Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

سبا افغانستان د ویسټ انډیز سره د شل آوریزه سیالیو لړۍ پیلوي

د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د درو یو ورځنیو سالیو ورورسته سبا پنجشنبه د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پیلیږي.

inbound7762910808922190525.jpg
د افغان او ویسټ انډیز ټیمونو ترمنځ لومړۍ شل آوریزه لوبه سبا پنجشنبه، دوهمه شل آوریزه لوبه راتلونکې شنبه او درېیمه شل آوریزه لوبه بیا راتلونکې یکشنبه ترسره کیږي.

دا درې واړه لوبي ماښام ۶ بجې پیلیږي.

inbound3717232311027053975.jpg

تر دې مخکي افغانستان د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ درې پر صفر ویسټ انډیز ته وبایلله، چي درې واړه لوبي میلمه ویسټ انډیز د کوربه افغانستان څخه وګټلې او سریز ئې خپل کړ.

inbound3693914612337865428.jpg
ویسټ انډیز په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي افغانستان ته په ۷ ویکیټو ته، په دوهمه لوبه کي په ۴۷ منډو او په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کي ئې بیا په ۵ ویکیټو ماته ورکړه.

inbound6887187496539439699.jpg
ټاکل سوې، چي د دې دوو هیوادونو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه بیا د رواني نومبر میاشتي په ۲۷مه نېټه پيل سي او د ډیسمبر میاشتي په لومړۍ نېټه پای ته ورسیږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.