خواړه روغه سټه ژوند بڼه

روژه کې مو د ورځې پر مهال لوږه او تنده داسې کنټرول کړئ

لیکنه: ابوبکر علیزی

روژه یوه مبارکه میاشت ده چې د لوی خدای ج له لوري په هر سالم او بالغ مسلمان باندې یې نیول فرض شوي دي.

دغه مبارکه میاشت په کال کې یو ځل راځي او مسلمانانو ته د عبادتونو، د ګناهونو څخه د خلاصي، د مغفرت، د رحمت او اور څخه د خلاصي یو بهترینه موقع ده.

په دغه میاشت کې پکار ده چې هر مسلمان له ښې رویې او ښه سلوک څخه کار واخلي او داسې ونه شي چې خپله روژه په نورو تاوان کړي او یا داسې حالت کې چې وږی یا تږی شي، نو د خپلې تندې یا لوږې زور د کور له ماشومانو او یا مېرمنو وباسي.

خو دا چې وکولای شو د روژې په مبارکه میاشت کې له نورو سره ښه اخلاق او ښه رویه وکړو نو د انرژۍ اړتیا لرو.

د همدې لپاره مونږ تاسې ته دوه اسانه طریقي ښییو چې پر مټ یې کولی شو په روژې مبارک میاشت کې ځان له لوږې او تندې وساتو.

که څه مخکې به مو په دې تړاوو اوریدلي وي چې که په پشنمې کې هندواڼه یا وریجې وخورئ نو روژه به مو ښه تېره شي.

همدرانګه دا به هم اوریدلي وي که په پشمني کې ميېز خشته شي او اوبه یې وڅښل شي، نو ګټور به وي او په روژه کې به مو له تندې وساتي. همدا ډول دا به هم اوریدلي وي که په پشمني کښته (د وچ شوي زردالان) راوخلئ او له ماسختنه یې خشته کړئ، نو د ورځې به درسره د روژې په نیولو کې دا چې وږي او تږي نشئ مرسته وکړي.

خو دا ځل درته ځيني نور خواړه هم ښییو چې د روژې په مبارکه میاشت کې په پشمني کې یې وخورئ او روژه مو ورباندې ښه تېره شي.

کله مو چې پشمنی کاوه، نو له ډوډۍ خوراک وروسته مو چې د مړښت احساس وکړ، یوه یا دوه جوش شوې هګۍ نوش جان کړئ.

د هګۍ په تړاوو ویل کیږي چې هګۍ ژر نه هضمیږي او تر ډېره پورې په معده کې پاتې کیږي، نو همدا لامل به وي چې ژر به نه وږي کیږئ.

همدارنګه، کله مو چې ډوډۍ وخوړه نو له ډوډۍ خوراک وروسته یو یا دوه دانې لیمو راواخلئ په یوه ګيلاس کې یې اوبه وباسئ او اوبو سره یې ګډ کړئ له ډوډۍ خوراک وروسته یې وڅښئ.

د لیمو په تړاو ویل کیږي چې په بدن کې ځان نیسي او اوبه یې ژر له بدنه نه خارجیږي، نو همدا لامل به وي چې ډېر به نه تږي کیږئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی

تبصره مو ولیکئ