د غوسې مدیریت؛ غوسه څه ده؟

ژباړه: صديقه پوپلزۍ
غوسه، هغه څه ته وایې چې په ځینو پېښو کې موږ خپل ځان نشو کنټرولولای او غیرارادي حرکات ترسره کوو؛ غوسه هم خپل ډولونه او حالتونه لري.
کومه غوسه چې موږ خپل د وجود دنننه یې ساتو او ښخوو یې وړو، هغه ډېره جدي ده او کولای شي موږ ته ستونزه جوړه کړي، که موږ تل غوسه وکړو، زموږ د دې چلند لپاره زموږ ټولې اړیکې له منځه ځي.
داکټر چارلز اسپیل برګر د ارواپوهنې متخصص د غوسې په هکله وایي؛
غوسه یو احساسي حالت دی، چې کچه یې د لږ خفګان او غوسې څخه پیلېږي او تر ډېر غضب پوري رسېدای او بدلېدای شي.
خو موږ کولای شو د خپلې غوسې کمېدلو / ورکېدو لپاره له دې درې لارو څخه ګټه واخلو.
خپله غوسه باید سرکوب یا خپل دنننه کې ونه ساتو؛ ځکه هغه که یو دم حالات مو خراب شي زموږ غوسه غضب باندې بدلېدای شي، خپله غوسه ځینې وخت څرګنده کړو ترڅو ذهن مو ارامه شي. مثلا کولای شو خپل غوسه پر میز یا هم بل څه څرګنده کړو، او یا هم خپله ارامتیا وساتو، مخکې له دې چې غوسه شو دا فکر وکړو چې د دې پایله زموږ په ګټه نه ده، بیا نو کولای شو خپله ارامتیا وساتو.
غوسه خپل ډېرې پایلې لري؛
که موږ ډېره غوسه وکړو، زموږ د عمر د کمېدلو سبب کیږي، الزایمر پیدا کوو، اړېکې مو خرابې او له چا سره ښې اړیکې نشو ټينګولای او زموږ د چاغېدلو سبب هم کیږي.
غوسه خپلې نښې هم لري، کله چې موږ د هیجان په وخت کې غوسه کیږو، څېره مو بدلون کوي، عضلې مو یخې/ سړې یا ګرمېږي، ساه مو بدلون کوي.
چلند مو بدلون کوي، یا مخته یا هم شا ته ځو، خپل لاس موټی کوو، غږ مو لوړېږي، چیغي وهو.
خو کله چې ذهن مو ګډود وي او غوسه شو، هغه هم خپلې نښې لري لکه؛ نشو کولای ښه فکر وکړو، یو فکر مو تل ذهن کې پاته کیږي، ذهن مو ګډود وي، ذهني ستړیا هم ده.
د ځینو لارو په وسیله کولای شو موږ خپله غوسه کنټرول کړو؛
د غوسې له عواملو څځه باید لري شو، کله چې خپله غوسه اوسو، یا هم نور په غوسه کې ووینو نو یو ډول طنز لرونکې خندا وکړو، ستونزه حل کړو، د خپل فکر ډول ته بدلون ورکړو او ځان بوخت وساتو.
له دې لارو څخه کولای شو چې غوسه مو کنټرول او ځان ارامه کړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي