له واده مخکې دا ۷ کارونه حتماً وکړئ

  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

کوژده او واده د ژوند ډېره مهمه موضوع ده، خصوصاً زموږ په افغاني ټولنه کې چې یو ځل چا ته «هو» وشوه، یانې نجلۍ ورکړل شوه، زیاتي خبره ختمه ده او پرېکون یې په هر دلیل چې وي بدنامی ګڼل کېږي، خو تر کوژدې مخکې یا وروسته مانا تر نکاح مخکې باید په ځلونو فکر وشي. دا فکر یوازې دواړه لوري کورنۍ نه، دواړه ځوانان هم وکړي چې ایا موږ دا اړیکه پر مخ وړی شو که نه، ډېرې پوښتنې او خبرې دي چې باید مطرح او حل شي. په افغانستان کې، خصوصاً په پښتنو کې له نجلۍ څخه هغه وخت پوښتنه کېږي، چې هلک یې خوښ دی یا نه، هغه مهال چې شل کسه سپینږیري یې تیار راغوښتي وي، بیا دوی له نجلۍ څخه پوښتنه کوي، هغه وخت نو نجونې د پلار د ابرو او پت په خاطر هم «هو» کوي او هر څوک چې وي مني یې.
دا مسئله ډېره جدي ده او باید لومړی دواړو ته دا زمینه برابره شي د عرف او شریعیت چوکاټ کې یو بل وویني او خپلې غوښتنې یا شرطونه مطرح کړي. راځو تر واده مخکې هغو کارونو ته چې باید ټول ځوانان او پېغلې ورباندې وپوهېږي، ځکه په ښارونو کې لږ تر لږه داسې پېژندګلوۍ شته چې باید پر واده باید ختمې شي، نو د دوکې د مخنیوي او بریالي واده لپاره دا اووه خبرې مه هېروئ!
۱ – له خپلو ارزښتونو او بارونو سترګې مه اړوئ، مانا که هلک/ نجلۍ داسې مېلمستیاوو یا ځایونو (خراب چاپېریال) ته تګ راتګ درلود چې خوښ مو نه وو، له همغه لومړیو ځان ترې لرې کړئ. که چېرې دا کار د دې لپاره ونه کړئ چې ښایي زړه به یې مات شي یا زړه به مو مات شي، اوس یوه اونۍ ځورېږئ، خو تر واده وروسته لومړی پرېکون نشته او بیا ځورېدل مو دایمي کار کېږي. همدا اوس زړه مات کړئ، خو د راتلونکي هره ورځ خپګان او جنجال مخنیوی وکړئ.
۲ – له خپلو هیلو لاس په سر نه شئ. که تاسو دومره د هغه/ هغې په هیلو کې ځان ورک کړئ چې خپلې علاقې مو هېرې شي، بېشکه چې تېر وځئ. آن ځینې کسان د همدې یوه کس لپاره له خپلو ملګرو او کورنۍ سره خپلې اړیکې پیکه کوي، بس په هغه/ هغې پسې نښتی وي چې دا بیا وروسته تاسو ته تاوان لري.
۳ – هغه کسان چې د نامزدۍ په دوران کې کوروالی پیلوي یا داسې کارونه کوي چې یوه جوړه کوي، نو د دوی ترمنځ د بدبینۍ، زړه‌بدوالي، ناخوښۍ، بې باورۍ او ناژمنتوب حس پیدا کېږي چې واده شوی ژوند خرابوي.
که کوژده هم لا نه وي شوې او دوی یو بل ته د جنسي احساسونو په اړه خبرې وکړې یا بې پردې وغږېدل دا سخته ضربه له ځانه سره لري. البته زموږ ټولنه کې د عرفي، شرعي، اخلاقي او ټولنیزو مسایلو له کبله دا ډول پېښې بېخي کمې دي، خو په رښتیا هم ځینې ساده او ناپوه کسان شته چې دا کار کوي. هره اړیکه چې بلاخره باید پر واده پای ومومي، باید د پېژندګلوۍ پر وخت یوازې یو د بل پر خوی سره بلد شي او یو له بله داسې غوښتنې ونه کړي، لکه خاوند یې چې له مېرمن یا برعکس کوي، ځکه دلته د تربیې او اخلاقو خبره جدي دخالت کوي. دومره باید هره پېغله او ځوان پوه شي چې پردی انسان که څومره هم ګران شي د نامحرمتوب کرښه یې باید پښو سره وایستل شي، چې خپل او د مقابل کس حدود وپېژني.
۴ – بله اړینه خبره دا ده چې زیاتره ځوانان او پېغلې پوهېږي هم چې یو له بل سره له فکري او نورو اړخونو پلوه توپیر لري، خو بیا هم ځان پر دې خوشحالوي چې ځه په مینه به یې دا خوی بدل شي، هېروئ مه چې خوی بدلېږي نه یوازې ځنډېږي.
۵ – د پېژندګلوۍ پر وخت دومره ځان له عاطفي پلوه په مقابل کس پورې مه تړئ چې وروسته بیا تاوان درته وکړي. کله چې احساس پر منطق غالب وي، ستونزې ډېرې وي، که منطق پر احساس برلاسی شو، د ستونزو امکان لږ وي، نو هڅه وکړئ تل د یوې ماتې او بېلتون چمتووالی ولرئ.
۶ – هېڅکله د ځان په هکله ټول معلومات مقابل کس ته مه ورکوئ. ځینې کسان پر دې اند دي چې که زه ټول حقیقت ونه وایم، دا خو صداقت نه شو. صداقت بېل دی او نورې لارې لري. که مقابل لوری مو واقعاً بالغ وي (فزیکي بلوغ نه، فکري بلوغ ته رسېدلی وي) پر دومره هرومرو پوهېږي چې ستاسو د تېر ژوند په هکله پوهېدل هېڅ معنا نه لري، هغه باید ستاسو په اوسمهال کې درسره واوسي. موږ درې محدودې لرو:
د ملګرو، ټولنې او زموږ ترمنځ، دویمه د کورنۍ، خصوصاً پلار/ مور او زموږ ترمنځ، درېیمه زموږ او خدای ترمنځ اړیکه، نو هېڅکله چا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو دغو حدودو ته بې اجازې ننوځي او کنټرول یې کړي. صداقت همدومره بسنه کوي چې د هغه/ هغې په شتون کې بل چا سره اړیکې نه پالئ، نور تاسو خپل منظم ژوند کوئ او هغه خپل. داسې هم نه چې ټول ژوند او روزګار مو پرېښی وي او په هغې/ هغه پورې نښتي وئ.
۷ – څوک چې غواړي تر پېژندګلوۍ وروسته کوژده او بیا واده وکړي، باید د واده بلوغ ته رسېدلی وي. مانا پر دې پوه وي چې زه واده کوم او خپلواک کېږم، اړیکې د باور او اعتماد له مخې مخته یووړلی شي، مادي او معنوي اړیکې د واده شوي کس په څېر جوړې او وساتلی شي. یو پر بل هر اړخیز تسلط د مینې او واده مانا نه لري، بس د بادار او مزدور حکم لرلی شي.
د خپل ځان، نورو خلکو او منطق له پېژندنې پرته هېڅ ډول عاطفي اړیکې مه ټینګوئ. ډېری خلک د پېژندګلوۍ پر وخت خپل نقاب نه لري کوي، ځکه غواړي خپلې موخې ته ځان ورسوي. تر واده وروسته ډېری کسان وایي چې خاوند/ مېرمن مې بېخي بدل شوي انسان غوندې شوی، خو هغه بدل شوی نه وي، بلکې اوس یې نقاب لوېدلی او تاسو پېژندلی وي. تل تر واده دمخه سل ځان فکر وکړئ، فکر زر ځلې کېدای شي، خو واده یو ځل چې وشو خبره ختمه شي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب