اپریل 23, 2021

ویسټنډیز؛ د کرکټ د پیاوړو لوبغاړو مرکز

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله وخت ناوخت یو هیرو یا اتل لري، له ۱۹۹۰ کال وړاندې یې سر وي وي ریچارډس درلود، چې د نړۍ په کچه غوره لوبغاړی و.

له دې وروسته یې برېن لارا وموند چې په ټېسټ لوبو کې یې تر اوسه چا د څلور سوه منډو ریکارډ نه دی مات کړی.

بیا ورپسې کرېس ګېل رامېدان ته شو، چې د نړۍ په کچه یو مطرح او پیاوړی لوبغاړی بلل کېږي.

له ده وروسته پولارډ خورا خطرناک توپ وهونکی دی، چې ډېری وختونه یې د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره او ورسره په سوداګریزو لیګونو کې لوبغالي ګرم ساتلي دي.

له دې سره په دوو نړیوالو شل اوریزو جامونو کې مالن سمیولس هغه لوبغاړی و، چې د ویسټ انډیز لپاره یې اتلولۍ وګټلې.

په ۲۰۱۲ کې یې په پایلوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه او د لسېت ملېنګا یارکرې د سمیولس لخوا خورا په قوت سره پورته شول او له لوبغالي یې بهر کړل.

هغه په سریلانکا ۸۹ منډې وکړې او بالاخره یې پایلوبه وګټله.

په ۲۰۱۶ کې یې هم خورا هسکې شپږیزې ووهلې او پایلوبه یې وګټله.

په ځوانو لوبغاړو کې یې نیکولاس پوران او شېمرن هېټمېر خورا ځواکمن او توپوهنې ته جوړ لوبغاړي دي.

په لس اوریز کرکټ لیګ څلورم پړاو کې پوران په ۲۱ توپونو ۸۹ منډې وکړې، چې ۸ یې پکې شپږیزې وهلې وې.

نوموړی د کریم جنت لخوا کېچ اوټ شو.

شېمرن هېټمېر له ډیلي لوبډلې سره په آی پي اېل کې خورا ځلېدلی او د ۲۰۲۰ آی پي اېل کې یې هم ډېره چټکه توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه.

شېرفېن رترفورډ بل هغه لوبغاړی دی، چې په راشدخان یې په ۲۰۱۷ کال لس اوریز لیګ کې څلور شپږیزې سر په سر ووهلې.

ویسټ انډیزیانو دوه ځلې د لس اوریز کرکټ لیګ اتلولۍ ګټلي دي.

دوی دوه ځلې نړیوال شل اوریز جامونه هم خپل کړي دي.

انډری رسل بل هغه خطرناک توپوهونکی دی، چې آی پي اېل کې یې تل هسکو شپږیزو خلک ګوته په غاښ کړي او په بالرانو یې سرونه ګرځولي.

یعنې په ټوله کې ویسټ انډیزیان لوړ قدونه او ځواکمنۍ تنې لري، چې دې جوړښت ورسره دا مرسته کړې، چې ښه توپوهنه وکړي.

خو په توپ اچونه کې بیا لږ کمزوري دي او چټکه توپ اچونه یې په زړه پورې نه ده.

بل پلو که وګورو په سپېن بالېنګ کې سمیول بدري او سونېل نرېن هغه بالران دي، چې د نړۍ په کچه توپ اچونه کې مشهور دي او په زړه پورې توپ اچونه کوي.

نرېن زبردسته توپ وهنه هم کوي.

په دې وروستیو کې پولارډ د سریلانکا په بالر اکېلا دننجایا شپږ شپږیزې په یوه اوور کې په پر له پسې ډول ووهلې او د حضرت الله ځاځي، هارشل ګېبز او یوراج سېنګ ریکارډ سره یې ځان برابر کړ.

د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ لوبه کې دوه ریکارډونه جوړ شول، یو ریکارډ دا و، چې اکېلا دننجایا په دویم اوور کې د وېکټو هېټرېک وکړ، خو په شپږم اوور کې پرې پولارډ د شپږیزو غبرګ هیټریکونه وکړل او شپږ شپږیزې یې ورکړې.

ویسټ انډیزي لوبغاړي په تخنیکي توپوهنه کې دومره پیاوړي نه دي؛ خو په سخته توپوهنه کې ځواکمنو شاټونو کې نوم لري او دا یې د وجود غټوالي او قوت پورې تړاو لري.

لوبډله یې زیاتره وخت بې ثباته وي او ژر، ژر سوځېږي، چې زیاتره وخت په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې په څېر له ستونزو سره مخ وي.

 

وروستي مطالب