اپریل 19, 2021

ویسټ انډیز د سریلانکا څخه لړۍ وګټله؛ تاریخي ریکارډ هم پکې و

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب له سریلانکا څخه د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ دوه پر یو وګټله.

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه، چې د مارچ میاشتې په درېیمه نېټه ترسره شوه، پکې لومړی سریلانکا لوبډلې توپوهنه وکړه، سریلانکا په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۳۲ منډو هدف وټاکی.

کله چې ویسټ انډیز لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۳،۱ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په څلورو ویکټو یې سریلانکا ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه.

 

دویمه شل اوریزه لوبه

 

دویمه شل اوریزه لوبه چې د مارچ میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شوه، پکې لومړی یوځلې بیا سریلانکا توپوهنه وکړه، سریلانکا د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره دا ځلې ۱۶۰ منډې جوړې کړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکی.

کله چي ویسټ انډیز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۸،۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې وکړې او په دویمه شل اوریزه لوبه کې یې د سریلانکا څخه په ۴۳ منډو توپير ماته وخوړه.

 

درېیمه شل اوریزه لوبه

 

درېیمه لوبه چې نن سهار وختې ترسره شوه پکې لومړی سریلانکا توپوهنه وکړه، سریلانکا د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۳۲ منډو هدف وټاکی.

کله چې ویسټ انډیز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د سریلانکا له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې سریلانکا ته په دریو ویکټو ماته ورکړه.

 

پکې تاریخي ریکارډ

 

د ویسټ انډیز د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي کیرون پولارډ د سریلانکا په وړاندې د دریو شل اوریزه سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ زبردسته توپوهنه وکړه، چې په یوه اور کې یې شپږ شپږیزې ووهلې او تر هیرچیلي ګیبز او یوراج سینګ راوروسته د کرکټ په تاریخ کې درېیم لوبغاړی شو، چې دا کارنامه ترسره کوي.

کیرون پولارډ د سریلانکا په وړاندې یاده لوبه کې په ۱۱ توپونو ۳۸ منډې وکړې، چې پکې شپږیز شپږیزې یې یوه اور کې د سلو توپ‌اچونکي اکیلا ډانانجیا په وړاندې ووهلې.