فبروري 24, 2021

د ښځینه‌وو په نړیوال شل اوریز کرکټ جام کې څلور لوبډلې سیمې فاینل سیالیو ته لاړې

د ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ نړیوال شل اوریز کرکټ جام د ۲۰۲۰م د فبروري په ۲۱ مه د اسټرالیا په کوربتو د لس لوبډلو په ګډون پیل شوی و، چې په ترڅ کې یې ۴ لوبډلې، اسټرالیا، سویلي افریقا، انګلستان او هندوستان لوبډلې دوو نیمه پایلوبو ته ورسېدې.
په ښځينه نړیوال شل اوریز کرکټ جام کې لس لوبډلې په دوو ګروپونو الف او بې وېشل شوې وې، چې الف ګروپ کې د هندوستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، سریلانکا او بنګله‌دېش لوبډلې ولوبېدې.
په دې ګروپ کې د هندوستان او اسټرالیا لوبډلې مخکښې وې او دواړه لوبډلې له الف ګروپ نیمه پایلوبو ته ورسېدې.
په بي ګروپ کې سویلي افریقا، انګلستان، پاکستان، ویسټ انډیز او تایلېنډ لوبډلې شاملې وې.
له دې ګروپ څخه د سویلي افریقا او انګلستان لوبډلې مخکښې او دواړه لوبډلې نیمه پایلوبو ته ولاړې.
نیمه پایلوبې
نیمه پایلوبې د مارچ میاشت په ۵ مه د پنجشنبې پر ورځ سهار اته نیمې بجې او غرمه ۱۲نیمې بجې ترسره کېږي.
لومړۍ نیمه پایلوبه د هندوستان او انګلستان ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ د پنجشنبې په سهار اته نیمې بجې په سېډني لوبغالي کې ترسره کېږي.
د دې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به سیده پایلوبې ته ولاړه شي.
دویمه نیمه پایلوبه د مارچ په پینځمه غرمه دولس نیمې بجې د سویلي افریقا او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ کېږي، چې ګټونکې لوبډله پایلوبې ته ځي.
د ښځينه نړیوال شل اوریز کرکټ جام اووم پړاو نیمه پایلوبه د مارچ میاشت په ۸ مه د یکشنبې پر ورځ ترسره کېږي.
د دې جام اتلولي څلور ځلې اسټرالیا، یو ځل انګلستان او یو ځل ویسټ انډیز ګټلې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*