د برياليو انسانانو د تفکر ۳ کړنلارې

ژباړه: محمد عزيز پردېس
هرڅه ستاسو د فکر څخه سرچينه اخلي. دا ستاسو اعتقادي سيستم او د تفکر طرز او کړنلاره مو ده چې ننني ژوند ته مو بڼه ورکوي. که ژوند مو متوسط الحاله وي، دا د هغو پرېکړو پايله ده چې تاسو نيولي دي او کوم تصميمونه مو چې نيولي دي، ستاسو د فکر او باورونو د طرز څخه سرچينه اخلي.
په پايله کې که غواړئ چې برياليتوب ته ورسېږئ، بايد لومړی مو له فکر څخه پيل وکړئ. د برياليو کسانو د فکر طرز کړنلاره مو د ځان لپاره الګو وګرځوئ او مطمئينه اوسئ چې تاسو به هم د هغوی په رقم پايله ترلاسه کړئ.
لومړۍ کړنلاره
ټول بريالي انسانان مسوليت منونکي دي. مهمه نه ده چې څه پېښه دې رامنځ ته شي، بريالي کسان يې مسوليت پر غاړه اخلي. دا ډله خلک هېڅکله بل څوک د خپلو ماتو سبب نه ګڼي. دوی تل خپلو تېروتنو ته متوجه وي او هڅه کوي چې اصلاح يې کړي. دوی په دې پوهېږي چې که نور څوک مقصر وګڼي او مسوليت د هغوی په غاړه واچوي، نو د کنټرول قدرت به له لاسه ورکړي.
دويمه کړنلاره
دغه ډله بريالي کسان تل خپل کار ته ژمن وي. برياليتوب په اتومات ډول نه ترلاسه کېږي. هر هغه څه چې تاسو يې په ژوندانه کې غواړئ بايد ٪۱۰۰ ورته ژمن پاتې شئ. ډېری کسان دي چې د برياليتوب په اړه په خپل ذهن کې يوازې فکر کوي او هيله يې ګڼي، خو هېڅکله ورته ژمن نه پاتې کېږي. هر هغه شېبه چې تصميم نيسئ او ٪۱۰۰ يو کار ته ژمنه کوئ، نو د هغه کار د ترسره کولو لپاره بايد خپله وروستۍ هڅه وکاروئ.
درېيمه کړنلاره
د دې ډلې بريالي کسان په ژوندانه کې د برياليتوب لپاره د تصميم نيونې جرات لري. پوهېږئ؟ بريالي کېدل جرات او جسارت غواړي. که يو فرصت مو په مخه کې دی او د هغه څخه د استفادې لپاره جرات ته اړتيا لرئ، نو لاس په کار شئ او وېره له منځه يوسئ. دا مسئله د سوادګرۍ په برخه کې ډېره مهمه ده. مخکې له دې چې کار او سوداګري پيل کړئ، بايد ځان کې مو د هو ويلو جرات پيدا کړئ او وېره بايد لرې کړئ.
د برياليو کسانو د فکر د دغه طرزونو او کړنلارو په تعقيبولو اوعملي کولو سره هيله لرو چې هر هغه څه چې په ژوند کې يې غواړئ ورته ورسېږئ.
برياليتوب ناڅاپي نه دی
برياليتوب هېڅکله ناڅاپي او تصادفي نه دی. البته دا ممکنه ده چې ښايي تاسو سره د ژوند په اوږدو کې چانس لږ لږ ملتيا وکړي او په يو ښه موقعيت کې مو راولي، خو دومره دوام نه لري. برياليتوب د هغه چا په برخه دی چې په خپلو چانسونو پانګه اچونه وکړي او د خپلې ماتې د احتمال کچه کمه کړي.
که د نړۍ مخکښو او ترټولو غوره برياليو کسانو ژوند مطالعه کړئ نو متوجه به شئ چې هغوی له هېڅ څخه دې مرتبو ته رسېدلي دي. د هغوی څخه ډېری يې يتيمان و او په ډېرو کړاوونو سره يې ژوند تېر کړی او لوړې ژورې يې زغملي دي. نو دا څنګه ممکنه ده چې په دومره بدو چانسونو سره هغوی دې پړاوونو ته ورسېږي؟
د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی، ځکه برياليتوب هېڅکله په تصادفي توګه نه رامنځ ته کېږي. بريالي کسان پرته له وقفو خپلې هڅې جاري ساتي، لوړې او ژورې زغمي او د ژوند ستړياو سره مبارزه کول يې عادت ګرځېدلی وي. ډېر او دقيق کار او د ښه ملګرو شتون دوی دې پړاو ته رسولي دي.
هو! برياليتوب تصادفي نه دی. هېڅ داسې څوک نشته چې پرته له هڅې او ذکاوت څخه د برياليتوب لوړو پوړونو ته رسيدلي وي. دا تاسو خپله ياست چې پرېکړه وکړئ چې په ژوندانه کې مو بريالي واوسئ يا ناکام، انتخاب له تاسو سره دی.