بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

د وخت د مدیریت ګټه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که هر څومره هڅه کوئ، نه شئ کولای، ټولو هغو کارونو ته چې تاسو ته سپارل شوي رسیده ګي وکړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې د وخت په مدیریت کې له ستونزو سره مخامخ یاست.

د وخت مدیریت بریا ته د رسېدو تر ټولو غوره تګلاره

د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره، چې په اړه مو یې پروګرام جوړ کړی دی، تل وخت مو کمېږي!؟ داسې چې د ساعت عقربې ستاسو په خوښه نه څرخي او په ډېرې چټکۍ سره څرخي او تاسو په  هغو وړو او غټو ډېرو کارونو سره، چې پر غاړه یې لرئ نه شئ کولای، چې ترسره یې کړئ او کارونه له هغې ورځې څخه یوه ورځ وروسته ترسره کوئ، کومه چې درته ټاکل شوې وه، دا لیکنه ستاسو لپاره ده، موږ د وخت د مدیریت د اصولو په مرسته کولای شو څلیریشت ساعته ورځ ستاسو لپاره اوږده کړو.

په یوه لاس څو هندواڼې را پورته کوئ؟

دا چې د ورځې په اوږدو کې په موازي توګه لسګونه کارونه پرمخ بیایئ، ډېر مه ویاړئ، ښایي دلیل یې همدا وي، چې تل مو وخت کمېږي او نه شئ کولای کارونه په هغه توګه لکه څنګه یې چې تمه لرئ، پرمخ یوسئ، رښتیا دا دي، چې یوازې د انسانانو کوچنۍ ډله څو دنده ایزه ده او پاتې نور انسانان یوازې په دې فکر، چې ټول کارونه په هم مهالې توګه ترسره کولای شي، د اړینو وړتیاوو له لرلو پرته په خپل ځان باندې ګڼه ګوڼه جوړوي. که تاسو هم د هغو انسانانو له ډلې څخه یاست، چې د څو دنده ایز مهارت د لرلو په بهانه، ډېر زیات مسؤولیتونه پر خپله غاړه اخلي، باید په دې باندې پوه شئ، چې د وخت د کمېدلو یو له اصلي دلایلو څخه همدا موضوع ده.

څه باید وکړو؟

د ارزښت او د ترسره کولو د وخت په ترتیب د خپلو سبانیو کارونو یو لړ لیک جوړ کړئ، هغه کارونه، چې نه شئ کولای په هغه ورځ یې ترسره کړئ یا دا چې ترسره کول یې د بل چا پر غاړه ور واچوئ، پرې سره لیکه را وکاږئ، په یاد مو وي، چې تاسو د ټولو کارونو د ترسره کولو مسؤول نه یاست او همدا چې په ورځ کې درې مهم کارونه ترسره کړئ، ډېر ښه او غوره دی. که د ژوند شریک مو کولای شي ځینو چارو ته رسیده ګي وکړي، ترې مرسته وغواړئ. باور وکړئ، چې په یوه لاس د څو هندواڼو را پورته کول، تل د ځواک او پیاوړتیا ښکارندویي نه کوي.

بې خوبه یاست؟

اروایي فشار (سټرس) د هغو کارونو پای ته نه رسېدل، چې د ترسره کولو لپاره مو یې خپل ځان اړ کړی دی، کېدای شي تاسو بې خوبه کړي، یا دا چې اړ مو کړي، چې له خپل ځان څخه څو ساعتونه په پور واخلئ او د ښه ویده کېدلو پرځای، چې لا هم سبا شوې نه ده، له خوبه را ویښ شئ او په یو بل باندې انبار شویو کارونو ته رسیده ګي وکړئ، خو که هغو ورځو ته وګورئ، چې خپلو مسؤولیتونو ته د رسیده ګۍ لپاره مو په خپل ځان باندې خوب حرام کړی، نو وبه وینئ، چې د ورځې په پای کې هم څو نابشپړ کارونه درته پراته دي او د ډېر وخت لرل، هم ستاسو د کارونو د پای ته رسیدو سبب نه دی شوی.

څه باید وکړو؟

نا کافي خوب نه یوازې په اوږد مهال کې کولای شي، جسمي او اروایي روغتیا مو له ګواښ او خطر سره مخ کړي، بلکې حتا په هماغه ورځ کې هم کولای شي، چې پر معلوماتو باندې د مغز د تمرکز کولو ځواک مو را ټیټ او تاسو پڅ او کم دقته کړي. که غواړئ، چې خپلو ټولو کارونو ته رسیده ګي وکړئ، نو د شپې له مخې اووه ساعته ویده شئ او د ورځې په منځ کې خپل ځان یوه شل دقیقه ایز چرت ته مېلمه کړئ، ترڅو مغز مو په لا ډېر چمتووالي سره، ستاسو پروګرامونه ترسره کړي.

د نورو عادتونه کاپي کوئ؟

که کارونه مو د نورو د چلندیزو بېلګو پر بنسټ ترسره کوئ، طبیعي ده، چې وخت مو کمېږي او کارونه به په هغه توګه چې تمه یې لرئ، پرمخ بو نه ځئ، دا نباید هېر کړئ، چې د هرد فرد هغو وړتیاوو او محدودیتونو ته په پام سره، چې لري یې، کولای شي د کارونو د ترسره کولو لپاره په فرد پورې منحصره تګلاره وټاکي او دا چې له یوې لارې څخه تېرېدل د یوه فرد لپاره بریا له ځان سره لري، په دې مانا نه دی، چې هرڅوک له هغې لارې څخه په تېرېدو سره بریا ته ورسېږي.

څه باید وکړو؟

د نورو د عادتونو د کاپي کولو پرځای، د ستونزې د حل لپاره د خپل ځان لپاره ځانګړې د حل لاره پیدا کړئ، نه وایو، چې د نورو له ماتو او بریاوو څخه درس مه اخلئ، ټاکل شوې نه ده، چې هر څه له صفره پیل کړئ، خو نباید د نورو تجربو ته د کتلو په خاطر، نوښت خوشې کړئ او له موندنې (کشف) څخه لاس واخلئ.

مړۍ له خپله سره تاووه وئ  

حتا که له ویل شویو تېروتنو څخه یوه یې د وخت د بېځایه مصرفېدو سبب هم نه شي، د کارونو د تګلوري په اوږدولو سره، کولای شئ د کارونو په ترسره کولو کې د خپلې چټکتیا کچه را ټیټه کړئ. تاسو چې هره ورځ باید څو بېلابېلو کارونو ته رسیده ګي وکړئ، که د مسؤولیتونو د ادغام له دود او تګلارې سره آشنا ونه اوسئ، نو په پرېکنده ډول د ورځې تر پایه، له هغو کارونو څخه نیم به یې هم ترسره نه کړئ، کوم چې تمه مو یې لرله.

څه باید وکړو؟  

د کارونو د ترسره کولو د لارې د لڼدولو لپاره، باید ورته کارونه په هم مهالې توګه له یو بل سره ترسره کړئ. د بېلګې په توګه: که هم خواړه پاخه کړئ او هم مېز ترتیب او تنظیم کړئ، د پیاز سورکېدو په واټن کې کولای شئ مېز ترتیب او تنظیم کړئ او کله چې خواړه د دم کېدو په حال کې شول، نو په بل کار پسې لاړ شئ، له دې بېلګې څخه په ټولو هغو کارونو کې ګټه واخلئ، چې د ورځې په اوږدو کې یې باید ترسره کړئ.

په هر ځای کې مو ساعت لګولی دی؟

که په مخامخ دېوال، د خپلې خونې د مېز په څنډه کې، په لاس باندې، په خپل کاري مېز باندې، لنډه دا چې په هر ځای باندې مو چې کله نا کله سترګې لګېږي، ساعت مو لګولی، ایښی او یا هم تړلی دی، نو باید د هغو کارونو د نه پای ته رسېدو تمه هم ولرئ، کوم چې د ترسره کولو هوډ مو یې درلوده.

د ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره د وخت مشخص کولو په اړه له بریده زیاته اندېښنه، کولای شي، تاسو له خپل پروګرام څخه شاته پاتې کړي. که له ساعت سره د مینه لرونکو انسانانو له ډلې څخه یاست، باید په دې باندې پوه شئ، کوم اروایي فشار، چې دا اندېښنه پر تاسو باندې راولي، د ورځنیو کارونو په ترسره کولو کې ستاسو د ناکامۍ یو له همېشنیو دلایلو څخه ګڼل کېږي.

څه باید وکړو؟  

د یوې ورځې لپاره هم که کېدلای شي، له ساعت څخه پرته ژوند وکړئ. که په دې اړه اندېښمن یاست، چې له ښوونځي څخه د ماشومانو د راوستلو وخت به تېر شي، کولای شئ د ماشوم د یادولو لپاره یو ساعت ځانګړی کړئ او په یوه ځای کې یې کېږدئ، نه د خپلو سترګو پر وړاندې. خپل ځان ته ووایئ هر کله چې د لومړۍ شمېرې کار پای ته ورسېده، نو د دویمې شمېرې کار پیلوئ او د ساعت د عقربو د څرخېدلو په اړه د اندېښنې په خاطر، کارونه نیمګړي نه خوشې کوئ.

له بریده زیات ټولنیز یاست؟

ښایي دې ته به مو پام نه وي، چې د ورځې څو ساعتونه په ټولنیزو شبکو باندې مصرفوئ، خو که یوه ورځ په ډېرې ځیرکتیا سره دې چلند ته وګورئ، نو به وینئ، چې د وخت یوه ستره برخه مو په اینسټاګرام، خبري سایټونو او د برېښنا لیکونو په چک کولو باندې تېرېږي، حتا که څو ساعتونه په دې رسنیو باندې ونه لګوئ، ښایي د کار په منځ کې د دې پاڼو په چک کولو سره، تمرکز مو له منځه یوسئ او د کارونو د ترسره کېدو وخت اوږد کړئ.

څه باید وکړو؟

پرځای د دې چې هر نیم ساعت وروسته یو ځل خپل ځیرک ټیلیفون را واخلئ او نا لوستل شوي پیغامونه ولولئ، له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، ترڅو پورې چې هغه کار پای ته نه وي رسېدلی، کوم چې پرې بوخت یاست، نو خپل ځیرک ټیلیفون نه را اخلئ او مجازي شبکې نه چک کوئ. پرځای د دې چې هر څو دقیقې وروسته خپل ځیرک ټیلیفون را واخلئ او په مجازي شبکو پسې لاړ شئ، نو یو ساعت په انټرنېټ کې وګرځئ او مه پرېږدئ، چې په انټرنېټ کې ګرځېدل مو د کارونو د ترسره کولو لپاره تمرکز له منځه یوسي.    

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ