فبروري 27, 2021

د نشې په حالت کې زوی خپله مور په سترګو کې په ډزو ويشتلې

خبريال: مدثر دعوت
هند کې يوه ځوان خپله مور پدې خاطر په سترګو کې په مرمۍ ويشتلې چې د نشې په حالت کې يې ورته بد رد ويلي وه.
د نيوزډ د مالوماتو له مخې دا ۲۶ کلن ځوان سورج نومېږي او د شرابو نشه يې کوله، .د شپې ناوخته به کورته تلی،د پوليسو په وينا مور به يې تل ددې نشې څخه منع کوی خو دا ځل سورج خپله مور په مرمۍ وويشتله چې روغتون ته تر وړلو وروسته يې ساه ورکړې.
د ۶۰ کلنې مېرمنې زوی موټروان وو او د ډهلي په شمال کې اوسېدی چې تر قتل وروسته پوليسو نيولی دی.
پوليسو ته د تورن کس تر نيولو وروسته مالومه سوې چې مور يې تر ناوخته زوی ته انتظار وه،وروسته يې خپل زوی وهلی دی او هغه ورباندي د مرمۍ واری کړی او په چپه سترګه کې يې ويشتلې ده
پوليس وايي وسله د هند جوړه ده او مرمۍ هم د سورج په واسطه استعمال سوې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ