هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

د ورځې یو سړی ۱۰ ښځو ته ځیر ځير ګوري

په انګلیستان کې په یوه تازه ترسره شوې سروې کې معلومه شوې، چې نارینه په منځني ډول د خپل عمر یو کال ښځو ته په کتو تیروي.

په څیړنه کې راغلي، چې نارینه یواځې نه بلکې ښځې هم سړیو ته په کتو خپل وخت ضایع کوي.

د سروې پایلې ښيي، چې سړی هره ورځ تقریبا ۱۰ ښځو ته ځیر ځیر ګوري، چې په دې سره د ورځې درې څلویښت(۴۳) دقیقې وخت ضایع کوي.

څیړنه وايي، که چیرې نارینو د ژوند په منځني ډول په نظر کې ونیول شي، نو د هغوی د عمر پوره یو کال ښځو ته په کتو تیریږي.

څیړنه دا هم وايي، چې ښځې هم نارینو ته ګوري، خو هغوی یواځې د نارینو په نیمايي دا کار کوي.

څیړنه کاږي، چې ښځې په کرۍ ورځ کې یوازې ۲۰ دقیقې نارینوو ته په کتو تیروي او په دې سره د خپل عمر یوازې ۶ میاشتې سړیو ته په کتو تیریږي.

په یاده سروې کې تقریبا ۳۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

یاده دې وې، چې په اسلام کې پردیو ښځو/نارینو ته قصدي او په ځیر ځیر کتل د سړیو/ښځو لپاره حرام دي.

*******

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */