څرنګه چې معمول ده د پولیسو مرکز د پولیسو ساتنې، روزنې، د امنیت و نظم ساتنې د مرکز وي، خو په هند کې داسي یوه پېښه هم شوي چې د میئنانو د یوې جوړې واده د کور، هوټل، مندر او نورو ځایونو پر ځای د پولیسو په یوه مرکز کې شوی دی.
د هندي ټلویزیوني چینل NDTV د خبر له مخې، یو ځوان عبدالمالک او یوې ځوانې پيغلې خوش نصیب چې د یوه بل سره یې مینه لرله، دا مینه د واده تر حده رسېدلې وه او غوښتل یې چې د یوه بل سره واده وکړي خو کورنۍ یې د واده سر سختې مخالفې وې.
دوی څو ځلې د واده خبره د خپلو کورنیو سره شريکه کړې وه خو کورنیو یې نه وه منلې.
د کورنیو د څو څو ځل انکار وروسته دغې مینه ناکې جوړې د سهارنپور د پولیسو د مرکز مشر سره اړیکه نېولې وه او د خپلې مینې داستان یې ورته ویلي وه.
پولیسو د دریم ګړي رول لوبولی او د دواړو د کورنیو سره یې خبرې اتري شروع کړې وې.
خو د پولیسو د بار بار ټینګار سره سره بیا هم د دواړو کورنیو د دوی د واده خبره نه وه منلې او د پولیسو خبرې یې هم رد کړې وې او پر خپل مخالفت کلک ولاړ وه.
اخر پولیسو سهارنپور پرېکړه وکړه چې د دغه جوړې نکاح د پولیسو په سټيشن کې وتړي.
د دیوبند پولیسو مرکز ایس ایچ او یاګدات شرما ویلي چې پتهارن پور سیمي اوسیدونکي عبدالمالک او ګاندهي واد کلي اوسیدونکې یوه نجلۍ خوش نصیب د یو بل سره مینه کوله، دوی دواړو د یو بل سره واده کول غوښتل خو کورنیو یې کلک مخالفت کاوه چې له امله یې دوی نه شو کولی یو بل ته ورسیږي. نو د دې لپاره پولیسو د دوی مرسته وکړه ځکه چې دوی دواړه ځوانان او بالغ دي.
واده شویو ویلي چې دوی به تل د دیوبند پولیسو شکرګذار وي ځکه چې په سخت او مشکل وخت کې یې ورسره مرسته کړې.
دوی ویلي چې دا یوه غیر عادي واده و او دوی د پولیسو مرستې ته اړتیا لرله.
د واده لپاره پولیسو مرکز ځانګړی شوی و او د نژدې سیمې څو کسان یې دغه غیر عادي واده ته دعوت کړي وه چې د پولیسو په مرکز کې د شوي واده برخوال و.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ