اپریل 21, 2021

پنځه کلونه مخکې همدا ورځ ویسټ انډیز ته خورا تاریخي وه

د ۲۰۱۶م کال د اپرېل میاشتې په درېیمه د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې ویسټ انډیز ـ انګلستان ته ماته ورکړه او یاد جام یې په خپل نوم کړ.

 

د یادي پایلوبې حال

 

لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، چې ۱۵۵ منډې یې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکی.

ویسټ انډیز درې ویکټې په ۱۱ منډو دلاسه ورکړې، خو وروسته یې په زړه پوري لوبه وکړه.

په وروستیو دوو اورونو کې ویسټ انډیز ته د ګټلو لپاره ۲۷ منډې پاتې وي. لوبه د ویسټ انډيز له لاسونو هغه مهال ووتله چې ویسټ انډيز په دغه اور کې یواځې ۸ منډې جوړې کړې. وروستي شپږو بالونو باندې ۱۹ منډې پاتې وې. په ۶ بالونو ۱۹ منډې پوره کول خورا سخت کار دی. کارلوس بارت وایټ توپوهنې ته ولاړ و. بین سټوکس توپ اچونې ته راغی. لومړی دوهم درېیم او څلورم بال یې پرلپسې شپږیزې ووهلې. نوموړي هغه څه وکړل چې نورو توپوهونکو ته خورا سخت کار دی او په دې کار سره یې ټول حیران کړل.

د یادونې وړ ده چې ویسټ انډيز په نړیوال جام کې یواځېنۍ لوبه د افغانستان پر وړاندې وبایلله او نورې ټولې یې وګټلې.

 

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ