اسټرالیا د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو کوربتوب پرېښود

رنګین تجريدي ډیزاین

تمه وه چې د روان کال اکټوبر میاشت کې اسټرالیا د ویسټ انډیز لپاره د درې شل اوریزو لوبو مېزبانۍ ته اوږه ورکړي؛ خو دغه لوبې د نړیوال شل اوریز جام په ځنډېدلو سره دا سیالۍ لغوه شوې.
د اسټرالیا کرکټ بورډ د سه شنبې په سهار اعلان وکړ، چې نشي کولای د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو کوربتوب وکړي.
د درې شل اوریزو لوبو لپاره نېټې د اکټوبر ۴ مه، ۶ مه او ۹ مه ټاکل شوې وې.
اسټرالیا کرکټ لوبډله غواړي چې په سپټمبر میاشت کې انګلستان ته د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره سفر وکړي.
د ویسټ انډیز خلاف لوبو لپاره د اسټرالیا په کوینزلېنډ سیمه کې کزالي لوبغالی ټاکل شوی و.
په همدغه لوبغالي ۱۶ کاله وړاندې سریلانکا او انګلستان ټېسټ کرکټ لوبه کړې وه.
په همدغه لوبغالي د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو مهالوېش ترتیب شوی و، چې د اکټوبر په ۱۱ مه، ۱۴ مه او ۱۷ مه په پام کې وې؛ خو د هندوستان کرکټ بورډ هلته په آی پي اېل کې بوختېږي؛ نو ځکه دغه لوبې په شک کې دي.

ښایي هندوستان د ۲۰۲۰ کال په ډېسمبر کې سفر وکړي او بیا د ۲۰۲۱ کال تر جنوري پورې هلته لوبې وکړي.

د اسټرالیا او ویسټ انډیز د لوبو ګټلو ریکارډونه

اسټرالیا او ویسټ انډیز له ۱۹۷۵ م کال څخه تر دې دمه لس ځلې په نړیوالو پنځوس اوریزو او شل اوریزو جامونو کې مخ شوي دي، چې پنځه ځلې بری ویسټ انډیز او پنځه ځلې بیا اسټرالیا حاصل کړی دی.
خو نړیوالو شل اوریزو جامونو کې اسټرالیا تر  اوسه نه ده بریالۍ شوې، چې کوم نړیوال جام وګټي؛ خو ویسټ انډیز بیا په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو کې د اتلولۍ ویاړ اخیستی دی.
ویسټ انډیز دوه ځلې نړیوال پنځوس اوریز جامونه ګټلي؛ خو اسټرالیا بیا ۵ ځلې نړیوال پنځوس اوریز جامونه ګټلي دي.
د ۲۰۱۲ کال په نیمه پایلوبه کې ویسټ انډیز اسټرالیا ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د شل اوریز جام د اتلولۍ جام هسک کړ.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.