ویسټ انډیز پنځلس شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کوي

 

د روان کال په اوږدو کې ویسټ انډیز د درېیوو سترو هېوادونو کوربتوب ته اوږه ورکوي او ۱۵ شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سږکال په اوږدو کې به د سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان پر وړاندې لوبې وکړي او دوی د درېیوو سترو کرکټ ټیمونو د کوربتوب مسوولیت واخلي.

په دې لوبو کې څلور ټېسټ، درې یو ورځنۍ او ۱۵ شل اوریزې لوبې ترسره کېږي.

له دې لوبو څخه به یې اوه سیالۍ په سېنټ لوشیا سیمه کې ترسره شي او د ویسټ انډیز په دې ښکلي دوبي موسم کې به د ویسټ انډیز په لوبغالو پاکستان، سویلي افریقا او اسټرالیا خپل زور وازمایي.

دوه ټېسټ لوبې د سویلي افریقا پر وړاندې، پنځه شل اوریزې بیا د اسټرالیا خلاف ترسره کوي.

دا لوبې د راتلونکې جون میاشتې په لسمه پیلیږي او د اګسټ په ۲۴ مه پای ته رسېږي.

دا لوبې د دې لپاره ترتیب شوي، چې څلور واړه لوبډلې د نړیوال شل اوریزجام لپاره ښې چمتو شي.

ویسټ انډیز به د پاکستان پر وړاندې یوه ټېسټ او دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

خو د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي ښایي، چې له پاکستان سره له دوو زیاتې شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

د جون په لسمه به له سویلي افریقا سره دوه ټېسټ لوبې پیل کړي او پنځه شل اوریزې لوبې به د جون په ۲۶ هم ترسره شي، دا لوبلړۍ به د جولای تر ۵ مې دوام وکړي.

دا له ۲۰۱۰ کال راهیسې لومړی سفر دی چې افریقا یې ویسټ انډیز ته کوي او بیا به د ویسټ انډیز لوبډله هم افریقا ته ځي.

اسټرالیا به د پنځه شل اوریزو لوبو سربېره درې یو ورځنۍ لوبې هم له ویسټ انډیز سره ترسره کوي.

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ اجرایوي مشر جاني ګرېف ویلي:

« سږ کال د سریلانکا له کوربتوب وروسته موږ وپتېیله چې د افریقا، پاکستان او اسټرالیا کوربتوب هم وکړو».