راجر هارپر؛ د ویسټ انډیز لوبډله په درجه‌بندۍ کې وروسته ده

یاران سپورټس
د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ د غوراوي برخې مشر راجر هارپر ویلي، چې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ م کلونو کې د باتجربه لوبغاړو درلودونکې وه، خو اوس اوسمهال پکې لوبغاړي نوي دي او دا چاره به ویسټ انډیز په نړیوال جام کې له ستونزو سره مخ کړي.
د هارپر په خبره: “موږ په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ م کلونو د شل اوریزو جامونو اتلولي د ډیرین سمي په لوبډلمشرۍ کې وګټلې او دا چاره باید موږ غافل نه کړي، ځکه اوسمهال ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې لسم مقام لري.
راجر وایي دا چې ویسټ انډیز دوه ځلې اتلولي اخیستې، هغه مهال له دې لوبډلې سره پیاوړي لوبغاړي وو، سمیول بدري، مارلن سیمولس، ډېرین سمي، کیرون پولارډ، ډي جی براوو، جېروم ټایلر، ریوي رامپال موجود وو.
هغه هیله ښودلې چې د براوو او پولارډ په راتګ سره به یو ځل بیا د دې لوبډلې پښې کلکې شي او وبه کولای شي، چې د نړیوال په اوږدو کې د ویسټ انډیز له اتلولۍ دفاع ډاډمنه کړي.
۲۰۱۲ م کې ویسټ انډیز د نړیوال جام اتلولي واخیسته او سریلانکا ته یې پایلوبه کې ماتې ورکړه.
ویسټ انډیز وکولای شول چې د لومړي ځل لپاره د شل اوریز جام اتلولي په خپل نامه کړي.
دې لوبډلې ۴ کاله وروسته په ۲۰۱۶م کې یو ځل بیا شل اوریز جام وګاټه او انګلستان ته یې پایلوبه کې ماتې ورکړه.
په یو اوور کې شاو خوا شل منډې پاتې وې، چې د ویسټ انډیز الراونډر لوبغاړي کارلوس برېتوېټ د انګلستان په الراونډر لوبغاړي څلور شپږیزې ووهلې او اتلولي د دویم ځل لپاره ویسټ انډیز واخیسته.
د ویسټ انډیز اوسنۍ لوبډله او د اتلولۍ دفاع
شېمرن هېټمېر، نیکولاس پوران دوه کیڼ لاسي توپ‌وهونکي ډېر ښه او پیاوړي توپ‌وهونکي دي، ایوین لیویس، فابین الېن هم نوي او ځوان لوبغاړي دي.
د ویسټ انډیز د توپ‌وهنې لاین په اوسنۍ لوبډله کې ډېر پیاوړی دی، ځکه په اوپننګ کې ورسره شی هوپ شته.
خو د توپ اچونې په برخه کې شېلډن کاټرېل او اوشېن تماس دي، نور نو د فسټ بالېنګ برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو د کرېس ګېل، پولارډ او براوو په شتون کې دا لوبډله بیا هم د دې لوبډلې د تجربې خبره کره ده.
تاسو څه فکر کوئ، که سږ کال نړیوال جام ترسره شي، ویسټ انډیز به یې وګټي؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ