پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه سرسکالو سیاست له نړۍ

د ډیموکراسۍ هر اړخیزه پيژندنه؛ څه ته وايي او څه په کې دي؟

لیکنه: ياران

راټولونه او زیاتونه: رفیع الله “ساحل

په سیاستپوهنه کې کې یوه تر ټولو اهمه او د بحث وړ موضوع سیاسي نظامونه دي. له سیاسي نظامونو څخه موخه دا ده چې خلک څنګه سره منظم شوي دي او کنټرولېږي.

د انساني ټولنې د تنظیم او کنټرول لپاره مهمه پر هغوی د حاکمیت تصور دی. حاکمیت له کومه کېږي؟ او څه ډول عملي کېږي؟

په دې اړه په مجموع کې د درې ډوله ټولنو تصور شته، چې درې واړه تر بېلابېلو دریو سیاسي نظامونو لاندې ساه اخلي، دا نظامونه عبارت دي له ډیموکراسي، ټوټالیټریانېزم او اټوریټاریانېزم یا هم استبدادي نظام. زمونږ موخه دلته په ډیموکراسۍ هر اړخیز بحث دی د سیاسي نظامونو په نورو نوعو به به په راتلونکو لیکنو کې معلومات وړاندې کړو.

په دې لیکنه کې د ډیموکراسۍ اړوند په لاندې مواردو بحث شوی.

د ډیموکراسۍ په پېژندنه؛

د ډیموکراسۍ په اصولو؛

د ډیموکراسۍ په ډولونو؛

د ډیموکراسۍ په بنسټونو یا اساساتو؛

او د ډیموکراسۍ په زیانونو او ښېګڼو بحث شوی دی.

د دې لپاره چې دا موضوع لا ښه وڅېړو، ځئ چې لومړی ډیموکراسي وپېژنو!

ډیموکراسي

په پښتو کې د ډیموکراسۍ معادل لغت ولسواکي ده، د ډیموکراسۍ لغت له دوو یوناني کلمو څخه ترکیب شوی دی، چې (ډیموس) په معنا د خلکو او (کراټوس) د حکومت په معنا دی.

نو ډیموکراسي د خلکو د حکومت معنا ورکوي او هغه حکومت چې د خلکو له خوا په خلکو باندې کېږي عبارت له ډیموکراسۍ څخه دی. د ډیموکراسۍ په سیاسي رژیم کې حکومت په خپله کړنلاره کې د خلکو اندونه او د ټولنې بنسټیزې اړتیاوې د خلکو په غوښتنه او اراده پلې کوي.

پخواني امریکایي جمهور رئیس آبراهام لینکلن یې تعریف داسې کوي.

“هغه حکومت چې د خلکو لخوا، پر خلکو باندې، د خلکو لپاره کېږي، عبارت له ډیموکراسۍ څخه دی.”

د ډیموکراسۍ اصول

د آزادو او عادلانه ټاکنو له لارې د حکومتي چارواکو ټاکنه.

په سیاسي او ملکي برخو کې د خلکو فعال ګډون

د وګړو د بشري حقونو ساتنه

د قانون پر وړاندې د وګړو مساوات

د ډیموکراسۍ ډولونه

ډیموکراسي په عموم کې په دریو برخو وېشل شوې ده.

۱ – مستقیمه ډیموکراسي؛

۲ – نامستقیمه ډیموکراسي؛

۳ – نیمه مستقیمه ډیموکراسي.

اوس په هر یو په لنډ ډول رڼا اچوو.

مستقیمه ډیموکراسي

مستقیمه ډیموکراسي هغه ډیموکراسي ده چې ټول وګړي پکې يو ډول په عامو پرېکړو کې ګډون وکړي، دا ډول ډیموکراسي یوازې په کوچنیو ټولنو کې ممکنه ده، لکه په یو سیاسي یا ټولنیز سازمان کې یا په یوه قومي او سیمه‌ییزه شورا کې، چې ټول غړي پکې په اسانۍ سره راغونډ شي او موضوعات بحث کړي.

د دا ډول ډیموکراسۍ غوره مثال پخوانی یونان دی، پخوانیو یونانیانو به مستقیمه ډیموکراسي د خلکو د عمومي راټولېدنې پر مټ عملي کوله. په دې ډول راټولېدنه کې به ټولو ښاري اوسېدونکو پرته له ښځو او غلامانو څخه په مستقیم ډول برخه اخیسته.

په اوسني وخت کې دا ډول ډیموکراسي نشته او یوازې په سویس کې درې ښارونه دا ډول ډیموکراسي لري.

مستقیمه ډیموکراسي په اوسني وخت کې د ټولپوښتنې یا ریفرانډم په واسطه په ځینو هېوادونو کې ترسره کیږي. دا ډیموکراسي له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته یو ځل بیا راښکاره شوه، خو یوازې په شوروي اتحاد کې څه ناڅه عملي شوه، یانې د شوروي اتحاد د اساسي قانون پر اساس عالي شورا به د قانون اړوند مسایلو ته د ټولپوښتنې له لارې رسیده‌ګي کوله.

نامستقیمه ډیموکراسي

کومه ډیموکراسي چې نن ورځ په نړۍ کې رواج ده، د نامستقیمې ډیموکراسۍ په نامه یادېږي، په دې ډیموکراسۍ کې د خپلواکو او عادلانه ټاکنو له لارې خلک خپل استازي ټاکي او وروسته په مقننه قوه کې د اکثریت رایې په نظر کې نیول کېږي.

د نامستقیمې ډیموکراسۍ اصول دا دي:

۱ – آزادې ټاکنې پکې ترسره کېږي چې پکې ټول وګړي رایې ورکوي او حکومتي چارواکي پکې ټاکل کېږي.

۲ – دا ډول ټاکنې خلکو ته د بریا چانس په لاس ورکوي، يانې ټاکنې په یوه ګوند یا کاندید پورې محدودې نه وي او که چېرې ولس حاکمو چارواکو ته رایه ورنه کړي، نو دا چارواکي به حکومت هغه چاته پرېږدي، څوک چې د حکومت کولو وړتیا ولري او ولس ورته رایه ورکړې وي.

۳ – د خلکو استازي کولای شي، چې د دولت د سیاست په اړه او هم په اقتصادي، ټولنیزو… او نظامي برخو کې رایه ورکړي.

نیمه مستقیمه ډیموکراسي

دا ډول ډیموکراسي د مستقیمې او نامستقیمې ډیموکراسۍ ترکیب دی او د دواړو نښې پکې لیدل کېږي

په نیمه مستقیمه ډیموکراسۍ کې سیاسي واک په دوو موازي بڼو سره پلی کېږي، یانې هم د خلکو لخوا په مستقیم ډول او هم د دوی د استازو لخوا په نامستقیم ډول. په دې ډیموکراسۍ کې د ولس رایه په دوو ډولونو اخیستل کیږي.

په مستقیم ډول د ولس د ګډون پر بنسټ

د ریفرنډم یا ټولپوښتنې پر بنسټ.

د ډیموکراټیک یا ولسواک حکومت بنسټونه

د ولسواک حکومت بنسټونه عبارت دي له:

پارلمان،

د سیاسي او مدني حقوقو خپلواکي،

اساسي قانون،

د مدني ټولنو موجودیت،

ټولنیز تړون،

د بشر حقوقو رعایت،

د ټاکنو یا استازیتوب اصل،

د رضایت اصل،

د مساوات د اصل رعایت،

د خلکو د څارنې اصل موجودیت،

د خلکو د واکمنتوب اصل،

او تر ټولو مهم د ډلییزو رسنیو او بیان د ازادۍ موجودیت. د ولسواک نظامونو بنسټونه دي.

د ډیموکراسۍ ښېګڼې

دا چې ډیموکراسۍ په نړۍ کې زیات ګرانښت او پراخوالی موندلی، نو لحاظه د ډیموکراسۍ ښېګڼو ته سر ور ښکاره کوو.

د کاري وړتیا لرونکي حکومت لري او دا په عادي او بېړنیو حالاتو کې ښه سنجول کېږي، خو په هر حال عمومي ټاکنې، عمومي کنټرول او عمومي مسوولیت هغه څه دي چې د ډیموکراسۍ کاري وړتیا تر نورو نظامونو پیاوړي کوي، خو د حکومت له کارونو رضایت د ولس په خوښۍ میزان کېږي.

وګړیزي خپلواکۍ په کې ساتل کیږي

ډیموکراسي یوازینی حکومت دی چې وګړیزې خپلواکۍ او حقوق د اساسي قانون پر بنسټ ساتي. جان سټوراټ میل د همدې ځانګړنې پر بنسټ له ډیموکراسۍ څخه ملاتړ وکړ.

د عقیدي او بیان خپلواکې، رسنۍ او ټولنې د مدني حقوقو او خپلواکیو ښې بېلګې دي.

د لاول په خبره په ډیموکراسۍ کې به هېڅوک داسې پیدا نشي چې ووایي، خبره مې اورېدونکی نه لري.

د مساوات یا برابرۍ اصل ساتل

ډیموکراسي په دواړو اړخونو هم اقتصادي او هم سیاسي برخو کې د وګړو مساوات غواړي او د رایې ورکولو حق، د نیوکې حق او ورته نور حقونه پرته له کوم مذهبي او ژبنیز تبعیض څخه مني. په یوې رښتینې ډیموکراسۍ کې هر څوک د ژوند د لومړنیو اړتیاوو او امنیت څخه برخمن وي.

د خلکو لپاره زده‌کړه؛

ډیموکراسي ده چې د خلکو لپاره د عمومي زده‌کړې زیاته تجربه لري. ټاکنیزې سیالۍ په حقیقت کې د خلکو لپاره سیاسي زده‌کړه ده، ځکه په ټاکنېزه سیالۍ کې خلک د سیاستوالو له سیاستونو خبر ترلاسه کوي او دا ډول پوهه او خبر ترلاسه کول د خلکو فکري کچه لوړه بیایي او خلک د هېواد په سیاسي حالاتو باندې پوهوي. د (بورنس) په خبره ټول حکومتونه د زده‌کړې یوه لار لري، خو غوره زده‌کړه هغه ده چې خپل ځان وپېژني او غوره حکومت هغه دی چې پر خپل ځان باندې حکومت وکړي، چې دا دواړه ځانګړنې په ډیموکراسۍ کې شته.

د هېوادپالنې د حس پیاوړتیا

ډیموکراسي د وطنپالنې او له هېواد سره د مینې حس په خلکو کې پیاوړی کوي، چې ښه بېلګه یې خلکو ته د دې واک ورکول دي، چې د خپلې رایې په اساس استازې وټاکي او دا بیا خلکو ته د دې احساس ورکوي چې په خپل هېواد کې له ارزښت برخمن دی او ارزښت ورته ورکول کېږي.

د حکومت ټینګښت

ډیموکراسي د خبرو، اترو او ټاکنو حکومت دی او په همدې وجه له انقلابونو خوندي ده.

نظم او پرمختګ

دیکتاتوري هم نظم ساتي، خو د پرمختګ مخه پکې ډب وي، یانې په خلکو کې پرته له پرمختګه نظم راولي، خو ډیموکراسي په ټولنه کې نظم او پرمختګ دواړو ته لاره هواروي، چې خلک ښه او پرمختللی ژوند ولري.

د خلکو ارزښت

ډیموکراسي د خلکو د ارزښت په منلو سره په خلکو کې ابتکار او استداد تشویقوي او هم په دوی کې د مسوولیت حس پیدا کوي. د میل په خبره (ډیموکراسي تر نورو حکومتونو د ملي غوره بڼه منځته راوړي). خلکو ته د مدني او سیاسي حقوقو ورکړه، هغوی ته د ارزښت ورکول دي چې دا د شخصیت په جوړولو کې مهم رول لوبوي او دې چارې ته ولسواک نظامونو یا حکومتونو پراخه زمینه سازي کړې/ کوي.

ډیموکراسي د کارپوهانو او د خلکو د استازو حکومت دی

کارپوهان او متخصص خلک بیا هغه څوک دي چې د یوې ټولنې د حیات اکسیجن بلل کېږي او د واکمنو په مغزونو کې د خپلو طرحو د ور پېچکارې په کولو سره ټولنه له بد وضعیت را ویستلی شي. دا چې کارپوهان د ولس له منځه راوتلي او حکومت د کارپوهانو نظریات اوري او ارزښت ورته ورکوي، بناً دا چاره د ولس او حکومت ترمنځ ټینګې اړیکې منځته راوړي.

د ډیموکراسۍ نیمګړتیاوې

د ښیګڼو تر څنګ د ډیموکراسۍ ور یا دروازه د هغې بد ګڼو یا نیمګړتیاوو ته هم ور ټکوو، ځئ چې د ډیموکراسۍ بدګڼې هم وپېژنو.

د ناپوهو خلکو واکمني

ارستو چې د سیاست د پلار په نامه یادېږي، ډیموکراسي د حکومت فاسده بڼه بولي، د ده په آند دا د بېوزلو، ناپوهو او شاته پاتې خلکو حکومت دی.

آپلاتون چې د ده ښوونکی و، ډیموکراسي د جهالت واکمني بولي.

(لِکي) ډیموکراسي د ناپوهو، جاهلو او نا لایقو حکومت بولي.

په ډیموکراسۍ کې رایې شمیرل کیږې، تلل کیږې نه، یانې په ډیموکراسۍ کې د پوه او نا پوه رایې دواړه یو شان ارزښت لري.

په ډیموکراسۍ کې ولس د نوماند پوهې ته نه ګوري، یوازې د هغه د خولې په خبرو باندې قضاوت کوي، رایه ورکوي او واک پکې ناپوهه خلکو ته انتقالېږي، چې دا بیا دې ته زمینه برابروي، چې حکومت په منفي لوري ګامونه واخلي.

د شتمنۍ د زیاتوالي لپاره کار کول

زیاتي نوې ډیموکراسۍ سرمایه دي. دا ډیموکراسۍ د شتمنو له پوړ څخه ملاتړ کوي، ځکه خو مارکسیسټانو د امریکا ډیموکراسي د (ډالرو ډیموکراسي) ګڼلې ده. د مارکسیسټانو په آند رښتینې ډیموکراسې هغه وخت منځته راځي، کله چې سرمایه‌داري له منځه ولاړه شي او د بډایه او بېوزلو ترمنځ توپیر نه وي، خو لیکن ډیموکراسۍ کې زیاتره وخت دا ډول حالت خوب و خیال وي.

 د ډېرکیو د حکومت نشتون

پر ډیموکراسۍ باندې زیات نیوکه کوونکي پر دې آند دي چې په ډیموکراسۍ کې د ډیرکیو حکومت نشته، ځینې وختونه هغه رایې چې واکمن ګوند یې ترلاسه کوي، تر هغو کمې وي، کومې چې مخالف ګوند یې ترلاسه کوي. سربېره پر دې واک څو واکمنان پلی کوي، لکه د دولت مشر، د ګوند سیاسي کمېټه او داسې نور…

نو ځکه خو ګادوین ډیموکراسي د چلبازانو، ګوندي فریبکارو مشرانو او غولوونکو سیاستوالو حکومت ګڼي. پر ډیموکراسۍ باندې یو نیوکه کوونکي ډیموکراسي (د سیاستوالو حکومت، د سیاستوالو لخوا پر سیاستوالو) باندې تعریفوي.

نو پر همدې بنسټ ویلی شو هغه څوک ګې د یو جوړښت/ ډیموکراټیک حکومت په سر کې واقع وي، هغه حکومت کوي او د ډیرکېو د حکومت ادعا بې معنا ده.

په ډیموکراسۍ کې د استازو د اصل نیمګړتیا

په ډیموکراسۍ کې د خلکو په رایه ټاکل شوی استازی نشي کولای د خپلې سیمې هر اړخیز استازی شي، دې یوازی کولای شي چې د خپل پوړ استازی شي او د ژوند د ټولو برخو استازیتوب مثلاً یو حقوقپوه څنګه کولای شي چې بزګرو، آهنګرو تخنیکارانو او نورو پوړونو استازی شي.

 د برابرۍ له اصل ناوړه ګټه اخیستنه

په ډیموکراسۍ کې تل په دې درواغجن اصل چې وګړي د حکومت ټاکنه کې یو شان برخه اخیستلی شي ټینګار کېږي، حالانکه چې د حکومتي چوکیو موقفونو انحصار بیا د یو څو محدودو اشخاصو په لاس کې وي، چې دا بیا د نورو اشخاصو پوهې او شخصیت ته سپکاوی دی.

نارښتینې زده کړه

په ډیموکراسۍ یوه نیوکه دا هم ده چې له خلکو حقایق پټ ساتل کیږې او خلکو ته نارښتینې سیاسي و مدني زده‌کړه ورکول کېږي، یانې جار او قربان صرف د ټاکنیزو سیالیو پر مهال خلکو ته کېږي او وروسته خلک د (قصه اش نباش) په الفاظو له ذهنه اوباسي.

ډیموکراسي د علمي، هنري او ادبي پرمختګ مخنیوی کوي. د (بورنس) په قول هر پرمختګ او تمدن چې ډیموکراسي یې راولي منځنی او ټکنی وي.

د ډیموکراسۍ اخلاقي نیمګړتیا

ډیموکراسي د  ټاکنو پر مهال د ګوندونو ترمنځ فریبکارانه او نارښتینې سیالي چې د واک پر سر کېږي له اخلاقي اړخه د خلکو د کمزورتیا لامل ګرځي او په ټولنه کې فساد هم زیاتوي. ډیموکراسي واکمنان دېته هڅوي چې اخلاقي ارونه تر پښو لاندې کړي.

له فردیت او خپلواکۍ سره مخالفت

ډیموکراسي د خلکو رښتینې فکري خپلواکي له منځه وړي او د خلکو عقل بېځایه لګوي. په ډیموکراسي کې په روڼ اندو او کارپوه خلکو ملنډې وهل کېږي، یوازې هغه کارپوهان مخته دي چې بیځایه نیوکې کوي او د حکومت نیمګړتیاوو ته د خیاط په رول کې بخۍ ګنډي، نو ځکه خو سوکرات د خپلې رښتنولۍ له امله د شکران د زهرو په څښلو باندې مجبور شو. ګاندي د خپلې رښتینې مبارزې له امله د یوه متعصب او ناپوه هندي لخوا ترور شو او خان عبد الغفار خان د خپل ولس د حقوقو د غوښتلو او د عدم تشدد پر وړاندې د مبارزې له امله کلونه، کلونه د بند تورې تمبې تجربه کړې.

په ډیموکراسۍ کې پر ملي ګټو د ولس استازي خپلې سیمه‌ییزې ګټې لوړې ګڼي.

د حکومت زیات لګښت

ډیموکراسي د زیات لګښت لرونکې حکومتولي ده، او دا د ټاکنو اړوند په تبلیغاتو کې ښه جوتېږي، مثلاً د ډیموکراسۍ تر ټولو ستر مبلغ او تمثیل کوونکې امریکا، په امریکا کې په میلونونو ډالر پر ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو باندې لګېږي.

د حکومت بې ثباتي

ډیموکراسي تر هغه وخته با ثباته وي چې د خلکو له ملاتړ برخمنه وي، که د خلکو ملاتړ ترې لرې شي ولسواک نظامونه ژر را ړنګېږي، چې تر ټولو ژر پکې د څو ګوندیز نظامونو درلودونکي ولسواک نظامونه بدلون کوي، لکه داسې ویل کېږي چې (فرانسویان چې څومره ژر خپل کالي بدلوي هغومره ژر وزیر بدلوي).

د ګوندي سیاست زیانونه

سیاسي ګوندونه د ډیموکراسۍ لپاره اړین دي، په داسې حال کې چې سیاسي ګوندونه واک ته له رسېدلو وروسته د مقابل ګوند په کارپوه اشخاص ځپي او د سیاسي واک یوه کوچنۍ برخه هم په لاس نه ورکوي. او دا تور داغ بیا د ډیموکراټیک نظام د منځه وړلو لپاره زمینه برابروي. د بریس په آند سیاسي ګوندونه دوه مخي او چاپلوسي تشویقوي او اخلاقي معیارونه له منځه وړي. میشلز بیا وایي، چې ګوندونه د اولیګارشۍ اوسپنیز قانون پلی کوي، یانې مشران پرېکړه کوي او پلویان ځان ور سپاري.

د ځینې پوهانو په آند ډیموکراسي د حکومت هغه بڼه ده چې پسونو ته د شپانه د ټاکلو حق ورکول کېږي او خلک هم بیا پسونه پاتې کېږي.

د پرېکړو پیچلتیا

ډیموکراسي د دري ګونو قواو پر تفکیک او بېلتون باور لري، چې دا بېلتون د حکومت د پرېکړو د ځنډ او پیچلتیا لامل ګرځي. هر کله چې د یوه کار په اړه مشوره کېږي، نو پرېکړه ډېر اوږد وخت نیسي. په داسې حال کې چې په دیکتاتوري او نورو نظامونو کې بیا واک یووالی لري او هره پرېکړه ژر کېږي.

په هر حال دا بحث به د بریس او مونتیسکو په اقوالو را غونډ کړو.

(بریس) چې د نړۍ د ډیموکراسیو په اړه یې څېړنه کړې ده، د ډیموکراسیو نیمګړتیاوي په لاندې ډول په ګوته کړي.

  • د پیسو واک د مقننه او اجرایه قوې د کارونو د مخنیوي لامل ګرځي؛

  • سیاست د ګټې د لاسته راوړلو لپاره په یوې آلې باندې بدلېږي؛

  • د هېواد له ټولو دوکتورینو څخه یو شان ګټه نه اخیستل کېږي.

مونتیسکو بیا وایي، چې د ډیموکراسۍ بد عادت دې دا دی چې ارزال/ رزیل خلک په تا کې واک ته رسېږي.

نو بناً د ډیموکراسۍ نیمګړتیاوو ته په کتو سره سړی داسې فکر کوي، چې ډیموکراسي لا تر اوسه د پیاوړتیا پولې ته نه ده رسېدلې.

مأخذ: د سیاستپوهنې بنسټونه/ پوهنیار اختیار هجرت الله.

② مختلف لکچر نوټونه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ