مارچ 4, 2021

د وزن پورته کولو دوه کندهاري لوبغاړي وستایل سول

۲۰ ورځي مخکي په کابل ولایت کي ملي لوبډلي ته غوره لوبغاړو موندلو په موخه د وزن پورته کولو سیالۍ ترسره سوې، چي پکښي دوه کندهاري لوبغاړو عطامحمد او بشیراحمد پکښي غوره مقامونه خپل کړل.

د کندهار د بدني روزني ریاست سرپرست مدیر آغا یاران ته وویل، چي عطامحمد په خپل وزن کښي لومړی او بشیر احمد بیا دوهم مقام د هیواد په سطحه خپل کړ.
د مدیر آغا په خبره، چي د یادو دوو لوبغاړو د ستایني په موخه کندهار ولایت مقام د سې شنبې په ورځ د هغوي لپاره ستاینغونډه جوړه کړې او د لسګونه ځوانانو له لوري یاد مقام ګټونکي لوبغاړي وستایل سول.

په دې ستاینغونډه کي د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د یادو لوبغاړو څخه مننه وکړه، چي د خپل زیار او هڅو په مټ ئې مقامونه ګټلي.

هغه زیاته کړه، چي د کندهار ولایتي اداره په کندهار کي ورزش ته ډېره پاملرنه لري او تل به هغه لوبغاړي ستایي، چي د کندهار او هیواد لپاره ښه ځلیږي.
د یادي غونډي په پای کښي د وزن پورته کولو لوبغاړو ته د ولایتي ادارې له لوري ایوارډونه او جایزې ورکړل سوې.

وروستي مطالب

څېړنې:عبادت د ژور خپګان مخنیوی کوي

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

د څېړنو پر بنسټ، په مذهبي مراسمو کې ګډون کولای شي انسان له ژور خپګان څخه وژغوري. د Journal of Religion and Health يا د دين او سلامتيا مجلې د راپور له مخې، کلونه کېږي ... نور ولولئ