چای که قهوه؟ کوم یو وڅښو؟

ژباړه: عایشه حیدري

چای او قهوه، دواړه د نړۍ تر ټولو ډېر څښل کېدونکی او خوندور څښاک دي او ډېر مينه‌وال لري. ان کولای شو ووایو چې له اوبو څخه وروسته په ټوله نړۍ کې خلک له چای او قهوې څخه ډېره ګټه اخلي.

تور چای د چای کورنۍ په مېنځ کې په ټوله نړۍ کې ډېر تولېدېږي او د چایونو په مېنځ کې تر ټولو ډېر څښونکي لري او له دې پلوه یې په ټوله نړۍ کې لومړي مقام ترلاسه کړی دی. په ټوليز ډول د ټولو چایونو ۷۸سلنه تولید د تور چای تولید دی.

چای او قهوه دواړه روغتیا ته ډېرې ګټې لري خو ځینې توپیرونه هم لري. د بېلګې په ډول په قهوې کې د شته کافيينو کچه په چای کې د شته کافيينو په پرتله دوه چنده لوړه ده.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته په دې اړه مالومات در کړو چې د چای څښل ډېره ګټه لري او که د قهوې؟

د قهوې او چای ترمېنځ یو اړین توپیر په دغو دوو څښاکونو کې د کافيين کچه ده. په قهوې کې د شته کافيین کچه په چای کې د کافيین کچې په پرتله دوه چنده لوړه ده.

څېړونکي په دې باور دي چې د ورځې په اوږدو کې د کافيین ۴۰۰میلي ګرامه څښل، د قهوې د څښلو عادي کچه ده. که څه هم د کافيين د لږې کچې څخه ګټه اخیستنه روغتیا ته ګټه لري خو د کافيين له حد څخه ډېره ګټه اخیستنه کولای شي روغتیا ته ځینې زيانونه د بېلګې په ډول د زړه ټکان رامنځته کړي.

چای او قهوه دواړه د انټي اکسیډنټ غوره سرچینې دي او کولای شي له تاسو څخه د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې ساتنه وکړي.

همدارنګه دواړه د ځينو ناروغیو د کنټرولولو او درملنې ته هم ډېر ګټور دي.

په ټوليز ډول باید ووایو چې د دغو دواړو څښاکونو د ګټو ترلاسه کولو لپاره باید دا دواړه څښاک وڅښو. هر څو که روغتیا پوهان په دې باور دي چې له قهوې څخه ډېره ګټه اخیستنه د روغتیا لپاره ځینې ستونزې رامنځته کوي.

که څه هم د قهوې څښل له ځان سره ځینې جانبي عوارض لکه د زړه ستونزو، د زړه د ټکان ډېرېدل او د وينې د فشار لوړېدل لري.

خو څېړنو ښودلي چې له قهوې څخه په منځنۍ کچې ګټه اخیستنه خطر نه لري.

کولای شو ووایو که غواړئ چې له دغو دوو څښاکونو څخه ډېره ګټه واخلئ، د یوه ارامونکي څښاک په لټه کې یاستئ او غواړئ چې له دغو دواړو څښاکونو څخه یو وټاکئ نو چای تر ټولو غوره ټاکنه ده.

خو که غواړئ چې د ماغزو فعالیت مو لوړ شي او د خپلې هوښیارۍ کچه لوړه کړئ، قهوه وټاکئ. خو پام مو وي چې له کچې ډېره قهوه ونه څښئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرسته راټولوو

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

ملګري ملتونه افغانستان ته د شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرستې د جلب په لټه کې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویلي، چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او ... نور ولولئ