ته د انټرنېټ نوم ورکړ شو.

له دې وروسته انټرنېټ په ډېرې چټکۍ سره دومره پراختیا وموندله، چې پوځي یا نظامي ضرورتونو اړتیا یې ورپوره کړه او د ټولې نړۍ د عامو خلکو په خدمت کې شو.

په ۱۹۹۱ کال کې د www (World Wide Web) له خوا پر ټوله ټوله دغه نړۍ جال خپور شو.

دا مهال د یو ځانګړي ادرس له لارې د ځانګړې پاڼې د پېدا کولو پرګرام جوړ شو، چې تر اوسه انټرنېټ د همدغه شان یو جال نوم دی.

ویب پاڼه څه ته وایي:

ویب پاڼه یا وېب سایټ، له انټرنېټه هغه خپرېدونکې انځوریزه، غږیزه او لیکنې بڼه ده، چې له انټرنېټ سره د وصل شوي کمپیوټر پر ښیښه یا سکرین یې لیدلی، لوستلی او اورېدلی شو.

یا په بله ژبه: ویب پاڼه د شخصي، دولتي یا نورو ارګانونو انټرنېټي خپرونه ده، چې د سلګونو یا زرګونو معلوماتي توکو لرونکې ده.

یادونه: په نړۍ کې سل میلیونه سایټونه یا ویب پاڼې شته، چې په سلو کې د ۵۵ زیاتې یې د امریکا له متحده ایالاتو خپرېږي.

د http//www معنا ده:

Hyper Text Transmission Protocol World Wide Web

وروستي مطالب